غـــــــــــــــــــــــــــزل
تاب د ګـــرمۍ نـــه لــرمـه عشق كـي دي ســــوځېږم
پــرېــږده چي خـــونك شـمه د زلــفــو پـه ابشار كي
مــا كي رنګيني د شــــوخ نـظــــر وړانګـو راوستى
هسي رنګين نه وم چـيـــرته پـــروت ومــه انبار كي
شـونډو كي مي ځبېښه چي قيمته دي وجـــود كړم
تــا تــــــه پـاڼي پـاڼي ټــــــوكــېـــدلى يـــم بـهـار كـــي
لــمــر كــه اووه رنـګـه پــه يـــو رنګ كي پټ ساتلى
مخ دي زر جلــوې لـــري اشنا پــه يــو ديـــداري كي
ګـــرانــه ښــه پـــــوهـــېــږې د اغــيار ثــنا درواغ وي
څــــوك دى بې بلبله چي ګل ستايي هـــر سهار كي
عــبــدالــنــافــــع ثـــــنــا