بسم الله الرحمن الرحیم

 لیکوال : زاهدندیم ، منبع اقوال زرین

 د صدیق الله «بکر » ژباړه

 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

 1 ـ الله جل جلاله زماپرامت باندي ترټولوشیانودمخه لومونځ فرض کړی دی . اودقیامت

په ورځ به ترټولوشیانودمخه دلمانځه حساب ورسره کوي .

۲ ـ څوک چي پرالله جل جلاله اودقیامت پرورځ ايمان لري، دهغه لپاره پکارده چي همسايه

ته تکلیف ونه رسوي .

۳- د چاسره چي ده مسلمان غم نه وي، هغه زمادامت څخه نه دی.

۴ –و شتمنوخلګوته لږورځئ،نوبه دالله جل جلاله نعمتونه ستاسوپه وړاندي خواراوبې

قدره نه وي .

۵ – حلال څیزونه چي هرڅومره خوړلای سی وې خورئ اوچي هرډول جامه په تن کولای سی

په تن یې کړئ مګردوه څیزونه به په کي نه وي (۱) اصراف (۲) تکبریاني لوئي .

۶ – له ښارڅخه چي داولاد  لپاره کوم څیزراوړی لومړی یې لورته ورکوئ بیا زوئ ته .

۷ –څوک چي دعلم په لارکي روان وي، الله تعالی دهغه لپاره دجنت لاره اسانه کوي.

۸ –څوک چي دعلم دلټولوپه لار کي مړسې هغه شهیددی.

۹ – درې (۳) شیان داسي دي چي انسان ته له مرګه څخه ورسته په ښه ورځي (۱) صدقه

جاریه (۲) هغه علم چي خلګ ګټه ځني واخلي (۳) ښه اولادچي دهغه لپاره دعاوي کوي

۱۰ – له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وسوه :ترټولوغور(ګټور)عمل څه

دی؟رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : (۱) لمونځ کول (۲) پرخپل وخت

باندي،دموراوپلارخدمت کول (۳) جهادکول

۱۱ – دنیا دمومن لپاره زندان دی، اودکافرلپاره جنت .

۱۲ – دچاچي مرګ په یادوي اودمرګ لپاره تیاري کوي ،هغه ترټولوعقلمنددی .

 

الله جل جلاله دي موږاوتاسو ته پردغه خبرودعمل کولوتوفیق راکړي: آمین ثم آمین

 ژباړن : صدیق الله «بکر»

« سـرپـاڼـه »