هريرود
سوړ خزان بـــــه کــــډه وکــــړي وار بـــه بيا د پسرلو شي
د افغان سپېڅلې خاوره به خوشبويـــــه پــــه وږمو شي
د بابا غرونو احساس بـــــه نذرانـــــه کــــړي پېرزويـــنې
سپينې واورې به شي ويلې "هريرود" به پــــه څپو شي
د اغزو په ځاى به جوړ شي وران کـــورگي د گل غوټيو
د شنو پاڼو لــــه پوړني بــــــه گل مخي پــــــه وتـــــو شــي
په لويديځ افعانستان کـې د هرات پـــــه چم گاونډ کې
پـــــه برکت د "هريرود" بــــــه هر محفل په غوړېدو شي
نور بــــه نــــــه ځي په تڼاکو پښو درشل د لېونتوب تــــه
لېــــونۍ تنــــده بـــــــه ماتـــــه د ادب د لــــېونــــو شـــــــي
"هريرود" بـــــه کړي خـــړوب بيا لالــه زار د فرهنگيانو
پـــــــه څـــــپو بـــــه ئې ښېرازې کرونـــــدې د پښتنو شي
د ادم د رباب شرنگ بـــــه "يه قربان" او "ټپه" يو کړي
همـــــنوا بــــــه ېي شهـباز ســـــره نازونـــــه د درخــــو شي
د عرفــــان تنکۍ شملې بـه پــــه ناخوالو کې شي جگې
پـــــه همت د شاه زلمو به کـلک ولونــــــه د پگـــــړو شي
هريرود غونـــــدې قوي بهير بــــــه جـوړ کړي ايشيا کې
کـــه پـه خاوره د افغان کــــې الفاظ ورک د تربگنو شي
سمسورتيا د وطن غــواړي د ملي وحـــــدت کارونــــــه
نــــــه پــــــــه قتل د بشر او نـــــــــه د يو بل پــــــه فتنو شي
د ادب لويـــــه نړۍ کې ما متين تــــــه "ډېـــوه" ښکاري
"هريرود" پـــــه شان ډېوې دې نورې هم پـــه بلېدو شي
**********
فبروري ٢٥ ٢٠٠٩
منتيکا کليفورنيا