ګل الرحمن الرحماني !
دورځې په اوږدوکې به چې له کاره وزګارشوم نوکورته په رسېدوبه مې لومړى دمورجانې لاسونه ښکل کړل اوبيابه پاس بالاخانې ته وختم .دکړکۍ مخې ته دتوت غځېدلوڅانګوته به مي کتل اودمخامخ غرونوشنې لمنې به مې ترنظرلاندي وې .
دطبعت دغه منظرې زه له ځان سره داسې اوږدى کړى وم لکه يودنشې روږدى چې له خپلې نشې خونداخلي زه به په خيالونوکې پوره وړاندې تللې وم چې دبالاخاني دروازه به خلاصه شوه اوکوچنى وراره به مې مخې ته په موسکه خوله اوخندنۍ څېره مخامخ ودرېده دهغه په يوه لاس کې به کتابونه وو اوپه بل لاس به يې زه ځان ته ورجوخت کړم هڅه به بې کوله چې بې له څه مقدمې خپل کتابونه زما مخې ته وغوړوي بيا به يې دکړکۍ له پنجرې نه دڅانګورانيولوهڅه کوله خومابه ورته دکتاب څوجملې وويلې اوبيابه مې په زورځان ترې خلاص کړ.
هغه به چې کله زما په غېږکې څملاست نودخپل نوي ښوونځي غورې به يې کولې اوپه وړه ژبه به يې په صفتونولګياوو هرځل به يې ويل چې نوردشنډتوت ترونه لاندې سبق نه وايي اوچې مکتب جوړشي هلته به ځي .
يوه ورځ مازديګرزه دبالاخانې په کړکۍ کې ناست وم چې هغه مې خواته راغى اوپه خندايې يوسپين کاغذي پاکټ راکړپاکټ مې پرانست دښوونځي دنوې ودانۍ دپرانېستې غونډې ته دښوونځي دادارې له خوا زه هم وربلل شوى وم .
دوراره په تندي کې مې يوډول ځلااوهيله حس کړه ماليک ټول نه وو لوستى چې بيايې پوښتنه وکړه .
کاکا!معلم صيب ويل چې دکاکاسره دې يوځاى راشه سبازه دوخته پاڅېږم دواړه به ورځو.
ماپه مينه ښکل کړاودتلودوعدې ورکولوسره مې هغه دومره خوشحاله کړلکه کومه غوره ډالۍ مې چې ورکړې وي سهارله کاروباره پاتې شوم دلمرله راختلووړاندې دبالاخانې دکړکۍ ترڅنګ کښناستم په دې انتظاروم چې لمرراوخېژي اوله هغه سره يوځاي ښوونځي ته لاړشم ناڅاپه مې وړاندې وکتل خوپه سترګومې باوررانغى دنوي ښوونځي ودانۍ دسکاره په څېرتوره ولاړه وه اواوس هم مړه لوګي ترې اوچتېدل زماپه سترګو هم تياره وشوه لاندې ښکته شوم دوريندارې کوټې ته ورغلم وراره مې اوده وو اوترڅنګ يې کتابونه خواره واره پراته وو.
يوه زولۍ دګلابونو ... ګل الرحمن الرحماني
هرسهاربه چر ښوونځي ته تلم نودهديرې په څنډه کې به دهمغه نوي قبرنه دتازه ګلابونووږمه زماپه زهن ولګېده اويوه شېبه به ورته تم شوم .
له قبرنه غرني بوټي اويوه شنه اوسپنيزه پنجره تاووه اوپه منځ کې به يې په بوټو اوواښودتازه ګلابونوپاڼې خورې وې چې ټولوبه يورنګ درلود .
په ګلابونولاهم دغرني نسيم څاڅکي پراته وو اونرم باد به يې پاڼې خوځولې خولا لا په ده نه پوهېدم چې درنګارنګ ګلابونودغه زولۍ په دې قبرڅوک غوړوي په همدې فکرونوکې مې ډېرې ورځې تېرې کړې .
هرسهاربه مې دقبرله پنجرې نه يوتازه ګلاب راواخيست اوپه لاروبه مې دښوونځي تردروازې پورې پزې ته نيولى وو
ماپه دغه ګلابونوکې هره شېبه هره شېبه دکومې ځوانيمرګې مينې وږمه حس کوله په همدې ورکه پسې مې دکلي ټول بڼونه ولټول اوپه همدغه رنګونوپسې مې هره خوا وږې سترګې وغړولې خوهېڅ لاس ته رانه غلل يوازې زموږ دکاله په انګړکې ددغه ډول ګلابونوډکې سرۍ ولاړې وې .
يوه ورځ سهاروختي ددغه رازمعلومولولپاره هديرې ته لاړم اوهلته په غرنيوواښوکې غلى ودرېدم .
چې په توروجاموکې پټه نجلۍ غلې راغله دسترګوپه رپ کې يۍ ېوه زولۍ ګلابونه دشنې پنجرې له څنګه په قبروشيندل اوپه منډه لاړه .
هغې بياشاته هم را ونه کتل لاړه اوزموږکورته ننوته زړه مې پوره ارام شو .
ايله وپوهېدم چې دهمدغه زلمي دمرګ په ورځ چې هغه يې دجکړې له ډګره ټپي ټپي راووړ ولې زما دمشرې خورجانې سترګې له ژړاتکې سرې وې .
دپناه په سمندرکې ... ګل الرحمن الرحماني
زه دغه نړۍ ته داسې مهال راغلم چې په هره خوا ستادحسن وږمې خورې وې له غرونوباغونوسيند اودښتوپه هواکې ستادزلفوخوشبوڅپې وهلې اوټول خلک ستا دښکلاپه ستاينه دومره مشغول وو چې زما دلړزېدولوقدمونوښکالوته دې هم پام نه شو ،هغوى ستا په ستاينه اوستا د تلپاتې ښکلاپه ذکربوخت وو اوتاپرې دبې ساري مينې پېرزوينې شيندلې .
په سندريزه اوتياره چوپتياکې مخامخ ستاخواته درغلم اوپه لومړي ځل ستا دلاسونودښکلولو ياړرا په برخه شو دهغې شېبې نه ترننه دمينې اوښکلاپه سمندرکې ډوب يم که کله مې هم ستا ته دمننې مرغلرې ومندلې نوبيابه هم دمينې اومننې ديوې ليونۍ جذبې سره ستا خواته درشم اوستا لاسونه به ښکلوم .
زما دااوسني تري تم کېدل کله هم ددې مانا نه لري چې ما به ته کله دياده ويستلى وې زه يوازې ستا داحساسونواومهربانيوباردپناه په سمندرکې ډوب کړى يم اوهرکله چې همدغه رنګينه ورکه په لاس راشي نوستا حضورته به له بې ساري درناوي اودرزيدونکي زړه سره حاضرشم .
ماپه نړۍ کې دټولوانسانانودمينې اواحسان ټوله بدله وړکړه اوله دغه پورنه مې ترډېره په ژوندون ځان خلاص کړ.
خوستا په باب بيادخپلې کمترۍ احساس له تانه دومره لرې کړم چې کله به مې هم په ژبه دمننې دکلموفصل راونه ټوکېږي .
وروستۍ ډالۍ ... ګل الرحمن الرحماني
دغه له درده ډکې شېبې چې اوس پکې زه اوته بې داوښکوتويولوهيڅ نه لرواوپه سوو اوسړواوښکو يې لمانځوماته ډېرې پخوايادې وې اوتاته مې هم څوځلې يادې کړې وې .خوته هغه مهال دنوې مينې په خوږوکې داسې ورکه وې چې زهن ته دې يوه شېبه هم پدې اړه دسوچ اوفکرموقع ورنکړه . مادرته هماغه مهال چې ټوله نړۍ ديوې نوې مينې دوصال په رنګينوټالونوکې ځنګېده وويل چې يوه ورځ به خامخا هم دبيلتون څپېړې ددواړومخونوته راورسېږي اودارنګينې شېبې به دلاله دپاڼوپه څېردسيلۍ له کمزورې څپې سره ورژېږي .
خوبياهم ستا دزړه په قاموس کې دبيلتون کلمه بې مانا وه اودغه شېبې چې د يوه اوبل نه مو په سترګو دمينې اومننې پردې ولاړې دي تا نه وه حس کړې اوس مجبوريو چې يواوبل دتل لپاره هېرکړواويوازې په زړونوکې دژوند دهغوشپو ورځويادونه وساتوچې دواړو پکې څوشېبې دمينې دصحراپه لورقدم وهلى وو.
زه تانه ملامتوم هغه اوښکې چې ته يې اوس له ډېره درده دخداى پامانۍ په شېبوکې تويوې ستاد پښمانۍ اوښکې نه دي بلکې دمننې هغه سپېڅلې نظرانه ده چې په خپل زړه کې دغلې مينې دوروستۍ ډالۍ په توګه يې ته ماته راکوي .
يوسيلاب وړى چې دسمندرله ياغي څپوستړى ستومانه شي اونيم ژوندا ى دساحل په شګوپرېوزي نودمرګ له دغه ترخې تجربې وروسته يوځل بيادژوند ټولورنګينوته غاړه ورکوي، مينه ورسره کوي اوغواړي چې دمرګي يادونه دتل لپاره له زهنه وباسي .
ماهم دهمدغه سيلاب وړي په څېرستا دزړه ډالۍ دمينې دساحل په غاړه ترلاسه کړه خوداسې مهال چې له پخوامې دغه ساحل ته ديوه نوي مېلمه دراتلولارې څارلې سهاراوماښام به مې سترګې دسمندرياغې څپوته نيولې وې .
اوس بايد دفطرت پرېکړې ته هم په همداسې بې سارې مينه اودرناوي غاړه کېږدو دژړااوسلګوپه ځاى دهغه چاپه وړاندې دتعظيم سرونه ټيټ کړوچاچې زمااوستا په ساه اوزړونوکې دمينې اوانسانيت نه پناه کېدونکې زرينې وړانګې وشيندلې اوهغه مقام ته يې ورورسولوچې نن دواړه ځانونه يودبل له مينې اودرناوي پوروړي ګڼو.
ماچې دمينې اودرناوي څه الفاظ لرل ستاسوحضورته مې وړاندې کړل نورغواړم چې دخپل زهن په کروندوکې دهمدغه سترذات لپاره دمننې دالفاظوزړي وشيندم اوبيايې دهغه مبارک په حضورکې دګلونوپه بڼه مننې دډالۍ په نوم وړاندې کړم .
بېلتون ... ګل الرحمن الرحماني
دخوښۍ په محفل کې ناست وم چې يوسړى راننوت هرخوايې اوتراوتر وکتل اوبيايې ديوبل کس نه زما پوښتنه و کړه .هغه هم بې له ځنډه هلته په کونج زه وروښودلم نااشناسړى زماخواته راغى غوږته يى خوله رانږدى کړه اوستا دمرګ خبريى راکړ.
په سترګومى توره شپه شوه سرراباندى وڅرخېده اودمحفل ټول ياران دلېونوپه بڼه راته ښکاره شول .
ستا له مرګه وروسته بياستاپه فکرونوکې ډوب يم له جيبه مې موبايئل راويوست اوستا نوم مي دنومونودليست نه حذف کړ.
په دې مياشت کې زما دوه نورخواږه ملګري هم په دغه برخليک اخته شول اومايې نومونه دخپل تيلفون له صفحې حذف کړل .
اوس غجيبه وېرې اخيستى يم هره شېبه راته مرګ سترګوسترګوته کېږي اوفکرکوم چې يوه ورځ به خپله هم دژوند له صفحې دمبايئل دهمدغه نومونوپه څېرحذف شم اوخلک به مې نوم په خپلومبايئلونوکې يو بې ضرورته څيزوبولي .
وروستى فصل ... ګل الرحمن الرحماني
په خپل ورځني مهال وېش کې يې دشپې يوه اوږده برخه دخپل نوي داستان دځينوبرخو ليکلوته ځانګړې کړې وه .
هغه به چې ماښام ناوخته دورځپاڼې له دفتره کورته راغى نودورځنيوتودوپېښواوخبرونوليکلوبه يې زهن دومره خوړلى وو چې دکورنۍ دغړوسره به يې هم په ورين تندي خبرې نه کولې دډوډۍ تروخته به يې په يوه اوبله ځان بوخت ساتلوپه زهن کې به يې لاهم ورځنۍ پېښې اوخبرونه روان وو .
هغه به په همدې ځوانۍ اومجرد ژوند کې دومره فکري او خاموش وو چې ډېردپاخه عمراوسپين ږيري کسان هم داسې نه وي خوکله يې چې په ورځپاڼه کې خپل پرلپسې داستان پيل کړنو طبعه يې ترپخواهم ناارامه شوه اوديوه ناکام مين په څېربه يې چرتونه وهل ورو ورويې دکورنۍ غړي هم ورسره بلدشول اوهغه يې په دې اړه سپيناوي ته نه مجبورولوله ډوډۍ خوړلووروسته به سيخ خپلې کوټې ته ننوت وربه يې ځان پسې بند کړ اودداستان په ليکلوبه بوخت شو ډېرې پاڼې به يې تورې کړې خوچې دلوستلووروسته به يې خوښې نه شوې ټولې به يې څيرې کړې اوليکنه به يې له سره دخوښۍ په څرګندولوپيل کړه ترهغه به په ليکنه بوخت وو چې دخپل داستان له اتلانوسره به په خپله په خوب کې روان شو له هغوسره به يې خبرې پيل کړې هر يوه به ورته چېغې وهلې چې داستان يې زرخلاص کړي ډېروبه ګيله ترې کوله چې ولې يې کېسې دښارزرګونوخلکوته رسولې .
سهاربه چې ليکوال دخوبه راپاڅېده نوګڼې پاڼې به ترېنه لاندې پرتې وې .
نن ماښام يې دورځپاڼې دمديرنه اجازه وغوښته اوورته ويې ويل چې دداستان وروستى فصل ليکې هغه دخپل دې داستان په سبب دورځپاڼې په مديردومره ګران وو چې هرغوښتنه يې منله نوځکه خويې نن هم اجازه ورکړه چې دداستان وروستى فصل بشپړکړي .
په لارويې په زهن کې بېلابېل فکرونه ګرځېدل هغه مجبوروو چې نن شپه دداستان اتل ووژني هغه کس چې دتېريوه کال نه راپه دېخوا دهغه دنيموشپوملګرى وو اودزړه کېسې يې ورسره کولې په وروستي فصل کې دداړه مارانوله خوادداستان شريف اتل له ټولوملګروسره وژل کېدولو.
هغه له ځان سره فکرکاوه لکه په ريښتيا چې بيګاته قتل کوي ځان ورته يوقاتل ښکارېده هغه دداستان په پيل کې دمقدمې په ډول ليکلي وو چې دايوريښتنى داستان دى خودايوازې ده ته معلومه وه چې په څومره مهارت يې په يوه خيالي داستان دورځپاڼې له مسئول مديرنه نيولې ترهرعادي لوستونکي تېرايستلي دي .
دداستان اتل ورته دومره ګران شوى وو چى اوس ورته دوروستي فصل ليکل له حده سخت وو ځکه چې په دغه فصل کې يې بايد هغه وژلى وى .
دشپي ناوخته يې دکوټې ورپه ځان پسې بند کړ په سپينوپاڼويې څوځله قلم وخوځولوخوداتل دمرګ صحنې ته به چې ورلنډشو بيابه يې زړه درد وکړ دبدماشانودډلې پياوړى قاتل به چى داتل څېره دتومانچې په دوربين کې راوسته نودهغه قلم به ځاى په ځاى په پاڼه مېخ شو شاپه تخته به اوږود وغځېد اوپه ګوتوبه يې لړزه راغله له ځان سره به يې په لوړاوازخبرې پيل کړې .
دهغه په ځاى زه دوژلووړيم مادرورځپاڼې ټول لوستونکي ددروغوپه يوه خيالي داستان وژړول نوربايد هغوى ته حقيقت ووايم اوبښنه ترې وغواړم زه نشم کولى هغه بې ګناه ووژنم يوازې ددروغوګناه مې بس ده نه غواړم يوقاتل شم .
بياپه ځاى کې راکښناست ګوتواوقلم يې له پاڼوبل خوا زورکاوه له مجبوريته يې قلم په سرپوښ کې بند کړ دداستان لوستل يې يوځل بيا له سره پيل کړل نيمه شپه کېده چې ټولې پاڼې يې ولوستلې اودوروستي فصل سپينې پاڼې ته راورسېد زړه يې دداستان په ليکلوله پښمانۍ ډک وو هغه نن شپه مجبوروو چې دداستان وروستى فصل وليکي اودداستان اتل له خپلوټولوملګروسره ووژني خودقتل خبره به يې په زړه دغشي په څېرولګېده .
په سترګويې تپه تياره شوه بيايې دکوټې دېوالونوته وکتل اوچېغې يې کړې .
زه قاتل نه يم !هغه هېڅ ګناه نه لري دداستان وروستي فصل ته رسېدلى يم لاهم نه پوهېږم چې داستان مې کوميډي دى که تراژېدي نه ....نه داهرڅه لاهم زما په واک کې دي بايد خپله دداستان وروستى فصل شم .
قلم يې راواخيست بې اختياره يې په ليکلوبوخت شو په څوشېبوکې يې شپږ اوه پاڼې تورې کړې په تندي يې په يخه هواکې دلومړي ځل لپاره خولې راماتې شوې دداستان وروستي فصل ته يې دپاى ټکى کېښود نيټه يې وليکله اوپه بيړه اوچت شوله مخامخ المارۍ نه يې يوه نوې تمانچه راواخيسته اوخپل تندي ته يې برابره کړه په کوټه کې له يوه درانه اوازسره ليکوال دوروستي فصل په پاڼوپړمخې راورغورځېده .
دورځپاڼې لوستونکې سباورځ دورځپاڼې ترلاسه کولوپه انتظاروو اوکله يې چې دداستان دوروستي فصل لپاره دورځپاڼې پاڼې واړولې نوپه ځاى يې دليکوال تصويراوناڅاپي مړينې خبردوروستي فصل په نوم خپاره شوي وو .
خړه ليکه ... ګل الرحمن الرحماني
زما دبيلتون تروروستيوشېبوپورې دې ته پام نه وو چې ته مې لالهانده حواس اوستړې هيلې په دومره ژورنظرڅارې اودشاهين په څېردې دافق له څنډوزما دزړه په ځمکه ټولې لوړې ژورې ترڅارلاندې دي .
ماپه دغه دښته کې دخپل ستومانوونکې مزل په مهال چې هرقدم مې په کاڼواواغزوکې وو يوازې دورک منزل لارواودښنوته کتل اوکله مې هم فکرنه کاوه چې دچادنظرزرينې وړانګې به دسهارد لمرڅرک غوندې زماپه څېره څوشېبې خښې وي اوپه دښته کې به مې پاتې پلونه په دومره مينه اودرناوي ښکلوي . اوس ستا دمينې سپېڅلتياهره شېبه په ما پسې له شانه چغې وهي دغه چېغې په ګرد جنه فضاکې دهيلواوزاريوپه بڼه زما ترغوږونورارسېږي اوبياديوې ناپايه مينې په ترانواو سندرواوړي .
خوپه دې شېبوکې زما دبې وسۍ اوسيلي اودحسرت په ګردونولړلې اوښکې هم دهېرېدلونه دي زه چې اوس هرڅوشاته دروګورم فايده نلري ځکه زماله بښواوګړندي تګه په هواکې دخاورواو ګردونويوه ليکه پرته ده چې نور نودواړه ليدلوته نه پېږدي .
اغزنه لار ... ګل الرحمن الرحماني
ماپه بارباردرته ويل چې په ماپورې دزړه تړلوبې ځايه هيله مه کوه ماته هېڅکله هغه امانت مه سپاره چې ساتل يې دسرپه بدله کېږي ،زما په وجود کې لاهم د دغه پياوړي احساس دراټوکېدوکومه نښه نه محسوسېږي تا ته به زما دژوندلارې اومنزلونه ښه معلوم وي زه دهغوزلميوپه څېرژوند نه لرم چې دسهاردلمرڅرک سره دخوبه راپاڅي په سترګويې دشپې خمار،دنازنخرواوغرورپردې غوړېدلې وي اودانګړپه ګلونواوپستوچمنونوقدم وهي زه دهمدغې لمرڅرک په مهال په دغه صحراکه دومره وړاندې تللى وم چې هغوى ته ديوه تورکوچني سيوري په څېرښکارېدم زماهرپل اوقدم په اغزودى زما دژوند لارى ډېرې اغزنې دي زما له يبلوپښوروانې وينې اوساړه يواځېني اوسيلي دصحراوږ مواوشورماشورته معلوم دي هرقدم مې قدمونه له نااشناکاڼوسره لګېږي اوپرلپسې تنديکونه خورم زما په سترګودځوانۍ دخمارپه ځاى د خپل راتلونکي منزل دردونه خواره دي خولاهم نه پوهېږم چې داکوم نامريه ځواک دى چې تاپه واروارله ماسره په دغه اغزنه لاره تلوته مجبوروي .
ګراني !هيله کوم دخپلې دغې پرېکړې نه تېره شه پرېږده چې يوازې دلارې ګردونه اوصحرايي اوازونه راسره ملتياوکړي کاڼي اواغزي راته هرکلي ووايي .
ستا قدمونه يوازې ددې لپاره دي چې دګلونوله پاسه کېښودل شي اوپاسته چمنونه يې ښکل کړي ستا نظربايد دصحرادسوزونکوسيليواوناپايه فاصلوپه ځاى دښايسته بڼونوپه وږمواودګلونوپه څپوولګېږې .
زمالپاره يوازې همدابس ده چې سهاراوماښام په پټه دخپلي کلالوړوبرجونوته وخېژې اووړاندې په صحراکې ديوه پردېس دراتلولاروڅاري .
زه وعده کوم کچېرې په همدغه لاردخپلوارمانونومنزل ته ورسېدم نودهمغه منزل دګلابي هندارولومړۍ ډيوه به ستادښکلاله وړانګوبلېږي بيابه ته راته د درد په ځاى دمينې اوښکلاسندرې وايې اومابه دخپلوزخمونو ټکورلپاره دګيلمن ماشوم په څېرسرستا په غېږې ايښي وي .
تلپاتې مينه ... ګل الرحمن الرحماني
په دغه نړۍ کې ډېروانسانانومينه دپرخې هغورڼوڅاڅکوته ورته ده چې دسهاردلمرڅرک سره يوځاى دګلپاڼوله غېږو دتل لپاره دابديت په لورالوزي . ريښتينې مينه بيا دپرخې دغه څاڅکو ته نه بلکې دګلپاڼوپه منځ کې هغه پټې وږمې ته ورته ده، چې دبادونواولمرسره سره ګلونه يوازې نه پرېږدي خودګل درژېدوسره يوځاى ديادونوپه هديره کې خاورې شي اووږمه يې څوک نشي وژلى .