مینه سره لمبه ده

مینه سره لمبه ده په لمبوباندي مـــي مــــــــــه سوځه

ای یاره ظالیمه په کتوباندي مـــي مـــــــــــــه سوځه

 *              *                *

ماچي ستاپه تمه وګـــــــــــــــــولانوته لاس واچاوئ

ته نوجفامه کــــــــړه په غونچوباندي مي مه سوځه

 *               *                  *

ګل ته مي لاس واچوی اغزي مي په لاســـوراغله

ورکه دي مسکاکړه په غوصوباندي مي مه سوځه

*                *                  *

ستادخوانسیم چي پرماراســــــــــــي خوشحالیږمه

راسه دنسیم ســــــــــــــــره نخروباندي مي مه سوځه

 *            *             *

ستادمینی ا وردی چي مـــــي ټول وجودلمبې کوي

زمـــــادژوندډیوه یې په تیاروباندي مي مه سوځه

 

*            *           *

ستاســــــــره مـــــــــــــي مینه داذله ئـــــــــی جانانه ول

نــــــــوې مینه نده په ګیلوباندي مـــــــــــي مه سوځه

 

*            *           *

زه عبدالقیوم چي ستادمینی پـــــــــــــــــــه تماسومه

وصل اکبري کــــــــه په شووباندي مـــــي مه سوځه

« سـرپـاڼـه »