لمړۍ برخه

سميع الدين افغاني

١٤  -١٢  -  ٢٠٠٩

شين خالۍ

شين خالۍ چې همزولو او دکلي  اوسیدونکو ورته د نازه  شنو  خــطاب کوه ، مور او پلار يې هغه  په وړکتوب کې دتره ځوې زيړګل ته په نامـــــه کړې وه   ٠ زيړ ګل لا کـــوچنی وه چې مور اوپلار يې  په حق رســيدلې وه نو د زيړګل تـــره دهغه تعلم ، تـــربيه همدارنګه اعـــاشه اوروزنه کوله او هغه ته يې د اولاد په سترګو کتل چې په رښتيا سره زيړ ګل د مور او پلارنشتوا لی  کم احساسوه ٠

په شين خالۍ باندې هم زيړ ګل ډير ګران وه  او هغه ته بــــه يې د خپل  راتلونکو د خوشبختيو اميد او د ژوند شريک  په سترګو کتل ٠

زيړ ګل چې دشين خالۍ حسن ، صورت او کليوالۍ څيره هميشه په سترګو کې وه  ،دهغې په ليدو به د مينې ، محبت ، هيـــلو او ارمانو نو تنده  ماتوله  او هميشه به يې  دهغه تر خولې  داسې زمزه تر غوږو کيده ٠

څـــــه ښکلا څــــه نازونه یــــې دی

تور اوربـــــل شنــه خالونه یې دی

شين خالۍ په رښتيا هم طبعي ښکـــــلا لرله چې د کلي په خورلنډو  او د کلي د اوسيدونکو لپاره د مينې ،محبت او احترام نمونه وه ،دهغې ښکلې څيره ،تورې بادامي سترګې او دنازکتل په زيړګل خاص اثر اچوه چې بيا کله کله به يې د هغې په ليدو  د ځانه سره داسې زمزمه کوله  ٠ 

چې کتـــل کړي په ناز لکه حوره

ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره

شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی

تور اوربـــل شنه خالونه یې دی 

او کله کله به يې دا سې ویل٠

چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا

په زړګي مې د غشو ویشتل کا

جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي

تور اوربــل شنــه خالونه یې دي

د شين خالۍ په تندي ،زنې او اننګو کې ښکلي طبعي شنه خالونه وه ،که څه هم هغې ددې شنو خالو ارزښت دومره نه احساسوه خو دهغې جګې ونې او د شنوخالو ښکلا ځانله رنګ او خوند ورکړی وه چې زيړ ګل به هغه داسې اظهاروه٠ 

جګه ونـــــه شمشادیې قامت دی

ده مغروره شاهین یې صفت دی

نـــــاز ادا فـــــریـــــبونـــــه یې دی

تور اوربــل شنـه خالونه یې دی

او په اخر کې به ېې خپل د مينې سندره داسې ختموله ٠

افغاني حسن جوړ شنوخالودی

چې یې وړی زړګی په پلمو دی

پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي

تور اوربــــل  شنه خالونه یې دي

زما هم چه د زيړګل زمزمو ته  پام وه او د زړه په غوږو مې اوريدلي د هغه ټولې زمزمې راټولې او د لاندې شعر په څير مې پيل او زيړګل ته ډالۍ کړې ٠

 شين خالۍ 

څـــــه ښکلا څــــه نازونه یــــې دی

تور اوربـــــل شنــه خالونه یې دی

  

جګه ونـــــه شمشادیې قامت دی

ده مغروره شاهین یې صفت دی

نـــــاز ادا فـــــریـــــبونـــــه یې دی

تور اوربــل شنـه خالونه یې دی

 

چې کتل کړي په  ناز لکه  حوره

ښکلی مـــــخ یې ځلـــیږی له نوره

شوخ نـــــظر ســترګکونه یې دی

تور اوربـــل شنه خالونه یې دی

 

چې لـــه ورایه په ناز ناز کتل کا

په زړګي مې د غشو ویشتل کا

جـــــــادوګـــــــر منترونه یې دي

تور اوربــل شنه خالونه یې دي

 

افغاني حسن جوړ شنوخالودی

چې یې وړی زړګی په پلمو دی

پراتـــــــه زړه کې غمونه یې دي

تور اوربــــل  شنه خالونه یې دي

 

*********

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

 دوهمه برخه

سميع الدين افغاني

١٩  -١٢  -  ٢٠٠٩

 

شين خالۍ 

شين خالۍته دشنو نوم په اوله کې دومره په زړه پورې نه ؤ ،خوهغه پدې پوهيده چې کليوال هغه د نازه پدې نوم يادوي نو چې کله کله به زيړګـل ورته دشنوخطاب کاوه هغـــې به د زيړګل په اوازکې د مينې او مـــحبت احساس کاوه ٠شين خـــالۍ دموراوپـــــلاريواځيـــنۍ لـــــور وه چـې هــغه يې ډيره نازوله اوطبعې پسې به یې ګرزيدل ٠
هغې دکليوالي سينګارسره خاصه علاقه وه همداچې بنجاره به دکلي په کوڅوکې په ناروسرشونو مور ته به یې په خواږه اواز کې ويل٠
مورې بنجاري ماما راغلی دی او د مورڅخه به ېې دبنجاره نه د اخیستلو پيسی تر لاسه او دکلي د نورو همزولو سره یوځای د بنجاري مـــــامـــــا نه دسينګار شيان رانيول ٠
شين خالۍ د بنجاري مـــــامـــــا نه چارګل ، پازيب ، سیـــــخکونه، دنداسه، عطرونه او د کليوالي هرډول دسينګار شيان خوښول او مورته به یې داسې زمزمه کوله٠

 


مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی


په رښتيا هم چې کله به شين خالۍ پـه کلي کــې تېـــريده نوخوشبويي به د کلي په کوڅو کې ترې په ګډاو ه ، رنګ رنګ سيخکونه يې په اوربل قطار،سترګې په کجلو تورې او د پايزېبو شرنګهار يې د لرې اوريدل کيده ٠ چې هغې به د بنجاري په راتــــګ دمور نه د پيـــسودترلاسه کولو لپاره داسې بهانې کولې٠

مورې پیسې راکه چې پایزیب مې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه په اوربـــل مې هوسیږي
عطر شام پاریـــــس مې په دمـــــاغ ډیر ښه لګیږي
نقدی پیسې نـه وی ماما پور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی


شين خالۍ په کليوالي سينګارکې د کــــلي د نــورو خــــورلنـــډو څخه مخکې وه ، د هغې به هميش لاسونه په نګريزوسره وه،ښکلې نتکۍ به يې په سپينه ټــــنده بــليده او د سرو زرو چارګل به يې په پوزې ګرزاوه،د هغې به هميشه په دنداسې شونډې سرې او غاښونه سپين وه اوله ډير ذوقه مورته داسې ويل ٠


اخـــــلم دنداسه چـــــې دنداسه مې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځم نو اشنامې خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږی
سرو زروچـــارګل ماما پـه برجب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی


شين خـــالۍبه دمـــور او هـــــمزولـــــو سره د زړه راز او هيلې داسې شریکولې ٠


ځان چې مې سینګارکړه بیانوځـمه دګدر په لور
مورې دهـــــمزولـــــوسره نـــن دمـــــازدیګرپه لور
ډیربـــــه شم خوشحاله چــې دیارشم دنظر په لور
اچوم ټکریــــی چې افغاني کلتورمو ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلي دی


زما کلیوالي شعر چـــې ددې  پاکې اوسپیڅلې کلیوالي مینې او ورځنـــۍ کړو وړو  څخه ېې الهام اخیستی دی د زيړګل اوشین خالۍ دساده اوبی الایشه ژوندپه ویاړ جوړ او د وطن خوږ ژبي سندر غاړي   ښاغلي طــــاهر شباب ته  وسپاره  چې ښاغلي شباب بـيا د هغه  په ښکـــلي غږ او کمپوز کې داسې ښکلی سندره ترې جوړه کړه چې  زموږ د هيواد والو دتوجو وړګرزيدلې ده ، ددې شعر بشپړ متن  تا سی درنو لوستونکوته په لاندی ډول  ډالۍ کوم:

بنجاره ماما
نورشیان یې ډیردي داپایزیب یې څومره ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی


مورنه پیسې غواړي چې پایزیب یې ډیرخوښیږي
رنګ رنګ سیـــــخکونه پــــه اوربـــل یې هوسیږي
عطرشام پاریـــــس یې په دمـــــاغ ډیــر ښه لګیږي
نقدی پیسې نه وی ماما پــــور پـــــه ځان منلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی


اخـــــلي دنداسه چـــــې دنداسه یې ډیر خوښیږي
سری شونډی چې ګرځي نو اشنا یی خوشحالیږي
تورې تورې سترګـــــې پــــه کجلو ښه ښکاریږي
سرو زروچــــارګل ماماپـه برجیب کې ساتلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی


ځان چې یې سینګارکړه بیانوځي نوردګدرپه لور
مورې د هـــــمزولـــــو سره نـــن دمـــــازدیګر په لور
ډیربه شي خـــــوشحاله چــې دیــارشي دنظر په لور
اچوی ټکریې چــــې افغاني کلتور یـې ښکلی دی
مورې بنجاره مـــــامـــــا راغلی دی

درنو لوستونکو ، دا ښکلې سندره په لاندې پته اوريدلی شۍ ٠

 

http://www.youtube.com/watch?v=-awFjUWLWLw

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ   

 دريمه برخه

سميع الدين افغاني

٢٢  -١٢  -  ٢٠٠٩

شين خالۍ

د شين خالۍپلاردکورترڅنګ  يــوه ښکلې بـــڼ جـوړ کړی ؤچــي دکــلي دلوېې بيــالې څخه ېې يوه وړه بياله ورته  ويستلـې وه کوم چې دهغې نه به ېې د بــڼ  دحاصـلاتودخړوبولولپاره استفاده کوله اوهمدارنګه دباغـچې په مينځ کې ېې دابــوپکی درولــې وه کـوم چـې ددې بيــــالې په اوبوڅرخيده

چې دهغه  د پاسه ېئ داغزو کوټنی جوړه وه نو چې کله به يې  داغزوپه کوټنی اوبه وشيندلې، پکي   به مرتوبه اوتازه  هواهرې خوا شـړله چې په اوړي او ګـرمۍ کې د ناستی اودګرميوڅخه دخلاصون  مناسب  ځای ګڼل کيده ٠

په  بـــڼ کې رنګارنګ ګلان لکه سره او سپين ګلاب ، نرګس ، شبو ،رامبيل ، چمبېلي، کشمالې او نورو ښايسته ګــــلانوسر بيره ترکارۍلـکه تــــور بادنجان ، بينډۍ ، رومي بادنچان ، پالک ،  ملۍ ،نوش پياز ، ترائي او ډير نورمختلف حـبوبات او د کور ضــــرريات کـــرل چې زيړګل به دهـغو څخه  څارنه کوله ٠

زېړ ګل ددرس او تعليم تر څنګ د تره سره د کرنې او مالـدارۍ په برخه کې پوره لاس ورکاوه ، هغه چې کله بــه د ښوونځۍ څخه فــارغ شونـــوځمکودخــــړوبولـــو او دڅارويــو په روځنې بـه  بوخت ؤ  ٠

زيړ ګل د زميندارۍ په بـــرخه کې د تره سره اوږه په اوږه کار کوه  ، د مځکې په اړولولکه ماله ، قلبه او ابولګولو کې ېې  دبــزګر سره مرسته کوله ٠

شين خالۍ چې پـه خپل سينګار مينه وه يو ورځ زيړګل ته چـــې د باغچې په سمبالو بوخت وه داسې وويل٠

زيړګله ديره مده وشوه چه د بنجاري پته نه لږېږي  ٠

زيړ ګل چې په باغچې کې په خپل کار بوخت  ؤ  شين خالۍته ېې  وکتل او بيرته په خپل کار بوخت  او په جواب کې ورته وويل ٠

 بيا د ې دکوم سينګار شوق په سر کې راغلی دی  ٠

شین خالۍ په جواب کې ورته وويل٠

  ته نه ګورې چې ليچې مې تشی  دی او زه د زرګر ددوکان نه د نو جامو لپاره پاولي غواړم  ٠

زيړ ګل سر ورته وښوروه او ورته يې وويل٠

سمه ده سبا له خيره د مور نه دی اجازه اخلم د زرګـــر دوکان له دی بيايم او بيرته په خپل کار بوخت شو ٠

زيړ ګل ته د شين خالې د ا هيله ډيره خوندوره وبریښیده او له ځانه سره ېې داسې زمزمه کوله ٠

مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان

خیــــالي پــــاولــــي غـــواړي 

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي

لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

 

سبا کله چې زيړ ګل د ښوونځی  څخه راستون شو نو دشين خالۍ پلار د روغبړ نه وروسته  ورته داسی ويل٠

زيړګله ځويه  !

زه د يو ضرور کار لپار ه ښار ته روان يم او نن ځموږ د اوبو وار دی هيله ده چې د بزګر سره د ابو په لګولو کې مرسته وکړې او پام دې وې چې څاروی هم درنه وګي يا تږي پاته نشې ٠

زيړګل چې د شین خالۍ سره د زرګر ددوکان وعده کړې وه او دبلې خوا د تره دخبری نه تيريدل هم ورته ګر انه وه  په جواب کې ورته ويل ٠

سمه ده تاسو بيغمه اوسې  زه کارونه سمبالوم ٠

شين خالۍ چې د پلار او زيړ ګل خبری واوريدې خوا بدی بیرته د کلا انګړ ته ننوتله زيړ ګل د شين خالې په ټنډه پوه شو ورسته  ېې ورته وويل٠

 شين خالۍ ته  مروريږه مه، سبا به له خيره وخته تا د زرګر دوکان له بيايم ٠ 

کله چې ماښام زيړ ګل د کارو څخه فارغ شو نو د کاکا ناوې نه  چې زیړ ګل  به دمور مينه پری ماتوله دسباورخې دشين خالۍ دزرګرددوکان  دتګ اجازه واخيسته اوسبا دواړه د زرګر دوکان په لورې روان شول چې په لاره کې زيړ ګل د ځانه سره داسې زمزمه کوله ٠ 

اشــــنا  ځما نه مرورده

د لاس بنګړی می خوږ اشنا په  بی صبری غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي

لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي 

نو کله چې دزرګر دوکان ته ورسیدل نو زيړګل زرګرته داسې اظهار وکړ ٠ 

زرګره نقد ی روپی واخله

مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل  مرزی غواړی 

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي

لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي 

ورسته بيا  زيړګل په ډیره مينه داسې زمزمه کوله ٠ 

بنګړی دیارپه لاس کی خوند کړی

په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي

لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي 

ما هم د زيړګل د زړه خبری د شعر په ژبه پيل او محترم صدیق شباب ته د يو ښکلې کمپوز لپاره ورکړ چې نن سبا به داښکلې کمپوز زموږ د هيوادوالو د توجه وړ وګرزي چې شعر ېې په لاندې ډول دی ٠

شنه بنګړی

مــــانــــه د زرګــــر د دوکــــان

خیــــالــــی پــــاولــی غواړی 

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي

لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

اشنا  ځما نه مرور ده

د لاس بنګړی می خوږ اشنا په  بی صبری غواړی

سپینی لیــــچی تشی ګــــرزی

لیلا ځمانه شنه بنګړی غواړی 

زرګره نقد ی روپی واخله

مانه اشنا د لاس بنګړی په خپل  مرزی غواړی 

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي

لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي 

بنګړی د یار په لاس کی خوند کړی

په سپین مړوند د بڼګړو شرنګ ښکلی ځوانی غواړی

سپینی لیـــڅې تشــــې ګرځي

لیلاځمانه شنه بنګړي غواړي

 

*** ****** ***

سميع الدين افغاني

 ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 څلورمه برخه

سميع الدين افغاني

جنوري   ٢٠١٠  کال

شين خالۍ 

زيړګل چې د شين خالۍپه کــــليوالې حســــن اوسينګار زړه بايللی وه ، تل به يې د هغې په مينه کې کله کله ښکلې شعــــرونه  اوپه زړه پورې کمپوزونه جوړول ،خوږې سندرې به يې زمزمه کولې اوښه شاعرانه طبعه ېې درلوده ، هغــــه د ټنګ ټکــــور  سره ځانګــــړې مينه درلوده او دموسقي د آ لاتو په غږولو کې يې خاص مهارت درلود، ډير خوږ رباب او ستار  ېې غږ اوه او په زړه پورې بګتۍ ، لوبې ، چار بيتې او غزلونه يې کمپوز کړې  وې نو تــــل به  په خوښــــیو ، اخــــترونو، نوی کال او دکلي په ښاديو کې ځوانان په حجره کې راټولیـــدل او د ټنګ ټکور او خوښي مراسم بــــه اجرا کيده ، زيړ ګل به ستار غږ اوه او د کلي د ناېي ځوی  مــــيراجاني بــه د منګي او کاسې څخه داسې خوږ اواز پــورته کــــاوه چې شاو خوا د کلي ځوانان او د ساز   او   آ واز مينه والو به ښه خوند ترې اخيست٠

د زيړګل  سندرې د هغه دزړه سندرې وې هـمدا وجه وه چې د هغه د ســــندرو مينه وال نه تنها د کلي اوسيدونکي بلکې په  سيمې کې د زيړګل د نامه سره خلکو پیژند ګلوۍ لرله٠

زیړګل به کله کله لکه ګلا جان استاد امــسا په لاس کړه  دستاراو  منګي سره به يې داسې ښياسته لوبې ، بګتۍ  او دګلا جان استاد پيښې  کـــولې چې په رښتيا بـــه دټنګ ټکور نه ورسته د کليوالو روحيه  بله او دخوښې احساس به د کلي په اوسيدونکو کې تر سترګو کيده ٠

شین خالۍ هم د زيړګل په مينه مسته او دزيړګل د پام او نظرد جلبولو لپاره خپل کليوالي سينګار ته خاصه پاملرنه لرله ،هغې دلښته په شان جــــګه ونه او د کوترې په شـــان د پنجو په څوکه تګ  او رفتار در لود چې زیړګل به کله کله داسې ويل ٠

د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتله شين خالۍ

لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

زيړګل چې دشين خالۍ دلارې تګ او دهغې کليوالې سینګار او نزاکتونوتراغيزې لاندی راغلی  وه، خپل د سترګو ليدلی  حال د اسې اظهار وه ٠ 

د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې

په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې

په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې

په هر قدم کې لکه لښته ماتیده شين خالۍ

لکه کــــوتره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

شين خالۍ به تل د خپلو همزولو سره ګدر ته تله او کورته به ېې د چښاک پاکې   اوبه راوړلې نو چې کله به د اوبو راوړلو څخه فارغه شوه ،بيا به د خپلو خور لنډو سره په چکر شوه چې زيړګل به داسې زمزمه کوله ٠

خپلو هــــمزولو  سره وتـــې په چکروه نه

ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیګر وه نه

د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنر وه نه

د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیده شين خالۍ

لکه کوتــــره مې د ورایه ولــیده شين خالۍ

او په اخره کې زيړګل د خپلې مينې سندره داسې ختموله ٠

یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه

پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه

دا خوشبویي  چې په ګډا ترې د سنبل وه نه

په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریده شين خالۍ

لکه کوتــــره مې د ورایـــه ولـــیده شــــين خالۍ

ما هم د زيړ ګل د مينې ، ژوند ، هيلو او ارمانونو احساس راټول او په لاندينې سندريز شعری بڼه کې  تاسو د شعر او ادب مينه والو ته ډالې کوم ٠

کلیواله جلۍ

د کلی مینځ کې دپنجو په څوکوتلله جلۍ

لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ

  

د سیخکوکتار یـــې جوړ وه د اوربلـه ځینې

په یو نــــظریی زړګی ویوړه د ګــوګله ځینې

په سرومنګلو یې لاس تیرکړه دکاکله ځینې

په هر قدم کې لکه لښته ماتیدله جلۍ

لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ

 

خپلو هــــمزولو  سره وتـــې په چکروه نه

ښکلی موسم دپسرلي او مـــازیګر وه نه

د پلو لاندې پــــټ کاتــــه یې په هنر وه نه

د نجنومینځ کې لکه شمعه بلیدله جلۍ

لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ

 

یو یې په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه

پــــه جګــــه پوزه د چارګل یې جلوبل وه نه

دا خوشبویي  چې په ګډا ترې د سنبل وه نه

په افغاني لباس کې ښکلې ښکاریدله جلۍ

لکــــه کــــوتــــره مې د ورایه ولیدله جلۍ

------------------------------------------

سمیع الدین افغانی

۷/۱/۲۰۰۸

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

پنځمه برخه

سميع الدين افغاني

٢٤  -١  -  ٢٠١٠

شين خالۍ

زيړګل د شين خالۍ په پاکه مينه ډير خوشـــــاله   او هغې ته ېـــــې دخپل راتلونکې ژوند د ترخو او

خوږوشيبو د شریکې په سترګو کتل او پدې فکر کې وه چی څنګه د واده سرشته ونيسې او خپله معامله راټوله  او خپله کوژدنه په خپل کاله کړې ٠

   که څه هم څو وارې زيړګل دا خبره د شين خالۍ د مـور  سره شريکه کړې وه ،خو د هغې  څخه ېې  داسې جواب تر لاسه کړی وه ٠

زړګله  زويه ٠

مور او پلار دې خدای وبښه ، ته پوهيږې چې شين خالې هغوۍ تاته په وړکتوب کې  په نامه کړې وه ،اوس شين خالۍ ستا امانت دی زه او اکادې په دې برخه کې کومه ستونزه نلروخو خبره داده چې ٠

زيړ ګل دشين خالۍ مور ته مخ راواړوه اورته ېې وويل ٠

نو څه خبره ده کاکا ناوې؟

دشين خالۍ مورخپلوخبرو ته داسې ادامه ورکړه ٠

ګوره زيړ ګله ځويه،  ته پدې پوهيږي چې ته دې په اکا اوپه موږ ډير ګران ېې ، موږ نارينه اولاد نلرو او موږ ته  د اولاد حیثيت لرې ، موږ دا هيله لرو چې ته د پوهې او تعليم خاوند شې اوکله چې درسو نه فارغ شوې که د خدای رضا وه بيا به د واده سرشته درته ونـــيسو، ته پدی برخه کې هيڅ تشويش مکوه او خپلو درسو ته دې پام ونيسه چې په تعليم کې د همزولو نه بيرته  پاته نشې ٠

زيړګل ته هم د اکا فيصله ښه بريښیدلې وه او همدا وجه وه چې په ډيره ښه درجه ېې د دولسم ټولګې د فراغت شهادت نامه تر لاسه کړه ٠

کله چې زيړګل د دولسم ټولګې څخه فارغ شو، تـــــره يې دزيړ ګل فراغـــــت هغه ته مبارکې وويله او دلوی خدای شکرېې ادا کړ چې دهغه هيله کوم چې زيړ ګل دتـعلم او پوهې خاوند شې تر یو حده تر سره شوه ٠

د زيړ ګل پام   داوس لپاره ددرسنو څخه فارغ او د کروندګرۍ په کارونو مصروف وه ،خو سره لدې کله کله د کانکو دازموينې لپاره به ېې په خپل پخوانۍ درسونو مرور کاوه او د فراغت په وخت کې به د رياضي ، کميا معادلې له ځانه سره حلولې او دمکتب د دورې نور مضا مين ېې هم لوستل٠

څه مده ورسته  زيړ ګل خپل د ښوونځې د دوری همصنفیانو ته  په خپله حجره کې دميلمستيا بلنه  ور کړه ، د ښوونځۍ دوستانو  هريو دتعليم  ددورې خـــــپلې  خاطـرې خوږو او ترخو شيبو کيسې کولې او د ليسې د دورې  د فراغت څخه ېې خوښي څرګندوله  ٠

د دوۍ کيسې  او  د زړه خواله تر ناوخته دوام وکړ ، په اخر کې د زيړګل يو نژدې دوست د هغه سره داسې پوښتنه  شريکه کړه ٠

زيړګله ٠

څه تصميم لرې  په همدې تحصيل قناعت کوې يا که غواړې چې تحصيلاتو ته دې ادامه ورکړې ؟

زيړګل په جواب کې ورته وويل ٠

ډيرې موهمې مسلې ته مو اشاره ورکړه ، ماپدې برخه کې کوم قاطع تصميم ندې نيولې ځکه د لوړو زدکړو امکانات يوازې په لويو ښارو کې امکان شته ، خو په هـــــر صورت کـــــې  زه تصمیم لرم چې  د کانکور ازموينه ورکړم ، وګورم چې روزګار موږسره څه کوې دبلې خوا اکا مې هم دا نظر لرې چې زه بايد خپل تحصيلاتو ته ادامه ورکړم ٠

صرف يومشکل شته که چيرې زه دتحصيل لپاره مرکز ته لاړ شم دلته به دکورنې دسرپرستۍ مسله څنګه شې ، اکاته  هم هغه د ځوانې قوت ندی پاته د بلۍ خو د شين خالې څـــــخه لرې کيدل هم ګران دې ،په هر صورت يوځل د کانکور ازموينه ترسره شې وګورو چې قسمت او نصيب مـــو کوم لور ته بياېې  ا و څه راسره  کوې٠

شين خالۍهم د زيړګل د مساپر ي ترفداره  نه وه او د زيړګل دجداېې توان ېې په خپل وجود کې نه ليده ،هغې به  هميش د مور سره دا ويل ٠

زيړ ګل زموږ د کار سړی دې خدای دې ژوندی لرې تل د پلار سره د دخمکو او مالدارې په کارونو کې ښه مرسته کوې ، زموږ جوړ او ناجوړ ټول په هغه دي خداې دې د هغه سيوری لـــه موږد سره نه کموې ٠

زيړ ګل چې  د شين خالې په مينه  او انتظار کې شپې او ورځې تيرولې،  د هغه په ياد به ېې کله کله   د زړه د سوزه داسې  د مينې او محبت زمزمه کوله٠

راشــــه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم

ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت کې یار
ژوندشمـــــــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم

 زيړ ګل د خپلې پاکې مينې په برياليتوب متمئن وه او داسې به ېې ويل ٠

نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شـــــــــم قرار دې شم

ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبــــــــــــــه شمـه انـګار دې شم

هغه د خپلې پاکې مينې  او اخلاص  اظهار داسې  کاوه ٠

مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـــــه چې کاکل دې شــم سینګار دې شم

مینه د اخلاصـــــــــــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــــــــــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم

زيړګل چې د شين خالۍ جګه ونه ، هسکه غاړه اود پايزيب شرنګهار زړه وړی وه نو په اخر کې به ېې د خپل دمينې سندره داسې ختموله٠

هسکـــــــــه غاړه زیب لري امیــــــــــــل سره
راشــــــــه چې دسپینې غــــاړې هار دې شم

شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښــــــــه لګي
راشـه چې پایزیب دې شــم شرنګار دې شم

ما هم د زيړ ګل د مينې زمزمې راټولې او د لاندي شعر په چوکاټ کې پیل  او د وطن خوږ ژبې سندر غاړي محترم صديق شباب ته د کمپوز لپاره ورکړې،چې هغه هم په خپل خوږ  اواز او ښکلې انداز کې کمپوز کړي چې نن سبا بـــــــه د ګرانو هيوادوالو د توجــــــه وړ وګرځــــــې چې دا دی  هغه شعر ته د ستاسو  محترمولوستونکو توجه را ګرځوم ٠

راشه چې سپرلی دې شم

راشــــه چې سپرلی دې شـــم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم

ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت کې یار
ژوندشمـــــــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم

نه شتــــــــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشــــــه چې مرهم دې شـــــــــم قرار دې شم

ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبــــــــــــــه شمـه انـګار دې شم

مـــــــــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـــــه چې کاکل دې شــم سینګار دې شم

مینه د اخلاصـــــــــــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــــــــــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم

هسکـــــــــه غاړه زیب لري امیــــــــــــل سره
راشــــــــه چې دسپینې غــــاړې هار دې شم

شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښــــــــه لګي
راشـه چې پایزیب دې شــم شرنګار دې شم
***
سمیع الدین افغاني

 ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شپږمه برخه

سميع الدين افغاني

 فيبرال  ٢٠١٠ م کال

شين خالۍ

زيړګل  خپل د راتلونکي ژوندپه فکر کې ډوب اوکله کله به ېې له ځانه  سره ويل  چې انسانان د ژوند په مختلفو پړاوونو کــــې د مختلفو مسايلو، کړکیچونو او پرابــــلمونه سره مخامخ کيږې خو پوه او کاميابه خلک هغوۍ دي چې ددغو مسائلو ، مشــــکلاتو او مــــوانعــــو په مقابل کــــې د پوهــــې او  معقـوليت نه کار واخلې ، که چيرې انسان د ژوند پــــدې پړاونو کې  معــــقول دریځ او عملې ګامونه  اوچت  نه کړې بيا ورسته   هغه فرصت نه ورته  ميسريږې ٠

زيړګل پدې سوچونو کې دي نتجې ته رسيدلې وه  په هر ډول چـې وې خپل تحصیلاتو ته باید ادامه ورکړې، هغه د راتلونکې ژوند د خوشبختيو اساسې  لار په  تعليم او زده کړه  کې ليدله ،ا و دا ورته جوته شوې وه چې دلوړو لاسته راوړنولپاره بايد لوړو زدکړو ته ځان چمتو کړي ٠

څه مده ورسته  د هيواد په مرکز او ولاياتو کې د دولسم ټولــــګيو د فاريغينو د کانکور د ازموينې نيټه اعلان شوه ، زيړ ګل  هغه همصنفيانو ته کوم چې دازموينې د نـــيټې خبر  يې نه وه ترلاسه کړی    خبر ورکړاو د خپلونژدی دوستانو کوم چې د ازموينې لپاره ېــــې امادګې ښودله ،دا هيله وکړه چې يوځاې به د ازمــــوينې لپاره درسی پروګرام په مخ بيــــايي په هــــمدي اساس زيړګل خپلوملګرو ته  داسې  وړانديز وکړه چې دازمــــوينې تر نيټې پوري بــه هــــر ورز د سهــار د نه بجو نه بيا د غرمې تر دولس بجو پورې ددوۍ حجرې ته راشې او د ازمويــــنې په احتمالي پښتنو به ســــره په شريکه کار وکړي ٠

د زيړ ګل د ا په موقعي وړانديز  د ټولو د تايــــد او ملاتړ وړ وګرځيد او  هــــره ورځ به په هجره کې يو ځاې د  فزيک ، کيميا ،رياضې  معــــادلې حليدلــې او هــــمدارنــــګه د بيالوژي ، تاريخ ، جغرافيه ،  دينې اونورو مضامينو سوالونه بيرون نويس  او دهغو لپاره  ېې مناســــب جوابونه برابرول چې  په رښتيا  سره هم د دوۍ دا هلو ځلو ښې پايلې اولاسته راوړنې د دوۍ په برخه کړې ٠

زيړګل همداسې چې د طب مسلک خوښيده په ډيرعالي  نمرو همدې پوهنځې ته بريالې شو او نور ملګروېې  هم  د کارنکور آزموینه په بری پای تــــه ورسوله او د خپــــلو خوښې د پــــوهنځۍګانو په لستونو کــې خپل نومونه وليدل ،هغو يو بل ته يې د خپلو د زحماتواو لاسته راوړنو څخه  مبارکی وويله او دخوشحالۍ اظهار ېې کاوه ٠

زيړ ګل او د هغه ملګري په ډيره خوشحالې بيـرته خپــــلو کلو او بــــانــډو ته را ستانه شول او د خپلو برياو زيری ېې خپل دوستانو ، کليوالو او د کــورنيو غړوته ورکړ  ،هغوی هم ددوۍ لاسته راوړنې ولمانځلې او هغو ته ئې مبارکي وويله ٠

زيړګل  اوس د يو نوې حالت سره مواجه وه ،هغه پدې مسألې   فکر کاوه او پدې پوهيده چې د منظم درسونو د تعقيب لپاره هغه محصلين چې د ولاياتو نه کومو پوهنځــــيو تــــه د بريالــــتوب چانس تر لاسه کړې وې بايد د مربوطه پوهنځيو  د پوهنتونو نو په ليليه کې  ميــشت  شې  ، هغه پدې فکر کې وه چې ددې په تــــلوبه څوک د کورنې جنجالونــه حلوې او د هغوۍ جوړيا  نــــاجوړ ته ځان رسوي،په همدې چرتونوکې ډوب وه چې تره ېې ورته غږکړ ٠

زيړګله ځويه!

ته راځه چې څه ضروري خبرې درسره لرم ٠

زيړ ګل په بيړه ځان تره ته ورسوه  او بعد له سلامه یی  ورته وويل اکا څه مو ويل ؟

هغه په داسې حال کې چې  شين خالۍ او د هغــــه مور هم هلته نــــاسته وه زيړګل ته د سلام د ځوابه وروسته  داسې وويل ٠

زيړګله!

 هغه لږ څه غلی شو  بیا یې پـــه داسی حال کې چــــې خپلې میرمن او شیــــن خالۍ ته کتل  زيړ ګل ته داسی  وویل:

ته پدې پوهيږې چې په ژوند کې خوشبختي ، هوســــا او ارام ژوند په خپله سړي ته نه راځې ، د دې لپاره چې سړې خپل هدف ته ورسيږي لازمه ده مــــطلب ته درســــيدلو لپارکوشش وکړي او  زحمت وباسي ٠ زه ستاپه تشويش او مشکلاتوبانــــدې پوه يم ، ته زموږ لــــه خوا هيــــڅ تشويش مکوه ،ته اوس کوشش وکړه چې هوښيارطبيب درنه جوړشې ، زموږ په کلواو بانډوکې ډاکترته ډيرضرورت دی او ډاکتران پــــه ولسونو کې د عــــزت او اعتبــــار خاوندان دي ، پــــه موږ هم عــمر تير شوي اود ډاکتر ضرورت احساسوو ٠

دوهمه خبره داده چې د زميندارۍ کارونه بزګر په مخ بياېې بيا هــــم  ستاسو د تحصيل ځای دومره لرې ندې ،ته کولی شې د هفته په  رخصتيوکې کورته راشې ،او که بيا هم کوم مشکل وه بيا حتمي تا خبروو، زه فکر کوم زه اوس داسې مشکل نه وينم چې هغه دې ستا دتحصيل خنډ وګرځې ،زموږ مشوره تاته همدا ده چې ته دې بې له کومې انديښنې خپلو زدکړو ته ادامه ورکړې ٠

د شين خالۍ مور هم زيړګل ته ډاډ ورکړ او وته يې وويل ٠

زيړګله ځويه!   

 اکا دې رښتيا واېې ته هيڅ تشويش مکوه ته بـــايد زحمـــت وباسې چې تانه يو هوښيار طبیب جوړ شې ٠

زيړګل چې خپل تره او د هغه هرې فيصلې ته  په درنو سترګو کــتــــل ،تره ته يې په جواب کې وويل ٠

اکا څه چې ستاسو مشوره وې هغه ماته منظوره ده ٠

زيړ ګل د ځايه پاڅيد او شړی ئې تر ځان چارپيره کړه او د څارويو د راوستلو په تکل کې شو ، خوپه لار کې ئې د شين خالۍ نه د جدا کيدو فکرټکنی کړی وه ، د هغې څخه د جدائې تحمل ورته ګران وه خو هغه ته بله لار معقوله نه بريښيده ٠

شين خالۍته  م  د زيړګل بيلتون د تحمل وړ نه وه ،خو دپــــلار د فيصلې خـــلاف ېې هــم هغه نه شو ستنولی ،مجبوره وه دپلارفيصله  ومني او د  زيړګل دبيــــلتون د زعم اوحوصلې توا ن پيدا کړي٠

څو ورځې ورسته د پوهنتون د درسونو د پيل موقه راورسيده ، زيړګل او د هغه ملګري يوه ورځ د مخه بازارته لاړل ٠زيړ ګل دځان لپاره نوې جامې ،جمپرونه او نوې بوټان راونيول تر څودپوهنتون په ساحه کې ېې دنورومحصلينوسره  سيالي برابره وي،هــــمدارنګه ملګرويې هم دخپل  ضرورت

وړ شيان  راونيول  او د وعدې سره سم سبــــا د وخته د زيړ ګــــل دوۍ کره راغلل ، د زيړګل دوۍ په حجره کې نور دوستان او د کلې خلک هم د دوۍ  د مخه ښې په مقصد راټول شوې وه٠

د زيړګل دملګرو د رارسيدو سره سم د کلې اوسيدونکو،  سپين ګيرو اودوستانوېې هغوۍ ته د دوعا لاسونه اوچت او دلوی خدای له درباره څخه  هغو ته د صحت او کاميابۍ هيله وکړه ٠

د شين خالۍ مور هم هغوۍته ددوعا لاسونه پورته کړ او دخـــداې پامانې وروسته ېې رړنې اوبه د

ټوټکې په دود د هغوۍ پسې وشيندلې ٠

زيړ ګل او د هغه ملګرو خپل بيکونه ترغاړه او دولايــــت د مــــرکز په لوري روان او هلته په بس کې سپاره او ورسته  له دوه ساعته منزله  د پوهنتون مرکزې ليليې ته ورسيدل٠

دپوهنتون د ليليي په انګړ کې دمحصلينو دهستوګنې دخونــــو لست زړول شوې وه ،  هريو دخپل دهستوګنې خونه ،د لباس المارې او د خوب ځاې پيدا کړ او د نويو ملګرو سره ېې معرفت حاصل کړ ٠

زيړ ګل چې زما نژدې ملګری او د زړه د رازونو يار وه ،ورسته  له څو اونیو د هغه ليدلولپاره لاړم ، هغه چې به هميشه د خپل دشين خالۍ د پاکـــې مينې