دماشومانو او تنکيوځوانانو لپاره – ديني مالومات
ژباړونکی تېمورشاه يوسفزی – هرات
منبع : شراقي ، عبدالرحيم – بنک المعلومات
پوښتنه : جبرائیل عليه االسلام و رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته کوم ا لفاظ وویل ؟
ځواب : اِقْرَاْ (ووایه ) .
پوښتنه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ځواب کي څه ورته وویل؟.
ځواب : ویې ویل : مَااَنَابِقَارِءٍ ( یاني زه لوستونکی نه یم .)
پوښتنه : دفیل په کال ترټولومهمه پېښه کومه وه؟.
ځواب : دمحمدصلی الله علیه وسلم زوکړه .
پوښتنه : مسلمانانولومړی کوم هیوادته مهاجِرسول؟
ځواب : حبشې اوسنۍ اتوپیاته .
پوښتنه : محمدصلی الله علیه وسلم ترهجرت وروسته څوځلــــه حــــــــج وکړ؟
ځواب : یوځل .
پوښتنه : له مکې څخه مدینې ته دهجرت پرمهال رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په کوم غارکي پناه اخیتسې وه؟
ځواب : دثور په غارکي .
پوښتنه : جبرئیل (ع) په کال کي څوځله پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته قرآن کریم تکرارراوی؟
ځواب : په کال کي یو ځل اوهغه هم دروژې په میاشت کـــــي خودرسول الله صلی الله علیه وسلم دوفات په کال یې دوه ځله تکرارکړ.
پوښتنه : حجة الوداع په کوم کال کي و؟
ځواب : دهجرت په لسم کال کي .
پوښتنه : د ابو هریره رضی الله عنه نوم څه دی؟
ځواب : عبدالرحمن بن صخرالدوسي .
پوښتنه : صدیق دچالقب دی؟
ځواب : دلومړي خلیفه ابوبکررضی الله عنه .
پوښتنه : ترجمان القرآن دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟.
ځواب : دعبدالله بن عباس رضی الله عنهما.
پوښتنه : امین الامة دکوم صحابي رضی الله عنه لقب وو؟
ځواب : دابوعبیده عامربن الجراح رضی الله عنه .
پوښتنه: موذن رسول الله دچالقب دی؟
ځواب : دبلال بن رباح رضی الله عنه .
پوښتنه : (حواری الرسول) دچالقب دی؟
ځواب : دزبیربن العوام رضی الله عنه .
پوښتنه : ذی الجناحین دچا لقب دی؟
ځوا ب : دجعفر بن ابي طالب رضی الله – جعفرطیار .
پوښتنه : ذی النورین دچا لقب دی؟
ځواب :ددرېیم خلیفه عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : سیف الله المسلول دچالقب دی؟
ځواب : دخالدبن ولیدرضی الله عنه .
پوښتنه : فاروق دچالقب دی؟
ځواب : ددویم خلیفه عمربن الخطاب رضی الله عنه .
پوښتنه : له کوم صحابه څخه ملائکو شرم اوحیادرلوده؟
ځواب :له عثمان بن عفان رضی الله عنه .
پوښتنه : داحزاب په غزاکي خندق دکوم صحابي په مشوره وکيندل سو؟.
ځواب : دسلمان فارسي رضی الله عنه په مشوره .
پوښتنه : په سړوکي لومړی څوک مسلمان سو؟.
ځواب : ابوبکر صدیق رضی الله عنه .
پوښتنه : لومړی کومه ښځه مسلمانه سوه؟
ځواب : ام المؤمنین خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : درسول اکرم صلی الله علیه وسلم لومړۍ مېرمن څوک وه؟
ځواب : خدیجه بنت خویلدرضی الله عنها.
پوښتنه : حمزه رضی الله عنه په کومه غزاکي شهیدسو؟
ځواب : داحد په غزاکي .
پوښتنه : دبدن زکات څه شی دی؟
ځواب : روژه .
پوښتنه : د فجر په سورت کي د(لیال عشر) هدف څه دی؟.
ځواب : دذی الحجې لومړۍ لس شپې .
پوښتنه : په قرآن کریم کوم درې نفسونه ذکرسوي دي؟.
ځواب :
۱:- نفس اماره
۲:- نفس لوامه
۳:- نفس مطمئنه
پوښتنه : د (الله ) لفظ په قران شریف کي څوځله راغلی دی؟.
ځواب : ۹۸۰ ځله .
پوښتنه : کوم رسول دالله جل جلاله په امر بې پلاره له مورڅخه وزېږېد؟.
ځواب :- عیسی بن مریم علیه السلام .
پوښتنه : کوم رسول دالله جل جلاله په امربې پلاره او موره وزېږېد؟
ځواب : آدم علیه السلام .
پوښتنه : دانبیاؤاورسولانوتعدادڅودی؟
ځواب : ۱۲۴۰۰۰ زره چي ۳۱۵ پکي رسولان دي .
پوښتنه : دمحمدصلی الله علیه وسلم دآسونونومونه کوم دي؟
ځواب : السکب،ملاح،المرتجز،اللحیف،الظرب،العزاز اوالورد .
پوښتنه : دمعراج پـــــه شپــــــه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پرکوم حیوان سپور سو؟
ځواب : پربراق .
پوښتنه : هغه صحابي چي عمریې ترټولولږوواودبدرپه غزاکي شهید سوڅه نومېدی؟
ځواب : عمربن ابی وقاص چي (۱۶) کلن وو.
پوښتنه : په شپه اوورځ کي پرمسلمانانوټول څولمنځونه فرض دي؟.
ځواب : پنځه لمونځونه .
پوښتنه : دسهارفرض لمونځ څورکعته دي؟.
ځواب : دوه رکعته .
پوښتنه : کعبه مبارکه څومتره لوړه ده؟.
ځواب : ۱۵ متره .
پوښتنه : تشناب ته دننوتلودعاء کومه ده؟.
ځواب : بسم الله ، اَلَّلهُمَّ اِنِّيْ اَعُوْذُبِکَ مِنَ الْخُبُثِ وَالْخَبَائِثِ .
پوښتنه : له تشناب څخه دوتلودعاء کومه ده؟.
ځواب : غُفْرَانَکَ اَلْحَمْدُلِلهِ الَّذِيْ اَذْهَبَ عَنِّیَ الَاَذَاوَعَافَانِيْ .
پوښتنه : دکومي عمرې ثواب له حج سره برابر دی؟.
ځواب : هغه عمره چي دروژې په مبارکه میاشت کي اداسي .
پوښتنه : کوم مسجددوې قبلې لري؟.
ځواب : دمدینې منورې مسجد .
پوښتنه : ددوزخ دربان څه نومیږي؟
ځواب : مالک .
پوښتنه : دجنت دخزانه دارنوم څه دی؟
ځواب : رضوان .
پوښتنه : هغه دوې کليمې چي پرژبه سپکي اوپه تله کي درنې دي کومي دي؟
ځواب : سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ .
پوښتنه : چاته به دقیامت په ورځ داورکیزه وراچول سوې وي؟
ځواب : هغه چاته چي خپل علم یې پټ ساتلی وي .
پوښتنه : نوح علیه السلام څوکاله خپــــل قوم دالله جـــــل جلاله خواته دعوت کړ .
ځواب : ۹۵۰ کاله .
پوښتنه : د آفریقا په لویه وچه کي ترټولولوی مسجد په کوم ځای کي دی؟.
ځواب : په کوناکري کي .