دنبوت دنړۍ وروستی سهار = دويمه برخه
په تېرپسي
دويمه برخه
په تېره برخه کي مودرسول اکرم صلی الله عليه وسلم دبعثت پرمهال دځينوديني اومذهبي ټولنولنډجاج واخيست په دې برخه کي به بياهم ځيني نووري هغه مذهبي اوديني ټولنې هم وارزووچي هغه مهال يې دنړۍ په کره کي دپام وړځای درلوود.
هندوستان :- هندوستان چي په کلاسيک تاريخ کي يې په رياضياتو،فلکیاتو،طب پوهنه اوفلسفه کي نړيوال نوم درلوود،په اړه يې تاريخ پوهان په دې انددي چي هندوستانۍ ټولنه دشپږمې عيسايي پېړۍ په پيل کي په خورامذهبي،اخلاقي اوټولنيزناوړه مېکروب اخته شوه .
دهندوستان په ټولنيزچاپېريال کي ناوړه اوغيرفطري چارودومره رسوخ اوپرمختګ کړی ووچي په عبادت ځايونواودرمسالونوکي يې هم فحاشا،عمرياني اوجنسي تېری يوه عادي خبره وه دداسي کارونوترسره کول هيچاته بداومذموم نه ايسېدل،ځکه چي دهندوانوپه مذهب کي يې هرې ناوړه چارې ته دروابڼه وراغوستې وه،مېرمنې ته دهرشي په پرتله ډېرپه سپک نظرکتل کېدل،ښځه يوازي ديوه بې ارزښته متاع په څېروه چي نه يې عفت خوندي وو،نه ځان اوحيثيت دښځې دهرڅه واک له مېړه سره وو،که به يې مېړه مړشونوديوه سپک اوناخپله توکي په شان وه،په ژوندکي يې حالت مړي ته ورته وو،نه يې بل واده کولای شوای نه چاورته دعزت اودرناوي په سترګه کتل،په لويوکوورنيوکي به مېرمنې دمېړه په مرګ دهغه له جنازې سره خپل ځان هم ژوندی ورسره سوځاوی،چي دستې په نوم مشهوروو، له دې کړنې هدف داووچي دځان په سوځولومېرمنه له خپل مېړه سره وفاداري ښکاره کړي اوځان له شرمه خلاص کړي په هندوستانۍ ټولنه کي داغيرانساني اوله ظلمه ډک دودهندوستان ته دانګريزي يرغلګروپه ورتلوپای ته ورسېد.
په هندکي يوه بله له ظلمه اوتېري ډکه پديده دطبقاتي نظام شتون وو،په دې لړکي هندوان دخپلوګاونډيانوپه پرتله ډېروړاندي وو،دې طبقاتي نظام ظلم،بې عدالتۍ اوځناورتوب ته دعقيدې اودين په جامه کي دجوازبڼه ورکړې وه دهندوستان خلک په ټوليزډول پرڅلوروډلووېشل شوي وو(۱) مذهبي چارواکي چي برهمنان بلل کېدل (۲) پوځيان اوعسکري خدمتګاران چي دمهترانوپه نوم يادېدل (۳) کرونده ګر،سوداګراونوورکښګران چي وريش بلل کېدل (۴) مزدوران،نوکران اوخادمان ول چي اچهوت بلل کېدل . وروستۍ ډله چي شمېريې ترټولوډېروو،دذلالت اوسپکاوي په وروستۍ کچه کي وه،ددې ډلې په اړه دهندوانوګروهنه داوه چي دنړۍ خالق له پښې پيدا کړې ده له همدې امله ددوئ دنده يوازي دپورتنيودروډلوچوپړاودهغوئ سوکالۍ ته پاملرنه ده .
دطبقاتي نظام قانون برهمنانويامذهبي چارواکوته دومره حقوق ورکړي ول چي هيچاورسره دسيالۍ اوبرابرۍ دعوه نه شوای کولای،دهغوئ هره ګنامعاف وه که څه هم ناوړه کارونه اوبداعمال به يې ترشګوزيات ول،له دولتي محصول خلاص ول،په هيڅ صورت کي دمرګ په سزانه شوای محکومېدای،ددوئ په مقابل کي دڅلورپوړخلکونه څه ګټه کولای شوای اونه يې دشتمنۍ دغونډولوحق درلوود. اچهوتان دومره بدګڼل کېدل چي نه دبرهمن په خوا کي کښېنستلای شوای اونه يې دهغه بدن ته دلاس وروړلواجازه درلوده دوئ داحق هم نه درلوودچي دهندوانودمذهب کتابونه ولولي . کسبګران اوخادمان له ښاري ژونده هم بې برخې وودوئ اړووچي دټولنې قانون ته په درناوي له ښاره بهرواوسي ترلمرختلووروسته به ښارته دورځنيوکارونولپاره تلل خوترلمرلوېدووړاندي به بيرته راوتل دهمدې ناخوالوله وجې په ټول هيوادکي بې باوري،ګډوډي اوخپل منځي لانجې خوراډيري وې له يوې خوابه دلومړۍ طبقې په لويوکړيوکي مذهبي پنډتانواوواکمنوحلقودخپل واک اوډيري شتمنۍ د ترلاسه کولولپاره ديوبل پرخلاف دپردې ترشادسيسې جوړولې له بلې خوادبې ساري ظلم اوتېري له امله عام وګړي وخت پروخت مجبورېدل چي دټولنيزفساد،ظلم اووحشي نظام پر ضدراپورته شي اودخپلورواحقوقودترلاسه کولوغږاوچت کړي دغوحالاتوهندوستان دې حدته رسولی ووچي له نووري نړۍ سره يې اړيکې غوڅې وې اوهندوټولنه په ترپګنيو، خپل منځي لانجواوشخړواخته وه . يوهندوتاريخ پوه داسلام ترراتلووړاندي دهندوستان ټولنيزحالت داسي انځوروي :
(( دهندوستان عامووګړوله نووري نړۍ سره هيڅ ډول تعلقات نه لرل،په نړۍ کي دروانوحالاتوپه اړه ناخبره ول يوازي په خپل منځي شخړواولانجواخته ول چي هندوستانيان يې خوراکمزوري کړل ول،دوئ دترقۍ اوپرمختګ پرلووردګام اخيستوهیڅ اراده نه لرله،ځای پرځای ناست ول،انځورګري،شاعري،ادبيات،دودانۍ جوړولواونوور فنون پکي له منځه تللي وو.))
لنډه داچي هندوټولنه دجهل،ظلم،طبقاتي نظام،خرافاتواونووروناخوالوپه يوه داسي ګرداب کي لاهووه چي ځان ژغورنه ترې ناشونې وه له همدې وجې يوه داسي بدلون ته اړتیاوه چي دې په ټپه درېدلي حالت اودبشرقوانينوځپلي انسانيت ته يې خلاصون ورکړی وای،اسلام هغه الهي دين ووچي کولای يې شوای ددې نه بيانېدوونکوستونزوحل ته يې لاره موندلې وای بل په هيڅ شي کي داسېک نه ووپاتي چي دغم په ګرداب کي ښکېل بشريت يې دنجات ساحل ته راوستلی وای .
عربي ټاپو:- عربي ټولنه هم دجهالت په تياروکي داسي ډوبه وه چي دسالم فطرت هرې سمې کړنې ورڅخه کډه کړې وه يوازي په نوم انسانان ول،خوافعال يې ترځناوروهم ناوړه وو،اخلاقي حدودوپکي هيڅ ځای نه درلوود،غلا،زنا،شراب،جواري،قماراوهرڅه پکي رواج وو،په ټول عربي ټاپوکي ورځنی ژوندپه ټپه ولاړووان عربوخپلې لوڼې پېغورګڼلې اوځينوبه دډېرعارله وجې ژوندۍ هم ښخولې ناامني،غلا،لاروهنې خپل منځي شخړواوقتلونوعرب دومره بې حسه کړي ول چي پرهيڅ شي يې زړه نه سوځېدی ژوندي حيوانات به يې وتړل بيابه يې دنښې ويشتوتمرين پرې کاوی،له ژونديوڅارويوبه يې دبدن غړي پرېکول اوخوړل به يې،پرعامه لارودکاروانونوشکونه،تېری اوقتل ددوئ دخوښې لوبي وې،په عربي ټولنه کي ښځې هيڅ مقام نه درلووددکووردنووروسائلواوحيواناتوپه څېربه يې چي هرځای ته زړه غوښتل بوولې به يې په ميراث کي وړل کېدې،دخوراک ځيني توکي نارينوودځان لپاره ځانګړي کړي وواوښځوته دهغودکارولواجازه نه وه،نارينه له هرڅومره ښځوسره واده کولوته ازادوو،ان ځينوکسانوبه خپل اولادونه له لوږې څخه دځان ژغورنې په موخه وژل . قبائلي دستوراوکولتورپکي خورامهم ځای درلوود،جګړه ددوئ په خټه کي اخښلې وه،يوه ډېره مامولي پېښه به دخوراوېروونکو،لويواواوږدوجګړوسبب شوه حتی ځينوجنګونوبه ترڅلوېښتوکالودوام درلوودچي په ترڅ کي به يې په لکونوانسانانوخپل ژوندله لاسه ورکړ. په لنډوويلای شوچي دنووروټولنوپه شان په عربوکي هم انساني فطرت مسخه اوځای يې شيطاني کړيونيولی وو.
اروپااواروپايي اولسونه چي په قطب کي دننه اوبهرمېشت ول پردوئ هم دجهالت اوناپوهۍ توروتياروخپل وېروونکی څادرغوړلی وواروپايان په خپل منځي جګړوبوخت ول،دانساني تمدن له کاروانه ډېرلرې اودعلومووفنوله نړۍ ډېرشاته ول،نه نووري نړۍ له دوئ سره اونه دوئ له نووري نړۍ سره اړيکې درلودې،ژونديې حيواني اوماغزه يې له خرافاتواووهمونوډک وو.
په اروپايي ټولنه کي پاکۍ اوصفايي ته هيڅ توجونه وه،داوبوکارونه ډېرلږووپه مياشتومياشتوبه خيرن ګرزېدل اواوبوته به يې لاس هم نه ورووړ،مذهبي لارښوونکوبه يې خپلوبدنونوته ډېرعذابونه ورکول دوئ په دې کي شکمن ول چي ښځه انسان دی که ځناور؟،تل پاتي روح پکې دی که نه اواياددې حق لري چي شتمني غونډه کړي،کاروباروکړی اوديوشي مالکه شي؟ داروپادټولنيزحالت په اړه رابرت بريفالټ (ROBERT BRIFFAULT) داسي ليکي :
(( له پنځمې پېړۍ نيولې ترلسمې په اروپاکي دجهالت تيارې ډيري پلنې وې اولاهم پرپراخېدووې ددې وخت وحشت اوځناورتوب دپخوانۍ زمانې تروحشت اوبربريت ډېر خطرناک وو،ځکه چي له امله يې يولوی تمدن پرمړکېدووو،نښې يې پرورکېدووې،دزوال کندې ته نژدې اودقبرپرغاړه وو.))
په ايټاليا،فرانسې اونووروکي چي پخوانی تمدن دپرمختګ اوج ته رسېدلی ووپرهمدې مهال په تياره کي ډوب اوله ورانۍ،ويجاړتيااوتباهۍ پرته بل څه پکي نه ترسترګوکېدل .
ختيځ روم :- په تاريخونوکي ختيځ رومي سلطنت دبازنطيني سلطنت په نوم يادېږي ، عرب يې دروم په نوم يادوي،موږچي دکوم مهال خبره کووپه هغه وخت کي داملکونه ددې هيوادبرخه ول .. يونان،بلقان،کوچنۍ اسيا،شام،فلسطين اودروم بحېره اودافريقاسالمه قطب ددې هيوادپلازمېنه دقسطنطنيې په نوم ياېده . په ۳۹۵ م کي ددې سلطنت بنسټ کېښودل شواوپه ۱۴۵۳ م کي دعثمانيانوپه لاس داسلطنت له منځه يووړل شو .
دختيځ روم اولسي وګړي دډېرومحصولاتوله امله خوراپه تکليف ول ان تردې چي ډېری خلکوترخپل حکومت بل حکومت ته ترجېح ورکوله ډېروختونه به پاڅونه اوبغاوتونه کېدل يوازي د۵۳۳ م په پاڅون کي دقسطنطنيې دېرش زره اوسېدوونکي ووژل شول ددوئ تر ټولولوی روزګاردمال ګټل اوبياپه عياشيوکي خرڅول وو. په عيش،عشرت اوفحاشاکي دومره ډوب ول چي دځناوراوروم داوسېدوونکي هيڅ توپيرنه وو.
د(Civilization, past and present) ليکوالانودبازنطيني ټولنې پرتضادونو،اخلاقي فساد،ناوړه کړنواوتفريح خوښونه داسي رڼااچولې ده :
دبازنطينيانوپه ټولنيزژوندکي ډېرتضادونه موجودوو،ديني ګروهه يې هم خوراژوره وه په ټول هيوادکي رهبانيت (په ننۍ اصطلاح تصوف) اوله دنيالرېوالی خپوروو. هرچابه پرمذهبي چاروخبرې کولې له دې سره سره په ټولوخلکوکي دجاسوسي شبکووېره خپره وه اوهيچانه شوای کولای په ازادډول ژوندترسره کړي په هغه وخت کي روميان له يواختناق سره مخ ول اودژوندحقيقي خوځښت کډه کړې وه خوبياهم دې خلکوله مېلواوجشنونوسره ډېره مینه درلوده دسرکس په نوم ميله کي به تردېرشوزروکسانوبرخه اخيسته په دې کي به دغويودزغلولوسيالې کېدې،خلک به داسماني اوشين رنګ په وسيله پردووډلووېشلي ول،بازنطينۍ ټولنې له ښکلااوښائست سره هم مينه درلوده اوله ظلم وتېري سره يې هم کلک تړاووو،ددوئ لوبي اونندارې به ډېری وخت تروينې تويولواوقتل رسېدې ،دعامو وګړوژونديې له کړاوونو،مصيبتونواوغمونوډک ووخودخواصوژونديې له مستيو،نخرو اوفحاشۍ ډک وو،هغوئ به پرخپل ژوندبې حسابه مصرفونه کول چي داټول مصارف به يې په جبراوظلم له خپل اولس نه دزورله لارې ترلاسه کول . مصرچي هغه وخت دبډای رومي سلطنت يوه برخه وه دسختومذهبي تعصبونو،اختلافاتواونارواسياسي لانجوپه لوموکي ګيروو،له دې سره سره مصردرومي سلطنت لپاره دعوائدواومحصولاتودترلاسه کولولويه سرچينه هم وه مصردوئ ته داسي مثال درلودلکه يوه غواچي شيدې ډېري کوي اومصرف يې کم وي،شام چي هغه مهال درومي سلطنت يوبل رياست وودروميانودمېلو،تفريح ځايونواوشتمنۍ ترلاسه کولوخوراښه لومه وه،هلته يوازي دتورې په زورحکومت چلېدی له محکوم اولس سره هيچادمينې اوخواخوږۍ چلندنه ووکړی دروميانوله لووري په شام کي دبې سارې ظلمونوله کبله ځايي اولس دومره غريب شوی ووچي دخپلوقرضواوپورونو دورکړې لپاره به يې ډېروخت خپل ماشومان پلورل په هغه وخت کي هرډول ظلمونه دبشري حقوقوله منځه وړل،غلامي،بېګاراوپه زوردخلکودشتمنيوغصب عام رواج درلوود.
توره تياره اودناهيلۍ ژوند:- په لنډډول ويلای شوچي په شپږمه عېسوي پېړۍ کي چي محمدرسول الله صلی الله عليه وسلم نړۍ ته له سترالهي پيغام سره راولېږل شودتاريخ ترټولوتووره دوره اودناهيلۍ ګرداب ووپه دې ماناچي دانسانيت ټولوښېګڼو، وړتياوو،پرمختګ اوخواخوږۍ کډه کړې وه وتلي انګرېزليکوال (H.G.WELLS) دساساني اوبازنطيني واکمنيوپرمهال دهغه وخت انځورداسي وړاندي کړی دی :
ددې ټنبلواوجګړه ماروحکومتونوپرمهال سائنس اوسياست دواړه دمرګ په خوب ويده وو،هلته يوازي دايټمس زړې اوخيالي فلسفې واک درلووداودخلکوپه زړونواودماغونوکي يې ځای نيولی وو،دتووري تيارې اوناهيلوشېبودله منځه تلوهيڅ څرک نه ترسترګوکېدی،هغه مهال په نړۍ کي داسي انساني پوړنه ووچي دتېروخت داوسېدوونکوپه څېرشريف،زړوراودخپلواک اندخاوندان وي،ددوئ په څېرتحقيقاتو، څېړنواودانساني ژوندپرمختګ ته پاملرنه وکړي،دداسي پوړدله منځه تلويوازينۍ وجه په سياسي اواقتصادي ډګرونوکي لانجې اوسخت دريځي وه يوه وجه داهم وه چي هغه مهال په روم اوددې هيوادپه بل حريف ځواک ايران کي دبيان دازادۍ اوزغم کولتورزندۍ شوی وو. دواړه حکومتونه دخپل وخت پرمذهبي ګروهنوولاړوواوهرډول نوي فکرته يې د کرکې اوتعصب په سترګه کتل،دايران له لووري پررومي سلطنت دبريداوتفصيلاتوترذکر کولولږوروسته نوموړی ليکوال دعېسوي ټولنې اخلاقي ارزښتونه اوټولنيزحالت داسي را پېژني :
((که يوسياسي وړاندويوونکي داوومې پېړۍ په پيل کي نړۍ ارزولې وای نودې پايلې ته به رسېدلی ووچي په څوپېړيوکي به اروپااواسيادمنګوليانوترواک اواقتدارلاندي شي په لوېديځه اروپاکي نه نظم وواونه يووالی،رومي اوايراني حکومتونه ديوبل په له منځه وړلوبوخت وو،هندوستان هم ټوټې ټوتې وواوحالاتويې دتباهۍ پرلوورګړندي پړاوونه وهل .))
نړيواله ناارامي :- درسول الله صلی الله عليه وسلم دنبوت په زمانه کي ټول انسانيت په ډېره بيړه دځان وژنې پرلوورګړندي ګامونه اخيستل،انسانانوخپل خالق اومالک له ياده ويستلی وو،دخپل ځان برخليک اوراتلوونکي ته يې پام نه وو،په انسانيت کي دښواوبدو،سم اوخراب دتوپيرماده نه وه پاتي،داسي ښکارېده لکه انساني ضميرچي په وچ کاڼي بدل شوی وي،له دوئ سره ددين اواخرت هيڅ فکرنه وو،له هيچاسره دروح ،زړه، خوراک،اخروي نجات،انساني خدمت اوسمون احساس نه وو،هيچاپه دې اړه دفکرکولو وخت نه درلوود،په ډېری هیوادونوکي به داسي کس نه ترسترګوکېده چي دخپل دين په اړه به اندېښمن وو،يابه يې ديوه الله عبادت کاوی اوله هغه سره به يې څوک نه شريکاوی .
لنډه داچي انساني ضميرمړ،بې حسه اوبې فکره وودانسان اوحيوان ترمنځ توپيريوازي داووچي انسانانودخبروپه وسيله يوبل پوهولای شوای خوپه حيواناتوکي داځواک نه وو، په معنوي اعتباردځناوراوانسانيت توپيرپه بشپړډول له منځه تللی وو. الله جل جلاله په خپل سپېڅلي کلام کي داحالت داسي انځورکړی دی :
((ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ)) (الروم : ۴۱)
ژباړه : دخلکودنارواکړنوله وجې په وچه اولنده کي فسادڅرګندشوددې لپاره چي ځينو کسانوته دخپلوناوړه کړنوجزاورکړل شي ښايي هغوئ (خپل رب ته) رجوع وکړي .
نوربيا ..