بسم الله الرحمٰن الرحيم

په افغانستان كي دتروريزم ضد، دملي پرمختگ او

دموكراسي له پاره مشخص وړانديزونه

( لومړي برخه )

      زموږگران هيواد افغانستان چي څه موده مخكي د تروريزم مركزؤ هيوادوالوته يي ډير زيات كړاونه او سختي

په ارمغان راوړي وي•دهرافغان هيله داوه چي ددي آفت اومصبت څخه يي هيواد خلاصون ومومي• مگر متأسفانه

چي زموږملي اردولا پخوا منحل سوي وه نوځكه يي دغه خلاصون گران كړي ؤ• دنيكه مرغه چي دنړيوالي ټولني

همكاري اوعملاً دافغانانوسره ددوي دخلاصون له پاره افغانانو بيا مړاوي هيلي اوغوښتني راژوندي كړي چي ددي

همكاريوپه نتيجه كي هرهيواد پال افغان د خپل هيوادد آزادي ،ترقي اوؤلسواكي له پاره خپلي نيكي هيلي تازه كړي

اما متأ سفانه د پنځو كلونو په تيريدو سره د ځينو پرمختگونو سره سره بياهم د توقع سره سم لازم پرمختگ نه دي

سوي او دا فغانانو پرسختيولو كړاؤنو يي ښكاره تا ثيرنه دي ښندلي _جگړه هغسي د پخوا په شا ن روانه ده او هره ورځ زيات شمير هيواد وال شهيد او معلول كيږي • اداري قساد پخپل ټول قوت پاته او حتيٰ پراخ سوي دي • دمخدره موادو كركيله ، قاچاق او استعمال ډير سوي دي • دقانون تر پښولاندي كيدل خوهرزورواك ته عادي خبره ده اوحتيٰ قصداًيي ځيني ډلي اواشخاص واكمني وركمزوري كوي اومخه يي نيسي• دبشر پرحقونو تيري دوام لري

او دخلگودهيلو پرخلاف په جنگي جنا يتونوتورن ،ياپه دولتي لوړو مقامونوكي ټاكل سوي او يا دتوپك په زوراوس

هم په هيواد كي پخپلو ناروا كړنو بوخت دي •

     دا فغا نانوهيله داده چي په هيواد كي يي د تروريزم ريښي وا يستل سي او د جگړي پرځاي سوله منځته راسي ، قانون اوواسواكي دهيواد په ټولو برخوكي حاكميت ولري،اداري فساد محوه يا كم سي،دمخدره موادو څخه يي هيواد

خلاصون ومومي اويوه پرمختللي مدني ټولنه منځته راسي چي په نتيجه كي يي دنړي دټولوهيوادونوسره اقتصادي،

سياسي ، فرهنگي ، ټولنيزي او هراړخيزي اړيكي ټينگي او لاهم ټينگي سي • افغانستان و كولاي سي چي  حتيٰ په

نړيواله كچه په سوله ايز، پرمختللي او محبوب هيواد بدل سي • دادافغانانو هيله ده اوفكركوو چي نړيوال هم په دي

لاره كي دافغانانو سره همعقيده اوملگري دي • دهمسايه هيوادو هم ددغه ډول افغانستان موجوديت په گټه دي • خو

له بده مرغه د هيواد په دننه او بهركي ځيني داسي كړي ، اشخاص او سازما نونه سته چي دسوله ايز او پرمختللي

مدني افغانستان مو جو ديت يي د شخصي ذو قونو او گټوسره په تضاد كي دي • نو ځكه په دي هيواد كي د جگړي

دزياتولو ،مخدره موادو دكرلو ،دمدني ټولني دجوړيدو اونورو ورانيو له پاره هڅي كوي •

    داچي دپنځوكلونوراپه ديخوانړيواله ټولنه دافغانانو دبدمرغيو د لمنځه وړلو له پاره په مستقيمه توگه دي هيواد ته

راغلي او بيساري نظامي ،اقتصادي اوسياسي مرستي يي كړي مگرمؤثريت يي كم دي •علت يي څه دي ؟ زموږپه

انددنړيوالي ټولني په پاليسي كي څه ناڅه نيمگړتياوي موجودي دي چي په نتيجه كي دپرمختگ پرلورهڅي ورودي

اوپه ډيروخت،زيات مصرف اوتلفاتو به خپل هدف ته رسيږو•كه دخپلو هڅو له پاره وزياتومؤثرواقداماتوته پاملرنه

وسي نو پايله به يي گټوره اوپه لنډوخت او لږمصرف به خپلوروا هدفونو ته ورسيږودمثال په توگه كه موږوغواړو

چي يو كور جوړكړو دهغه دكروكي او تعمير دآبادولو له پاره ؤ ښه معمار( بنا )او تكړه انجينر ته اړتيا لرو_خو بر

عكس كه وغواړ چي يه كور ونړوو ، نو دروزانه مزدورڅخه كار اخلو _كه چيري بنا ته ووايو چي ته دغه كور و نړوه ، هغه انكارځني كوي او كه چيري مزدوركار ته ووايو چي ته دغه تعمير جوړكړه هغه هم انكار كوي او دي كار ته عاجزه پاتيږي•

د پخواني شوروي اتحاد د تيري په زمانه كي يو شمير جها دي ډلي منځته راغلي چي په هغه وخت كي يي نړيوا ل

ملاتړهم درلود ،هغوي دشوروي پلوه دولت اوروسي عسكروپرضد په هره وسيله لاس پوري كړ_ پلونه يي نړول ،

سړكونه يي خرابول ، مكتبونه يي سوځل ، عامه تأ سيسات يي له منځه وړل چي البته دجهاد په دوران كي ددوي له پاره نړول ،چورول او وژل په عادت بدل شول كله چي دنړيوالي ټولني دنماينده ښاغلي بنين سيوان پواسطه د ډاكټر

نجيب الله ددولت سره دقدرت دانتقال موافقه لاسليك سوه ،نو دغوورانونكوهمغي موافقي ته كودتا وكړه اوخپل دولت

يي په زوره قايم كړكله چي يي دولتي واك لاسته راوړپه بيساري جرمونومرتكب سول دقدرت پرسريي خپل منځي

جگړه كي هيواد په خرابه بدل كړ،يوازي يي دكابل په ښاركي تقريباً اويازره افغانان په شهادت ورسول،كورونه يي

وروران كړل،ټوله دولتي دارايي گاني يي چوراوچپاوكړي ،دبشرپرحقونو يي بيساري تيري وكړل په تيره بيا ښځي

يي تر دي ا ندازي د خپلوحقونوڅخه محرومي كړي چي حتيٰ  په را ډيو او ټلويزيون كي يي د هغوي آوازنشرته نه

پريښودي ،دفوټو نشر خويي بيخي غير اسلامي كارباله • لنډه داچي دهغوي ناوړه عملونه دومره ډيردي چي قلم يي

 

بيانولوته عاجزه پاتيږي•دنړيوالي ټولني اشباه داده چي اوس هم ددغه ورانونكوڅخه توقع لري چي دوي به په هيواد

كي د بيا ودانولو چاري مخته  بوزي ، د تروريزم ضد جگړه به دبريا ليتوب مرحلي ته ورسوي او يوه مد ني ټو لنه

به جوړه كړي• چي البته داهيله يوازي دځان غولول او دوخت ضايع كيدل بولو•هغوي په دولت كي دولسمشر ترمر

ستيالي پوري ډيرلوړي چوكي اومقامونه په لاس كي لري مگرله بده مرغه هم ددولت رول لوبوي،هم داپوزسيون ،

اوهم ددولت ضد رول اداكوي ،هم دقانون جوړونكي ،هم يي تر پښولاندي كونكي هم يي ضد دي ،په ښكاره داداري فساد پرضد ،خوپه اداري فساد ككړ او هم يي حا ميان دي ،دبشر دحقونو پلويان ،خو په خپله دبشردحقونو پرضد په بيلو بيلو جنا يتونو تورن اوهم د تورونو دمحاكمي ضد دي •هغوي په ښكاره دنړيوالي ټولني ملگري ، خوعملاً يي

دفعاليتونو په مخ كي خنډ او ضددي ،دمخدره موادودكراو قاچاق مخالفين ،خوپخپله په دي ناوړه عمل اخته اوهم يي

د مخنيوي خنډ دي • د تروريزم پر ضد په مبارزه كي شامل ، خواصلاً يي طر فداراودله منځه وړلو په لاره كي يي خنډ دي • دهغوي منلي (مروج) قانون توپك دي ، ملگري يي توپك دي ، سلاگوي يي توپك دي ،قوم ؤقبيل يي توپك دي اوگټه يي توپك دي ،لنډه داچي هرڅه يي توپك دي،يوازي دخپل ځان گټي سنجوي اودهيواد گټو ته هيڅ ارزښت

نه وركوي ،نو ځكه بايد ددغه عناصرورول په دولت كي كمزوري او پرځاي يي دوطندوستو او متخصصو افغانانو

موقف پياوړي كړو•په دي باره كي زموږوړانديزدادي چي دنړيوالي ټولني په مرسته دي دافغانانو دبيلوبيلوگوندونو

سازمانونو اوسياسي شخصيتو نو ترمنځ دوا مداره اړيكي ټينگي سي ، غو نډي او ملا قا تونه دي ترسره سي څوپه نتيجه كي يي دواحد هدف لرونكي گوندونه ،سازمانونه اومستقل شخصيتونه په يوه واحد سراسري سازمان كي سره

راټول اوهغه كړي چي په هدفونوكي يي لږتوپيرونه موجودوي ،دهغوي ترمنځ مشترك ټكي پيدااودهغوټكو پراساس

په يوه جبه كي سره راټول او واحد سي • چي دغه كار به  په  هيواد  كي يو قوي فرانټ منځته راوړي اوددولت په رهبري كولو ،ددولت دمقدسو هدفونو په پلي كولو ،دجنتايتونو په كمولو ،دقوانينوپه تطبيقولو اوددولت په دننه كي د

اداري فساد دكمولوپه لاره كي به ډيرموثرتمام سي اوهم به د راتلونكو پارلماني ټاكنوله پاره په مشتركوهڅووكولاي

سوچي يوگټورنماينده پارلمان منځته راوړو•ددولت ددروگونوقواؤ(اجرائيه،عدليه اومقننه)اوولسمشرترمنځ په چارو

كي هماهنگي اوگډكاردهيواد پر مختگ ډيرآسانه كوي خومتأسفانه چي اوس دغه هماهنگي و جود نه لري او زموږ

دغه پورتني پيشنهاد كه عملي سي نوديوه هدفمند پارلمان پرلوربه ستراقدام وي•موږپه داسي حال كي چي دنړيوالي

ټولني اوسني موجوديت په افغانستان كي دافغانانو له پاره ددوي دهيواد دآزادي اوپرمختگ پرلوريوطلايي چانس او

غوره موقع بولو ،نوځكه بايد په خپلو منځوكي دواحد عمل په منظورواحد سازمان ايجاد كړو ،ترڅووكولاي سوچي

دبين المللي تروريزم انسان وژونكي څپي په خپل هيواد كي ړنگي اودخپل ټاټوبي دآزادي ، ديموكراسي اوپرمختگ

له پاره د نړيواله ټو لني په مرسته لازم  پرمختگونه او بريا وي ترلاسه كړي ، اونړيواله  ټولنه هم ددي له پاره چي د تروريزم پر ضد په مبارزه كي بريا ليتوبونه ورسيږي اوهم يي خپل هيوا دونه د تروريزم دراتلونكوخطرونو څخه خلاصون ومومي ،په افغانستان كي بايد دافغانانو مؤثره همكاري ترلاسه كړي ،البته دهغو افغانانو همكاري ،چي په سوله ،دموكراسي اوپرمختگ كي گټي ولري.هغوي چي په جگړه ،ناآرامي ،بي قانوني ،بي نظمي اوزورواكي كي خپلي گټي لټوي ،دافغانستان خلگو اونړيوالي ټولني ته كومه گټه نسي رسولاي .نوځكه بيا هم تأكيد كؤچي دوطنپالو كړيوسراسري اتحاد بايد تأ مين اودپرمختگ پرلوركار ځيني واخيستل سي .ځيني كسان كوښښ كوي چي په هيواد كي قومي ، ژبني ،سمتي او مذهبي اختلافونو ته لمن ووهي چي ددوي دغه هڅي دهيواد دبقااوپرمختگ په لاره كي سترخنډونه رامنځته كوي اوهم دهغوي دغه عمل د افغانستان داساسي قانون د (35) مادي دپنځمي فقري دحكم سره په تضاد كي دي چي وايي ؛گوند (( دقوم ،سيمي ،ژبي او فقهي مذهب پراساس نسي تشكليداي )) .نوبايد ددغه ډول

هڅو جدي مخنيوي وسي .امادقومونودځينو هيوادپالو مشرانو فعاليتونه چي دتروريزم پرضداودهيواددعالي گټوله پاره يي كوي ډيرگټوربولو.په افغانستان كي دري سترقوتونه موجوددي،چي په مشتركه كوښښونوسره دهيواد ټولي

نيمگړتياوي اومشكلات حلولاي سي .لكه قومي مشران ،ديني عالمان اوروشنفكران .په افغانستان كي ځينوپخوانيو

دولتونوروشنفكرانوته ډيررول وركاوه ،خوبرعكس،روحانيونواوقومي مشرانوته يي كم اهميت وركاوه،هغه دولتونه

د ما تي سره مخا مخ سوه.ځينو دو لتونوچي يوازي يي پرد يني عا لمانو تكيه درلودل ، هم يي هيوا د ته گټه نسواي رسولاي .

اوس بايد ددي دريوډلو په مشتركوكوښښونوهيوادودان كړواو دهغوي ترمنځ يوواحد ملي ،سراسري گوند اوسازمان

 منځته راسي چي ټوله بشپړاورغنده رول د افغانستان په پرمختگ كي ادا كړي .زموږيل وړانديزدادي چي لومړي دي دنموني په توگه دهيواد په يوه ولايت يا سيمه كي دغه اتحاد تأمين او بيا دي دهغه ولايت ددولتي چاروپه پرمخ بيولوكي كارځيني واخستل شي .ددغسي نمونوي اداري جوړول به يقيناً په هغه سيمه كي دتروريزم ،اداري فساداو

نوروجرايموپرضد ډيره ښه نتيجه وركړي اوهم به دهيواد دبياجوړولواونوروچاروپه پرمختگ كي زيات مؤثرتمام

سي .ځيني په افغانستان كي ترهرڅه دتروريزم خطرزيات بولي او دوهم تهد يددمخدره موادوكراو قاچاق گڼي چي د تروريزم له پاره مالي وجوهات برابروي اودريم تهديداداري فسادبولي،خوموږپه اوسني حالت كي برعكس اداري

فسادترټولوسترتهديدگڼو،ځكه دغه فسادتروريزم اودمخدره موادوكراوقاچاق ته نوي وينه وركوي اوقوت وربخښي.

شعوري طالبان زموږپه هيواد كي دومره ډيرشميراو قوت نه لري .يوازي اويوازي د بي كفايته دولتي مامورينو او په تيره بيا دوسله والو قومندانانو دظلم ،زوراودهغوي څخه دنفرت په نتيجه كي دطالبانو صفونه هره ورځ پيا وړي كيږي .پخواچي دجهادي ډ لوحا كميت ووهغوي د خپلوناوړواعمالوپه نتيجه كي ټول ؤلس دځان څخه بيگانه كړكله چي طالبان راڅرگندسول نويي ديوه ښه بديل په توگه خوښ اوحمايه كړل.اوس هم دزورواكانو اوتنظيمونوپه برخه

كي هماغه پخواني نفرت موجوددي.بايد هڅه وسي چي دولتي واكمنان په خلگوكي محبوب اوخدمتگاره عناصروټاكل

سي.په چاروكي لياقت ،تخصص،تجربه دموجوده پاليسي سره همعقيده والي ،پاكي اوهيوادپالنه هغه عوامل دي چي

دچارواكو په ټاكلواونصبولوكي بايد ستر اهميت ولري .بياهم زموږدوړانديز په اړوند كه اتحادونه اووحدتونه تأمين

سي ، دولت به دوړاوماهركدرله مخي له ا حتياج څخه خلاص سي .دتروريزم پرصدجگړه چي يوه مقدسه د نده ده دنړي او اقغانستان له پاره .نوبايد دبري له پاره يي په ډيره ماهرانه توگه هراړخيزي هڅي اوتلاښونه ترسره سي ، چي خداي مكړه ددي جگړي بايلل به افغانستان اوټولي نړي ته يو ستر مصيبت منځته راوړي .افغانان اوټوله نړي باورلري چي دتروريزم اصلي ريښي دهيواد څخه په بهر (پاكستان) كي دي .نوبايد دهغه دريښودقطع كولو له پاره پرپاكستان په تيره پرآي ايس آي،اونظامي كړيو ډيرفشارولويږي چي په دي لاره كي دبين المللي ټولني سره رښتني همكاري ترسره كړي اواوسني منتخب حكومت يي بايدزيات تشويق اوترغيب سي چي دبهرنيوتروريستانواوافراطي

مذهبي افغانانوځالي په همغه هيواد كي له منځه يوسي .

دهيواد په دننه كي دتروريزم پرضد جگړه بايد په څوبرخو كي پرمخ يووړل سي.

 1- دجگړي پر ضد ،دتروريستانو اوهرډول جگړه مارانوپرضد ،دهيواد ارضي تماميت ، استقلال اودموكراسي د

تأ مين له پاره يوقوي اوباوري سنگر(ملي فوځ) جوړ،تربيه او په عصري جگړه ايزووسايلو يي سمبال كړي .دښه

معيشيت له پاره ښه امتيازات وركول سي اوهم دفوځ په دننه كي دعسكري نظم اوتعليم ؤتربيي رول ته زيات اهميت

وركول سي .په هره پيمانه چي په وسله والو قوتونوكي عسكري تعليمات نامه حاكمه اونظم برقراره وي په هم هغه اندازه يي مؤثريت زياتيږي .

2- دوسله والو قوتونو دبيلوبيلوبرخوترمنځ بايد پوره هماهنگي ايجادسي ،يعني ملي اردواو پوليس بايد پوره هماهنگي اوگډتفاهم ولري اوهمداډول د استخباراتومركزونه هم با يد د پوليسواوملي اردوسره په همدي هماهنگي كي ستره ونډه واخلي .

3- د آيساف او ايتلاف د قو تونوترمنځ هم بايد د گډ تفاهم اوهماهنگي له پاره بين المللي ټولني زيات اومؤثرا قدا مات ترسره كړي .

4- دنړيوالووسله والواوافغاني قوتونوترمنځ په ټولو جنگي عملياتو كي بايد بشپړه هماهنگي وجودولري.داچي افغاني

قوتونه د منطقي اوخلگوڅخه بشپړه پيژندنه لري نوبايدزياته هڅه وسي چي اكثره عمليات دهغوي په ابتكاراو مخكښي

سرته ورسيږي چي داكاربه دهغوي په عملي تربيه كولوكي هم ډيرمؤثرتمام سي .

5- ملي اردواوپوليسوته بايدپخواني تربيه سوي مسلكي افسران جلب اوكارځيني واخستل سي .

6- هغه افسران چي په جهادي ډلو پوري تړاولري با يد لومړي خپل دغه تړاود نوموړوډلوسره قطع اوبيادټول ملت له پاره په وسله وال فوځ كي خدمت وكړي اودعكسري نظم دمراعا تولو او دوضيعت اساس په سمولوسره مكلف سي . اوهم دټولي وسله والي قوي غيرگونديتوب ته زياته توجه وسي .

7- په جگړه كي ډيرزيات پرموثقواستخباراتي معلوماتوتكيه وسي ،غلت راپوروركونكي بايدمجازات سي .ځكه اكثره

خلگ دخپلوشخصي غرضونوپه خاطرغلط راپورونه استخباراتي مقامونوته وركوي .

8- دتروريستانو ،ځان وژونكو ،دهغوي دپناځايونو ،دهغوي دوسلودزيرمتنونودكشف اولاسته راوړني له پاره تشويقي

انعامونه اعلان سي .ځكه اكثره خلگ ددي ډول همكاريو سره بي علاقي دي،خوكه گټه پكښي ولري نوزياته همكاري

كولاي سي .دغه انعامونه اونقدي مكافات به ترهغه زيانونوډيرلږوي چي توريستان يي خلگو،دولت اوبهرنيودوستانو

ته وراړوي .چي دا كار به په جگړه كي موږبرياؤته ورنژدي كړي او خلگوته به د تروريزم پرضد په مبارزه كي يو

سترمشوق وي

د تروريزم دلمنځه وړلوله پاره يوازي جگړه هم بشپړه نتيجه نه وركوي بلكي دجگړي سره پراړخ سوله ايزي هڅي

هم بايد چټكي سي ترڅوهغه مرورافغانان چي لا تراوسه په شعوري اوآ گاها نه توگه د تروريزم په صفونوكي نه دي

تنظيم سوي ،دالقاعده اوطالبانوله صفونوڅخه راجلاكړو .په دي برخه كي لاندي اقدامات ضروري بولو :-

1- ترهرڅه دمخه بايد په هيواد كي اقتصادي كار وبار پيدا او دخلگو له پاره مشغوليت ايجاد سي جگړي ته اكثراًبي روزگاره اوبي عايده ځوانان ورځي 0نوپه دي لاره كي اساسي اوكليدي پروژي ايجادسي چي بيكاري له منځه يوسي

زموږ په اند ( دري ) عمده پروژي دي چي هم د هيوادپراقتصادي وضعيت ښه اثرښندي اوهم دبيكاري ډيره برخه له منځه وړي .

لومړي= دا چي افغا نستان يوزراعتي هيواد دي اواكثره نفوس يي په كرنه بوخت دي نوبايدددي بوختيادپياوړتياله پاره داوبوستر،متوسط اوسپك منابع هرڅه ژرتهيه سي.چي ددي لاري به اكثريت خلگوته دكارزمينه مساعده سي .

دوهم= د كاروبار دزياتيدو دوهمه منبع بريښناده چي درانه ، متوسط اوسپك صنا يع تقويه كوي اود صنايعوتقويه

مصروفيت ايجادوي .نوبايددهيوادبرقي كولوته ډيره زياته توجه وسي .

دريم= دلويولارودسړكونو جوړول او پخول هم ډيرمؤثرعمل دي چي له يوه پلوه مستقيماًپرامنيت تاثيرلري اودبله طرفه اقتصادي فعاليتونه چټكوي اومصروفيتونه ايجادوي .ددي دريوعمده پروژدپرمخبيولوپه لاره كي بايدنړيواله ټو لنه قابل ملاحظه مرستي وكړي .

2- دخدمتگاراونماينده دولت اوچارواكوټاكنه ډيره ضروري ده چي دخلگواومقاماتو ترمنځ ، لومړي ،باورايجادسي او

بيا دتفاهم له لاري مخالف قوتونه دسولي وبهيرته راو ستل سي . چي په دي لاره كي بيا هم دو طنپا لوافغانانو ترمنځ يوقوي اتحاد ،دغه غوښتنه ترسره كولاي سي . 

3- دوسلو دټولولوبهيربايدډيرگړندي اوجبري سي .

4- ديوداسي عدلي نظام دايجاد له پاره مؤثراقدامات وسي چي ترهرڅه لومړي يي قوانين دهيوادداوسنيوشرايطواونړي والي ټولني دغوښتنودپه نظركي نيولوسره سم،دسره تدوين ،دښه پرسونل روزل اودقوانينودترپښولاندي كولوپه صورت

كي هغوي ته دسختومجازاتو پيشبيني ته ډيره اړتياسته .ځكه ښه عد لي سستم د خلگو ډ يرباورجلبولاي سي .اوس چي

دغه نظام فاسددي نوډيرزيات نارضاﺌيت دهمدي نظام څخه موجوددي .هغوي مجرمين ،تروريستان ،اختطاف كونكي ، داړه ماران ،رشوت خوړونكي اونورقانون ماتونكي ديوڅوپيسوپه بدل كي خوشي كوي ،چي دي كارپه اولس كي ددولت

پرضد زياته بدبيني ايجادكړيده ،نوځكه بايد زياته توجه ورته وشي اودغه سستم د سره باسازي اونوي سي .كه پورتني ټكي په نظركي و نيول سي نو په نتيجه كي به يي د خلگو همكاري د دولت سره ډيره مؤثره اود د ښمن ليكي به په ډ يره محسوسه توگه كمزوري سي .دتروريزم پرضد په مبارزه كي دهيواد استخباراتي مؤسسوته زياته توجه ډيره ضروري

ده.زموږهيواد اوس د نړي د پرمختللوهيوادو په څيرد د موكراسي ټول اصول په خپل هيواد كي نسي تطبيقو لاي.ځكه

اوس په دي هيواد كي توپك او زور، دقانون پرځاي حاكميت لري ، ځكه نواستخباراتي تعقيب ته ډيره اړتياليدل كيږي .

چي بايد لومړي دهمدي موسسوپرسونل زيات ، امتيازات يي بشپړ، عصري استخباراتي وسايل ورته تهيه اوپه رهبري

كدرونوكي يي تثبيت سوي ، و طندوسته عناصرچي دهيواد د د ښمنانوسره كلك مخا لفت ولري ، وټاكل سي اوراپورور

كونكوته مكافات اومجازات په نظركي ونيول سي .

دريم :- سترمشكل چي افغانان اونړيواله ټولنه ورسره مخامخ ده ، هغه دمخدره موادوكرنه ، قاچاق اواستعمال دي ،چي

دي هيواد ته يي ډ يرسخت كړاؤ نه او مشكلات راوړي اوهم يي بين المللي څيره ورپكه كړيده . ددي له پاره چي زموږ

هيواد ددي سخت مصيبت څخه خلاصون ومومي بايد لاندي ټكوته پاملرنه وسي :

1-    د ترياكوكرنه يوغيرقانوني عمل دي .بايد بيله عوضه يي دكښتونوپه ماتولوكي دقانوني فشارڅخه كارواخيستل شي

2-    ټول سيمه ايزدولتي لوړپوړي چارواكي بايد د دولت له خوا مجبورسي چي په خپلواړوندسيموكي يي د كرني پرضد

جدي اوقاطع اقدامات ترسره كړي اوكه چيري كوم چارواكي په دي دنده كي پاتي راځي ،بايد دوظيفي گوښه اومجازات

سي .

3- دبديل كښت له پاره يي،دكروندگروسره مرستي وسي،دخاوري پيژندني اوكرنيزوناروغيوله پاره دتشخيص لابراتوا-

رونه ،زراعتي دواوي ،كيمياوي كود اواصلاح سوي تخمونه تهيه اوكروندگروته په عادلانه توگه وركول سي .

4- داوبواوبريښناتهيه كول دكرنيزبهيرپه پرمختگ كي ستررول لري اوبايدزياته توجه ورته وسي.

5- دمخدره موادوقاچاق كونكي بايدجدي تعقيب اوونيول سي .كه څه هم دولتي لوړپوړي چارواكي وي .

6- دمخدره موادودقاچاق پرضددپوليسواړوندځانگي بايد په مجربو،پاكواووطندوستوعناصرو ،عصري ،كشفي اوتعقيبي

وسايلواونوروضروري آلاتومجهزسي .

7- د قاچاق پرضد ،اطلاع وركونكوعاموخلگوته بايد نقدي مكافات په نظركي ونيول سي چي دا كاربه دهغوي د تشويق

سبب وگرځي اوقاچاقچيان به دډيرو مشكلاتوسره مخامخ كړي .

8- دمخدره موادوداستعمال پرضدهم بايدډيرجدي اوقانوني اقدامات ،دمحتادينواوهغوي ته دكارموندلوپه گډون ترسره سي .

دپورتنيوټولومواردوتطبيق په هيواد كي دترهگري پرضدډيره مرسته كولاي سي .خودغه موارديوازي اويوازي ديوه هيوادپا ل ،قوي غورځنگ په مرسته ترسره كيداي سي .دتوپك سالارانو ،داړه مارانو ،زورواكانو ،بي تخصصه اوبي مسلكه جهاديانوڅخه دهيواد دپرمختگ ،ترهگري پرضددگټورواقداماتوهيله بايد ونكړو .

اوس چي د هيواد دؤلس مشري او پارلماني ټاكنووخت رانژدي سوي دي ،بايد د اوس څخه لاس په كارسو چي د هيواد پالونكوترمنځ داتحادپه تأمين سره دراتلونكوټاكنوله پاره چمتووالي ونيسوڅودخلگوله پاره نماينده پارلمان منځته راوړو.

په پاي كي خپل پيشنهادونه داسي خلاصه كؤ :-

زموږپه گران هيوادافغانستان كي ډيرمشكلات سته چي زموږهيوادوال اونړيواله ټولنه يي په تشويش كي اچولي ده، خو

عمده يي لاندي دري دي :-

1_ تروريزم                   2_ اداري فساد                           3_ دمخدره موادو كراوقاچاق

موږاداري فساد فعلاًترټولومهم گڼو ،ځكه تروريزم اودمخدره موادوكر اوقاچاق ته هرگړي تازه وينه اونفس وركوي .

دتروريزم پرضدمبارزه بايدپه دووجهتوكي ترسره سي :-

1__ په بهرني جهت كي                                       2__ په كورني جهت كي

په كورني جهت كي هم دامبارزه بايد په دووبرخوكي ترسره سي :-

لومړي __د جگړي په برخه كي                        دوهم __ دخبرواترو،جرگو اواقتصادي فعاليتوپه برخه كي

لومړي :- دجگړي په برخه كي بايددافغاني وسله والوقواؤكمي اوكيفي پرمختگ ته زياته توجه وسي اوهم د ټولوقوتونو ترمنځ د هماهنگي له پاره كوښښ وسي چي هم افغاني قو تونه ترخپل منځ ،هم نړيوال اوافغاني قوتونه په خپلومنځو كي بشپړه هماهنگي ولري .

دټولوتوپك والاؤاوزورواكانوڅخه وسلي ټولي اوهغه ډلي اوگوندونه چي اوس هم وسله وال گروپونه لري ( بيله ډاره )

منحل ،اوڅوك چي دهيواد دنافذه قوانينوسركښي كوي محاكمي ته كش سي . اونورفعاليتونه چي قبلاً تشريح سويدي .

دوهم : دخبرواترو( جرگو )اواقتصادي فعاليتونو په برخه كي هم زياته توجه په كارده چي خلگ ددښمن دليكوپرځاي په اطميناني توگه خپل سوله ايزژوندپه قانوني توگه پرمخ بوزي .داقتصادي فعاليتونوپه برخه كي ددريومهموپرژوولورته زياته پاملرنه لازمي بولو (1)داوبوزيرمي (2)بريښنا(3)مواصلات .

دغه كليدي پروژي دي چي په نتيجه كي يي نوري په زرگو نووړي او لو يي توليدي دستگاوي منځته راځي او بشپړي اقتصادي بوختياوي منځته راولي اوپه نتيجه كي يي ددښمن ليكي كمزوروي .

داداري فساددله منځه وړلوله پاره لومړي ددولتي دستگاه څخه زورواكان ،بي كفايته اوپه اداري فساد ككړعناصر ليري اوپه بدل كي يي مسلكي ،وړ اوتجربه كاره عنا صرپه كار وگمارل سي . دولت بايد د ملي سراسري افغاني گوندله خوا رهبري او حمايه سي اودسراسري ملي گوند دمنځته راتلو له پاره دټولوموجوده هيوادپالوگوندونو ،مستقلوشخصيتونو ، ملي مشرانواو روحا نيونوترمنځ په دوا مداره توگه غو نډي او ليد ني كتني ترسره او په پا يله كي يي يومطلوب ، واحد سراسري گوند ايجادسي . د پارلماني اوؤلس مشري دراتلونكوټاكنوله پاره بايدله همدا اوسه فعاليتونه پيل سي او دهيواد  پالوپه يوه قوي اتحادبه دراتلونكوټول ټاكنوڅخه سمه اومطلوبه نتيجه ترلاسه سي .

د مخدره موادود كرني اوقاچاق پرضد بايد په هغو برخوكي چي ددولت حاكميت وي،مربوطه سيمه ايزچارواكي مجبور سي چي په خپلو ساحوكي يي كرنه له منځه يوسي اوكه نه ،نوپه خپله هم دوي دؤظيفوليري اومجازات سي . دقاچاق په برخه كي ټول هغه چارواكي چي په دي عمل كي لاس ليري دؤظيفو ليري اومجازات سي . همدا ډول د كرني په برخه كي د كروندگروسره د بديل كښت په برخه كي مرستي ترسره اود اوبو ، بريښنا ، زراعتي داوو ،اصلاح سووتخمونو ، سامان آلاتواونوروآسانتياووپه برابرولوكي مرستي ترسره سي . خوبياهم ددي ټولوچاروترسره كول كافي اندازه پاك اومسلكي كدرته اړتيا لري چي دهيواد پا لوگوند ونوپه يووالي سره همدامشكل حلولاي سواودزورواكانو ،بي مسلكه فاسد وچارواكو او مامورينوڅخه ځان اوهيواد ژغورلاي سو .

دآزاد ،واحد ،پرمختللي او ديموكرات افغانستان دجوړيدو په هيله !

د (افغاني هيواد پالو دسولي ږغ ) دكاروان دبرخه والوپه استازيتوب

كندهار___افغانستان

halimshamulzai@yahoo.com

« ســرپـاڼـه »