مبارک شه

 

ذهنونـــه چې ډيـــوي شـــوي دا رڼا مــو مبارک شه

ای ټـولـــو پښتنو دا پښتونخـــوا مــومبارک شـــه

 

خېبر ئې تـل دستار دی اوپښتونخوا ئې همیش تن

پـــه سـر هسکه شمله تل د بابا مـــو مبارک شــــــه

 

جذبـــــــه د قـــام د مینې پاریدلي پـــه وجــود کې

غـــېرت وینې راخپله کړه لیلا مـــــو مبارک شـــــه

 

روحونـــــه دي خـــوشحالـــه د ولې بابا او اجمـــل

باچاخان نظریو کې هـــــره سـاه مـــو مبارک شـــــه

 

موجونو ځان سینګار کـړ فکر مست خمار اتڼ کړي

د مینې محـبت نــــوي دونـــیا مــــو مبارک شــــــه

 

د ژوند لفظونه ناڅي نسیم ستوریه جــوړ اختر دی

منزل په لور ګامونه پـه بیا بیا مـــو مبارک شــــــه

 

« ســرپـاڼـه »