دماشومانو او تنکيوځوانانو لپاره – ديني مالومات
ژباړونکی تېمورشاه يوسفزی – هرات
منبع : شراقي ، عبدالرحيم – بنک المعلومات
پوښتنه : په قرآن کریم کي ژمی او دوبی څو ځله ذکرسوی دی ؟
ځواب : یو ځل .
پوښتنه : په کوم سورت کي ؟
ځواب : دقریش په سورت کي .
پوښتنه : ( عَبَسَ وَتَوَلّیٰ) دکوم صحابي رضی الله عنه په هکله دی ؟
ځواب : دعبدالله بن ام مکتوم رضی الله عنه په اړه .
پوښتنه : هغه کومه شپه ده چي عبادت يې له زرومياشتوســـــــره برابر دی؟
ځواب : دقدر شپه .
پوښتنه : د قرآن کریم دتلاوت پرمهال زموږ وظیفه څه ده ؟
ځواب : استماع او سکوت ( غوږ نیول او چوپ کښېنستل ) .
پوښتنه : ام القری دکوم ښار لقب دی؟.
ځوا ب: دمکې مکرمې .
پوښتنه : دمحمدصلی الله علیه وسلم ترټولوستره معجزه څه ده؟
ځواب : قرآن کريم .
پوښتنه : دقرآن کريم دوروستي سورت نوم څه دی؟
ځواب : (الناس) .
پوښتنه : لومړی کوم آیت نازل سو؟
ځواب : (اقراُ باسم ربک الذی خلق )( دعلق سوره )
پوښتنه : د(تبارک الذی) لومړنی سورت په څه نوم یادیږي؟
ځواب : الملک .
پوښتنه : د(تبارک الذی) وروستی سورت په څه نوم یادیږي؟
ځواب : د(المرسلات) په نوم .
پوښتنه : دقران کریم ترټول لوی سورت کوم یودی؟
ځواب : دبقرې سورت .
پوښتنه : دقران کریم ترټولوکوچنی سورت کوم یودی؟
ځواب : دکوثر سورت .
پوښتنه : هغه سورت چي ددومېووپه نوم پیلیږي کوم دی؟
ځواب : دتین سوره (چي دانځر او زیتون په نامه پيلیږي .)
پوښتنه : کوم سورت ددووپیغمبرانو په نومونوپای ته رسيږي؟
ځواب: داعلی سورت ( چي ابراهیم اوموسی علیهماالسلام په نومونوپای ته رسيږي .)
پوښتنه : (آیة الکرسی ) په کومه سورت کي ده؟.
ځواب : په سورة البقره کي .
پوښتنه : دقرآن کریم دوروستۍ پارې لومړی سورت څه نوميږي؟.
ځواب : النباء .
پوښتنه : قرآن کريم څوټوټې (پارې) دی؟.
ځواب : دېرش (۳۰) ټوکه (پارې ) .
پوښتنه: هغه ســــورت چي فضيلت یې دقرآن کریم له څلورمې (ربعې ) سره برابردی څه نومیږي؟.
ځواب: الکافرون .
پوښتنه: هغه سورت څه نومیږي چي فضیلت یې د قرآن کریم له درېيمي سره برابردی؟.
ځواب : اخلاص ( قل هو الله ) .
پوښتنه : په قرآن کریم کي ترټولولوی آیت کوم دی؟.
ځواب : په سورت بقره کي دالدین په نوم ۲۸۲ آیت .
پوښتنه : جنت څودروازې لري؟.
ځواب : اته (۸) دروازې .
پوښتنه : هغه څلور(۴) پوښتني چي دقیامت په ورځ له انسان څخه کيږي کومي دي؟.
ځواب :
۱:- عمر (وخت ) : چي خپل عمر یې څنګه تېرکړی دی؟
۲:- علم (پوهه ) : دعلم پوښتنه ده چي څومره عمل یې پرې کړی؟
۳:- مال (شتمني) : دانسان دمال په هکله پوښتنه کيږي،چي څنګه یې لاس ته راوړي او په څه ډول یې مصرف کړي دي؟
۴:- د انسا ن دجسم او ځان په هکله پوښتنه کيږي .
پوښتنه : په نبوي مسجدکي لمونځ کول څومره ثواب لري؟.
ځواب : په نبوي مسجدکي دلمانځه کول ترنورومجسدونو ۱۰۰۰ برابره ثواب لري .
پوښتنه : هغه سورت چي دتلاوت کوونکي شفاعت کوي کوم دی؟
ځواب : الملک .
پوښتنـــــه: درسول اکـــــرم صلی الله عليه وسلم دنیکـــــه ( عبدالمطلب ) تروفات وروسته چادهغه سرپرستي پرغاړه واخیسته؟
ځواب : دهغه اکاابوطالب .