ژباړنه : جميله همت
په يوه سيمه کي تر يوه ځانګړي مهاله د تودوښي د درجو، د هواوو د بدلون او اورښت څخه راپيدا سوو کيفيتونو ته موسم وايي. آب او هوا د يوه ځاى يا سيمي د کلنيو موسمونو د مخکنيو کيفيتونو نوم دى. د هري سيمي آب او هوا د هغې د واقع کېدو په ځاى، د استوا له کرښي څخه په واټن، د سمندر له سطحي څخه په لوړتيا، سمندري اغېزو، د مځکي په جوړښت، ځنګلونو،غرونو او د هواوو په لوړوالي پوري اړه لري.
آب او هوا د هر انسان پر احساساتو او ولولو باندي اغېزه کوي. ځيني خلک ډېر متاثره کوي اوځيني لږ، خو دا خبره څرګنده ده چي موسم زموږ پر کار، بڼه او دنده باندي ژوره اغېزه اچوي. پر موږ باندي د لند بل په ورځو کي د لمر اغېزه د تودو ورځو په پرتله ګرد سره بل ډول وي. خو دا رشتيا ده چي موسم زموږ پر کړو وړو ډېري زياتي اغېزې ښندي.
په برتانيه کي په ١٩٣١ کال د سخت اقتصادي بحران په پېر کي ايس ايف مارک هام چي په پارلماني چارو کي د لومړي وزير مرستيال وو پر دې موضوع باندي د څېړني په موخه داسي پوښتنه طرح کړه : هغه کوم لاملونه دي چي د هغو پر بنسټ قومونه لوييږي؟ هغه د معدني وسايلو د واقع کېدو د ځاى، خوړو، ژبي، سيمه ييزو ناروغيو او د نامتو مشرانو د موجوديت غوندي ممکنه عواملو تحليلي مطالعه وکړه. خو هغه دې پايلې ته ورسېدى چي تر ټولو ډېر مهم شى يوشاتنه آب او هوا يا موسم دى. هغه وويل د کوم هيواد موسمي حالت چي يو ډول وي خلک يې پر مخ ځي. هغه په خپل کتاب” آب اوهوا او د قومونو ځواک“ (Climate and Energy of Nations) کي دې خبري ته اشاره کړې ده چي ټول لرغوني ستر ستر فرهنګونه، لکه مصر، ايران، ختيځ چين، بابل، کارتهيج ( کارتاژ، قرطاجنه )، مکسيکو او سميريا په هغو سمنمدري هيوادونو کي رامنځ ته سوي دي چي د تودوښي منځنۍ درجه يې شاوخوا اويا ډګري فارن هايټ وه.
د سنسيناتي پوهنتون د تجربوي درملو پروفيسر د انسانانو پر کړو وړو باندي د آب اوهوا د اغېزو په هکله ډېري تفصيلي څېړني وکړې. هغه دې پايلي ته ورسېدى چي هرڅه چي موږ کوو يا غواړو چي ويې کړو پر هغو باندي د آب او هوا ژوره اغېزه وي. د آب اوهوا اغېزه نه يوازي زموږ پر کړووړو باندي لوېږي، بلکي زموږ پر جسمي وده ، دماغي ځيرکتوب، د پرمختګ پر رفتار، د انفکشن پر خلاف مزاحمت او د تصوراتو يا عمل لپاره زموږ پر ترلاسته سوې ځواکمني باندي هم لوېږي. د سنسيناتي پوهنتون پروفيسر په دې هکله پر موږکانوڅېړنه وکړه. هغه ځيني موږکان په توده سيمه کي وروزل او ځيني موږکان يې په سړه سيمه کي ورزول. په سړه سيمه کي روزل سوي موږکانو د تودې سيمي د موږکانو په پرتله له جنسي پلوه ژرنشونما وکړه. او په هغو کي د ناروغيو پرضد د مدافعې قوت هم ډېر وو. ده دغه څرګند توپيرونه د تودوښي له کمزورو کوونکو اغېزو څخه وبلل کوم چي په جسم کي د حرارت په خپرېدو کي ستونزي پيدا کوي. چي له امله يې جسماني بوختياوي لږيږي. د د ې ترڅنګ پروفيسر دا هم وليدل چي د ګرمو سيمو د موږکانو عمر د سړو سيمو د موږکانو په پرتله ډېر وو. سره د دې چي په توده سيمه کي په هغو کي د انفکشن( زخم ) رامنځ ته کېدو بېره ډېره وه. ښايي د دې لامل دا وو چي په توده سيمه کي روزل سوي موږکان په بې معنا بوختياوو نه وه اخته اوهغوى ډېر وختونه په آرام حالت کي اوسېدل. ځکه نو د هغو عمر اوږد وو. د دغو پايلو په ړنا کي دغه پروفيسرخبرداري ورکړى دى چي د معتدلي هوا لرونکو سيمو کاروبار کوونکي چي ډېر زيار باسي بايد پر خپلو بوختياوو بيا کتنه وکړي. او په سړه آب او هوا کي ډېر متحرک اوسېدل کېداى سي خطرناک وي. ځکه په دې توګه داسي خلک په ډېره سخته کمزوري اخته کيږي. او کېداى سي چي جسماني مشينري يې خرابه سي. له دغسي صورت حال څخه د ژغورني لپاره د پروفيسر دا مشوره ده چي د معتدلو سيمو د خلکو لپاره په کار ده چي د لمر په ورځو کي خپل ځان فارغه کړي او د خپل کارکچه لږ کړي. پروفيسر دا مشهوره هم ورکړى ده چي د معتدلي آب او هوا لرونکو سيمو اوسېدونکو ته لازمه ده چي د غرمې د ډوډۍ تر خوړلو وروسته هرو مرو آرام وکړي. د ګرمو سيمو په پرتله د معتدلو سيمو د خلکو لپاره قيلوله ( د غرمې خوب ) ډېر اړين دى.
ډېره تودوښه د اميد وارۍ په لومړي پړاو کي ډېري ښې اغېزې کوي. او په دې وخت کي د کوچني د دماغ نشونما هم ډېره ښه وي. ځينو پوهانو دا څرګنده کړې ده چي د هغو کوچنيانو چي د ګرمۍ په موسم کي د حمل موده تېروي ذهني کچه د هغو کوچنيانو په پرتله چي د يخ په موسم کي د حمل موده تېروي ټېټه وي. کومي مېرمني چي اميندواري وي بايد د حمل په لومړيو پړاوونو کي په ډېرو تودو اوبو کي ونه لمبيږي. ځکه په دې توګه د حمل د نقصانېدل، د مړه کوچني د پيدا کېدو او په کوچني کي د ځينو مور زاده نيمګړتياوو امکانات ډېريږي. بد خويي او خشکتي توب هم د حمل پر سمه نشو نما ډېره بده اغېزه کوي.
له دې څخه هيڅوک انکار نه کوي چي موسم پر انساني شخصيت باندي هرومرو اغېزه ښندي. د ګرمو هيوادونو خلک ډېر جذباتي وي. او د څېړنيزو رپوټو سره سم د ګرميو په مياشتو کي د جرايمو تعداد ډېريږي. د اګست په مياشت کي تر ټولو ډېر قتلونه تر سره کيږي. او څنګه چي د ګرمۍ سختي کميږي د خلکو په جذباتي څرنګوالي کي هم توپير راځي. پوهان وايي چي د ګرميو په موسم کي پر خپلو جذباتو باندي کنټرول لرل اړين دي، او هڅه بايد وکړئ چي د خفګان او سختو جذباتي کړو وړو څخه ځان ليري وساتئ. د معتدلي آب او هوا درلودونکو هيوادونو خلک د خپل طبيعت له مخي هم معتدل وي. د سړې سيمي خلک نسبتا لږ جذباتي وي او په هغو کي د بردبارۍ او خوښي د څرګندولو طريقې هم بېلي وي. د سړو هيوادونو خلک د اوږدو مودو لپاره پلانونه جوړوي او هره ستونزه په ډېر فکر سره حلوي. څنګه چي د ګرمو هيوادونو اوسېدونکي د سختو جذباتي کړو وړو څښتنان دي، نو د هغو د خوښۍ او غم د څرګنډولو طريقه د سړو او معتدلو هيوادونو له اوسېدونکو څخه بېخي بېله وي.
د هوا د فشار د ډېرښت له امله زموږ په غبرګونونو کي سستي رامنڅته کيږي. او د پېښو رامنځ ته کولو ته ډېر مايل کيږو. له ځېړنو څخه جوته سوې ده چي د هوا د فشار د زياتوالي په شپو کي په سل کي شل مړي او د کار په بهير کي په سل کي شل پيښي زياتي رامنځته کيږي. او ترافيکي پيښي هم له څلوېښتو څخه تر اويا سلني پوري زياتيږي. د دې مطلب دادى چي د يخ او د واوري د موسم په پرتله که څه هم موږ د هر ډول تېزو بادونو، توپانونو، او تيارو او داسي نورو څخه خپل ځان په بشپړه توګه نه سوساتلاى، خو بيا هم پر خپله روغتيا باندي د هغو له اغېزو څخه خبريږو. موږ د خپلو لنډو او اوږدو رخصتيو په ترڅ کي د هوا له بدلون څخه په ښه توګه خوند اخيستلاى سو. دغه راز داسي چاري هم تر سره کولاى سو چي د هغو په مرسته په خپلو کورنو او دفترونو کي روغتيايي او ښه هوا رامنځته کړو. د هيڅ يوې سيمي آب او هوا د خپل طبيعت سره سمه نه سو بدلولاى. خو داسي کېدى سي چي خپل مزاج د آب او هوا سره په ښه توګه برابر کړو...