بسم الله الرحمن الرحیم

دسترڅښتن په نامه

منبع اقوال زرین ــ ژباړونکی :صدیق الله (بکر)

دنبی صلی الله علیه وسلم اوداصحابوکرامو(۱۲) غوره ویناوې!

۱ : رشتنی قوي ایمان دادې چې دالله تعالی پر ورکړه  باندې خوښ او راضی اوسي :(خواجه

اویس قرنی)

۲ : ته په دنیاکې داوسیدلوپه شیانوبوخت يې :اودنیاغواړي چي تادځانه څخه ژر  وباسي :

(حضرت ابوبکرصدیق)

۳ : دالله تعالی په نیز ددوڅاڅکوڅخه ډیرارزښتمندنورهیڅ څاڅکي نشته :اول :

داوښکوهغه څاڅکي چې دالله تعالی دبیرې څخه بهیدلي وي :دوهم: دوینوهغه څاڅکې

چي دالله تعالی په لاره کي خاص دالله تعا لی درضادپاره توې شوې وي (نبی صلی الله علیه

وسلم )

۴ : کم څوک چې دسلام دمخه پوښتنه وکړي وهغه ته جواب مه ورکوۍېترڅوچې يې سلام

نه وي ویلی :(نبی صلی الله علیه وسلم )

۵ : اووچ لرګي دومره ژرنه سوځي :لکه څومره چې غیبت دانسان عملونه ورسوځي (نبی

صلی الله علیه وسلم)

۶ : په حلالوشیانوکې دالله تعالی په نیزهیڅ شی دومره بدنه دي :لکه طلاق (نبی صلی الله

علیه وسلم)

۷ : کم څوک چې دغوښتلوعادت په ځان کې راولي : الله تعالی پرهغه باندې داحتیاجي

دروازې خلاصوي (نبی صلی الله علیه وسلم)

۸ : ماته دروژې دمیاشتې روژه نیول اوپه مسجدحرام کې په اعتکاف کې دکینستلوڅخه

ډیرزیات محبوبه دادی چي زه پروخت دضرورت دیومسلمان خدمت او کومک وکړم(نبی

صلی الله علیه وسلم)

۹ : ښځې د زروسوروالي اودزعفرانو  زيړوالی بربادکړې دي (حضرت ابوبکرصدیق )

۱۰ : دالله تعالی اودبنده ترمیان توکل یو راز دي :نوبیاضروري ده چې سوادالله تعالی نه په

دې رازڅوک پونشي (حضرت امام محمدشیبانی)

۱۱: سخي دوست دالله تعالی دی که چیرې فاسق هم وي : اوبخیل دشمن دالله تعالی دی که

چیری زاهدهم وي(حضرت عمرفاروق)

۱۲ : دالله تعالی وجودتل دخپل ځان سره ګڼل کامل ایمان دی (حضرت عثمان غنی )

منبع اقوال زرین ــ ژباړونکی :صدیق الله (بکر)

« ســرپـاڼـه »