سپین سترګی
منصف نــــه شو په ژونـدون کې دانصاف
هسې اخــــلي دانصاف نـوم بـــې انصاف
د ګناه پـــیټی ېې درونــــد دی د هر چانه
دی ظـــاهــــره کې زاهد د خولې په لاف
په ښکاره کې مستقیم خلکو ته ښکاري
په باطن کې کوږاوکیڼ دی یک اوصاف
حقــیقت کې جو دانــــه ترینــــه درنــــه ده
خوځان دروندګني همیش تر کوې قاف
په دنیا کې ېې یو نیک قــــدم کینښود
پــــه عـــقبا بــــه څـــه جواب کـړې د مناف
درباب نــــغمه خــــوږه ده هــــم شیرینه
غــــږوي راتــــــــه ســــازونــــه د نــــداف
افغاني ولــــس به کــــلــــه فــــراموش کا
چاڼـوي به یې کړه وړه تر چلو صاف
------------------------------------------
سمیع الدین افغاني