دبې لمانځه لپاره پنځلس عذابونه

ژباړه : تېمورشاه یوسفزی

 

هر څوک چي په لمانځه کي سستي وکړي ،ورته پنځلس  رقمه عذابونه ورکول کیږي ، پنځه عذابونه په دې دنیا کي ، درې عذابونه دمرګ په وخت کي ، درې عذابونه په قبر کي او درې عذابونه کله چي له قبر څخه راوپاڅېږي . 

ددې دنیا پنځه عذابونه په دې ډول دي :

۱:-  دژوند څخه ئې برکت وځي .

۲:- دصالحانو نور ئې له څېرې څخه محوه کیږي .

۳:- دنیک عمالو اجر ونه ورته نه ورکول کیږي .

۴:- دعاګاني ئې نه منل کیږي .

۵:-  دنوموړ ي شخص په حق کي دنیکو صالحانو دعاګاني نه قبلیږي .

دمرګ په وخت کي درې عذابونه په دې ډول دي :

 ۱:-  په ډېر زلت او خوارۍ سره مړي .

۲:-  دمړيني په وخت کي به ډېر وږی وي .

۳:-  ډېر به تږی وي ، که څه هم ددرستي دنیا اوبه په خوله کي ئې توی سي ، بیا به هم دتږیتوب احساس کوي . 

دقبر درې عذابونه  په دې ډول دي :

۱:-   قبر به ئې ډېر تنګ سي .

۲:- په قبر کي ئې اور بلېږي .

۳:- یو غټ مار به ئې په قبر کي راپیداسي ، چي سترګي ئې له اور او نوکان ئې د اوسپني څخه وي ، دهر نوک پلنوالی به ئې دیوې ورځي دلاري مزل وي  ، ږغ به ئې د تالندي په څېر وي .

دغه مار وايي :  زه دخپل پرودګار په وسیله پرتا مسلط سوی یم ، چي دسهار لمانځه په نه کولو ، تا له سهار بیا ترلمر ختو پوري نېښ ووهم ، او ماسپښین لمانځه د ضایع کولو په سبب تر مازدیګر لمانځه پوري ، او دمازیګر لمانځه دضایع کولو په سبب تر ماښام لمانځه پوري ، او دماښام لمانځه د ضایع کولو په سبب تر ماخوستن لمانځه پور ي او دماخوستن لمانځه دضایع کولو په سبب تر سهار لمانځه پوري نېښ ووهم .

اوهر ځل چي دغه  مار نېښ وهي ، نوموړی شخص اویا(۷۰) زراع په ځمکه ننوزي ، او دغه عذاب به ترقیامت پوري ادامه ولري . 

درې عذابونه کله چي له قبر څخه راپاڅېږي ، عبارت دي له : 

۱:- په ډېري سختۍدهغه څخه حساب اخیستل کیږي .

۲:- الله (ج) پرهغه خشم او غضب کوي .

۳:- ودوزخ ته اچول کیږي ، په روایت کي راغلي دي چي ، پر مخ ئې درې کرښي لیکل کیږي .

لومړۍ کرښه :-  اې ځایه کوونکې د حق الله

دوهم کرښه :-     اې مخصوص په غضب الله

درېمه کرښه :-  لکه څرنګه چي دي په دنیا کي د الله (ج) حق دي ضایع کړ، نن ورځ دهغه درحمت څخه هم ناامیده واوسېږه .