ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي د استرالیا حکومت په هغه پالیسۍ سختې نیوکې کړي چې په کشتیو کې راغلي کډوال په سمندري توقیف خونو کې بندي ساتي.

اندریکا راتواټي چې په ختیځې آسیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ مشر دی، ویلي چې د استرالیا په سمندري توقیف خونه نایرو کې د کډوالو وضعیت د اندیښنې وړ دی او کډوال باید ژر تر ژره له دغه ځایه ویستل شي.

نوموړي وایي، د استرالیا په توقیف خونو کې د کډوالو د دغه ډول ناوړه حالت په لیدو حک پک شوې. هغه وایي چې په دغه توقیف خونو د کډوالو رواني حالت ډیر نازکه دی او که چیرې له هغوی سره عاجله مرسته ونشي نو ښایي پښیمانه کوونکې پایلې به ولري.

ښاغلي اندریکا د سه شنبې په ورځ دغه څرګندونې د استرالیا د توقیف خونو څخه له کتنې وروسته وکړې.

هغه همداراز وویل، بله حیرانوونکې خبره دا ده چې د نایرو توقیف خونه کې له ۴۰ زیات یوازې هغه ماشومان دي چې هملته زیږیدلې او په همدغه ناوړه حالاتو کې رالوی شويدي.

نوموړي وویل، په نایرو توقیف خونه کې کډوال په بشپړه توګه مایوسه دي، آن تر دې چې د لسو کلونو کم عمره ماشومانو هم هلته د ځان وژنې هڅه کړې.

هغه وویل، د دغه ډول حالاتو څخه باید مخنیوی وشي اوهیڅ څوک باید هلته ژوند کولو ته اړ نشي.

ښاغلي اندریکا د خپلو خبرو په پای کې د استرالیا له حکومته جدي غوښتنه وکړه چې په سمندي توقیف خونو کې د کډوالو د ساتلو پر پالیسۍ دې بیا غور وکړي.