لیکوال:محمدرسول پېروز

که دچانوم عبدالقادر،عبدالمالک يادې ته ورته وي نوهغه ته په قادريامالک ږغ کول کبېره ګناه ده،ځکه دادالله جل جلاله اوصاف دي اواوسني خلک يې د انسانانو لپاره استعمالوي،نومونه بايدله اسلامي طريقې سره سم وي اسماء حسنی،يانبي کريم صلی الله علیه وسلم ياصحابه کرامورضی الله عنهم اویاسلف صالحينوته منسوب وي،نوم بايدپوره ادا شي په دې سره دانسانانومحبت اومينه هم زياتېږي له ګناه څخه به هم ژغورل شوي وي خوافسوس چي اوسني خلک له اسلامي طريقې لرې اوغيراسلامي طريقه يې غوره کړې ده له غيراسلامي نومونوبایدپه کلکه ډډه وشي . همداراز عبدالمحمد، عبدالمصطفی،عبدالنبی اوعبدالاحمدداټول دماناپه لحاظ غلط دي بايدبدل کړای شي .(اپ کې مسائل ۷ / ۱۹ تر۴۸ ،معارف القرآن ۴ / ۱۳۲) 

عکس اخيستل

عن عبدالله بن مسعودرضی الله عنه قال : سمعت رسول الله صلی الله عليه وسلم يقول : اشدالناس عذاباًعندالله المصورون . متفق عليه (مشکوة ص ۳۸۵)

ژباړه : عبدالله بن مسعودرضی الله عنه وايي ماله نبي کريم صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چي ويل يې : دقيامت په ورځ به الله جل جلاله عکس اخیستونکو ته ډېره سخته سزاورکړي  .

عکس اخیستل کبېره ګناه ده،له همدې امله بایدپه کلکه ډډه ترې وشي البته دشناخت کارډ،پاسټ پورډياداسي نووروضروري کارونولپاره پروانه لري اوس وخت دتصویراخیستوآلې دهرلوستي اونالوستي په جيب کي شته ان چي دعلماؤ اوطالبانوپه جيب کي هم شته په هره جلسه اوغونډه کي تصويرپه اخيستل کيږي چي ډېربداو ناولی کاردی . په حديثونوکي سخت وعيدپرې راغلی دی په غونډو کي چي کوم تصويرونه اخيستل کيږي هلته لوی لوی علماء هم ناست وي هغوئ هم دې ته کومه ګوت څنډنه نه کوي داسخت منکرکاردی بندول يې دهرمسلمان دنده ده،که څوک داخبره کوي چي خوخپله دځينوعلماؤتصويرونه هره ورځ په ورځپاڼو کي راځي نو اياهغوئ په دې نه دي خبر؟ زه وايم چي داعلماء هم غلط دي اوپه دې کارسره یوه لویه ګناه کوي،دهرعالم کړنه خودامانانه لري چي داکارجائز دی .. په کورونوکي عکسونه ايښودل اویاکوچنیانوته په بازارونوکي خرڅېدوونکي بتان راوړل حرام کاردی . (اپ کې مسائل اوران کاحل ۷ / ۴۹ تر۷۹ )

ږيره خرېيل ياکمول

اوس وخت يوعام دووددادی چي ډېری خلک ږيره خرېيي يايې هم کموي، داډېرکرغېړن رواج اولويه ګناه ده،په حديثوکي سخت وعيدپرې راغلی دی نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلي دي :

عن ابن عمررضی الله عنه عن النبی صلی الله عليه وسلم قال : احفواالشوارب واعفواللحی،وفی رواية : انه امرباحفاء الشوارب واعفاء اللحية. (مسلم ۱ / ۱۲۹)

ژباړه : ابن عمررضی الله عنهماوايي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل : برېتونه کموئ اوږیرې لویوئ .

بل ځای فرمايي :

عن ابن عمررضی الله عنهما قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم خالفوا المشرکين اوفرواللحی واحفوالشوارب. (متفق عليه،مشکوة ص ۳۸)

یاني دږیروپه لویولواوبرېتونوپه کوچني کولودمشرکانومخالفت وکړئ .

مولانامحمديوسف لدهيانوي  رحمة الله علیه ددې پوښتنې چي ږيره خرېيل اوکمول څرنګه دي؟ په ځواب کي ليکي : ږيره خرېيل اوکمول (چي تريوه موټ کمه وي) د ټولوفقهاووپه نزدحرام اولويه ګناه ده اودږيرې خرېيوونکی اوکموونکی فاسق او ګنهکاردی،دداسي سړي اذان،تکبیرویل اوامامت مکروه تحريمي دي .

(اپ کې مسائل اوران کاحل ۷ / ۸۰ تر۱۲۱ )

پايڅې تربجلکوکښته کول

عن ابی هريرة رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال : لاينظرالله يوم القيامة الی من جرازاره بطراً. (بخاری ۲ / ۸۶۱)

ژباړه : ابوهريرة رضی الله عنه وايي نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل : الله جل جلاله دقیامت په ورځ هغه چاته درحمت په نظرنه ګوري چي دتکبرله وجې یې څادر تربجلکوکښته وي .

عن عبدالله بن عمررضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال : ان الذی يجرثيابه من الخيلاء لاينظر الله اليه يوم القيامة. (مسلم ۲ / ۱۹۴)

ژباړه : له عبدالله ابن عمررضی الله عنهماڅخه روایت دی چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم وویل : الله جل جلاله دقیامت په ورځ هغه چاته درحمت په نظرنه ګوري چي دتکبرله وجې یې جامې پرځمکه څکېږي .

عن ابی هريرة رضی الله ان رسول الله صلی الله عليه وسلم قال : لاينظرالله يوم القيامة الی من جرازاره بطراً. (متفق عليه،مشکوة ص ۳۷۳)

له دې حديثونوڅخه څرګنده شوه چي دادالله جل جلاله اورسول الله صلی الله علیه وسلم په نظرکومه معمولي ګناه نه ده بلکه له کبائروڅخه ده . هو! په حديث کي وعيدمطلق نه دی بلکه دهغه چا لپاره دی چي تکبراًداکارکوي که قصداًيې داهدف نه وی ياپه هېره ترې وشي دا تکبرنه دی داکس تردې وعيدلاندي نه دی اوکه څوک په قصداواراده داکارکوي هغه کس دعذاب وړدی اوتردې وعيدلاندي دی .

 (اپ کې مسائل ۷ / ۴۵ تر۵۸)

په نېکرکي لوبه سخته ګناه ده

غالباًپه فوټ بال،کرکيټ اونوورولوبوکي خلک داسي نېکراستعمالوی چي دعورت ځيني برخې يې ترې له ورايه مالوميږي خپله دوئ کارکوونکي اوورته کتوونکي دواړه په لويه ګناه کي اخته دي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم ورباندي لعنت ويلی دی لعن الله الناظروالمنظوراليه.(اپ کې مسائل ۷ / ۱۶۶)

نننی عصري دوراودمېرمنوجامې

نن سبادټولوپرخوله داخبره ده چي عصري دوردی هاپخواني کارونه خوشي کوه له دې سره په خواکي نارينه ووداسي شکلونه جوړکړل چي له ښځوسره مشابه دي او مېرمنوبيادنارينه وواشکال خپل کړل که ورته دحرمت خبره وکړې نودوئ وايي عصري دوردی . داخبره غلطه ده ځکه دعصري دورمانادانه ده چي داسلامي احکاموسرغړونه کوئ،نارينه چي له ښځوسره مشابه وي اوښځې چي له نارينه وو سره مشابه وي پردواړونبي کريم صلی الله علیه وسلم لعنت ويلی دی اوس دي هرڅوک فکروکړي چي ددې کارحرمت څومره دی په دې اړه زيات وضاحت په اپ کې مسائل اوران کاحل (۷ / ۱۵۸ تر۱۶۹) کي وګورئ! .

دکرکيټ،کوتربازي اوشطرنج شرعي حيثيت

دهرې لوبي جوازدرې شرطونه غواړي (۱) هدف به ترې صرف ورزش ياتفريح وي . (۲) لوبه به مستقل هدف نه وي بله داچي که لوبه خپله رواهم وي نوغيرشرعي امور به پکي نه وي . (۳) په شرعي اوفرضي اموروکي به غفلت نه پيداکوي .

دې ته په پام کولودالوبې نارواښکاري زموږدټولنې نوي ځوانان همدابوختياوې لري نه ديني فرائض ګوري اونه هم دخپل کورداړينوکارونواحساس ورسره وي او حيرانوونکې داده چي په کوڅوکي دالوبې کوي دافکرنه کوي چي دالاره ده خلک تګ پرې کوي دمسلمانانوله ځوانانوسره به دجهادمينه وه خواوس دوئ همداد ژوندهدف ګرزولی دی له دې عبث کارونوڅخه په کلکه ځان ساتل په کاردي .

همدارازکراټه که هم دښې موخې لپاره وي نورواده البته دشرعي فرائضوته به پوره پاملرنه کوي که نه نه ده روا،دشطرنج په هکله حديث کي دي ملعون من لعب بالشطرنج والناظراليهاکل لحم الخنزير(کنزالعمال حديث ۴۰۶۳۶).

کوتربازي نارواده ځکه بې ګټې اوعبث کاردی سړی له شرعي اودنيوي ضروري کارونوباسي . (اپ کې مسائل اوران کاحل ۷ / ۳۱۹ تر۳۲۸)

موسيقي اونڅا

ځيني خلک داغلطه خبره کوي چي موسيقي دروح غذاده،څومره غلطه خبره کوي داحمق دې خپلې خبرې ته نه دي ورپام ورباندي دلايل هم وايي له مولانامحمد يوسف لدهيانوي رح څخه همداپوښتنه شوې ده چي ايارښتياموسيقي دروح غذا ده؟.

په ځواب کي يې لدهيانوي رح ليکي : يه توصحيح هے که موسیقی روح کی غذا هے،مګرشيطانی روح کی غذاهے،انسان روح کی نهيں،انسانی روح کی غذاذکرالهی هے .

ژباړه : سمه ده چي موسیقي دروح غذاده،خودشیطاني روح نه دانساني روح دانساني روح غذادالله جل جلاله ذکردی .

همدارازځيني بې عقلان موسيقي داسلامي ثقافت شعبه ګڼي ليکن داداسلامي ثقلافت نه بلکه دنوي جاهلي ثقلافت شعبه ده داشرعاًحرامه ده . يوه تش په نوم عالم په خپل کتاب اسلام اوموسيقي کي ليکلي دي چي موسيقي رواده خودادکفر مزدوردې حديثونوته نه ګوري بلکه هسي له خپلې ګيډي فتوی ورکوي الله دي داسي بې لاري کسانوته هدايت وکړي په یوحديث کي دي :

قال عليه الصلاة والسلام الغناء ينبت النفاق فی القلب کماينبت الماءالبقل .

ژباړه : رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ویلي دي : موسیقي په زړه کي نفاق داسي ټوکوي لکه اوبه چي کښت شین کوي .

په بل روايت کي دبقل پرځای الزرع راغلی دی . دفقهې په مشهورکتاب فتاوی قاضي خان کي ليکلي شوي دي : دلهوولعب شيان يعني ساز،سرود،موسيقي اورېدل سخته ګناه ده پردې حديث يې استدلال کړی دی دسروداورېدل ګناه ده، هلته کېناستل فسق دی اوله هغه خونداخيستل کفردی . (فتاوی قاضي خان)

« سـرپـاڼـه »