منبع : شراقي ، عبدالرحيم – بنک المعلومات
ژباړونکی : تېمورشاه يوسفزی – هرات
الحمدلله رب العلمين والصلوة والسلام علی رسوله الکريم .
امابعد :
په هره ټولنه کي دماشوم يوځا نګړی اهميت دی چي اسلام بياورته يو بېل مقا م غوره کړی دی،دايوداسي مقام دی چي دمشر،کشر، نراو ښځي دټولودرنښت ته پکي پا م سوی اوبالاخره يې دده په اړه يوداسي حکم صادرکړی چي په رښتيا هم دده لپاره يوستر امتيازدی،که يو ماشوم همداسي وروزل شي لکه څرنګه چي يې اسلام ښوونه کوي نو داسلامي ټولني هرماشوم به په راتلوونکي کي دنوورو لپاره يوه نښه وي،دماشومانو دتربيت په اړه درسول الله صلی الله عليه وسلم حديث دی :
عن عمروبن شعيب عن ابيه عن جده قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم مروااولادکم بالصلوة وهم ابناء سبع سنين واضربوهم عليهاوهم ابناء،عشرسنين وفرقوابينهم فی المضاجع .
(رواه ابوداؤد،مشکوة ۱ / ۵۸)
ژباړه : عمروبن شعيب له خپل پلاره هغه دده له نيکه نه روايت کړی دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : خپلوماشومانوته په اووه کلنۍ کي دلمانځه کولوامرکوئ،پرلس کلنۍ يې دلمانځه پرنه کولو وهئ اوبسترې يې ورجلاکړئ
له دې حديث څخه څرګنده سوه چي په اسلام کي دماشوما نوروزني ته بشپړه پاملرنه سوې اودهغوی دعمرپه لحاظ ورته امرونه سوي .
دلته داخبره هم په ډاګه سوه چي ماشوم ته بايد له لومړي سره داسلام احکا م وروښودل سي اوعملاًپري اجراسي،څو ماشوم ورو ورو ورسره عادي سي اوپه راتلوونکي کي يو باصالح اوغوره مسلمان وي . د همدې هدف دترسره کولو په تکل داکتاب پښتو ژبي ته راژ باړل سوی څوپښتني ماشومان داسلام له لومړياتوخبرسي اوپه راتلوونکي کي دخپلومسلمانو اسلافولاره تعقيب کړي .
هيله ده چي زموږدټولنې غړي خپل ماشومان له سره په همداسي ډول وروزي،ددې لپاره اړ ينه ده چي په خپله ژ به کي داډول کتابونه وليکل سي،راوژ باړل سي اوخپاره سي ، يوسفزي صاحب ته دي لوی الله جل جلاله خير ورکړي چي دې اړخ ته يې پاملرنه کړې اودما شوما نودپو هاوي لپاره يې داکتاب ترجمه کړی الله جل جلاله دي اجرورکړي اوهيله لرم چي خپلوداډول هڅوته نوردوام هم ورکړي .
ستاسوکشرورورمحمدوصيل "پېروز"