د آلماني چارواکو په وینا لس تنه هغه افغان کډوال یې بیرته افغانستان ته ستانه کړي چې د کډوالۍ غوښتنه یې نه وه منل شوې.

د افغان کډوالو دغه ډله په یوه ځانګړې الوتکه کې د سه شنبې په ورځ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته راورسیده.

د چارواکو په وینا د افغان حکومت او آلمان ترمنځ د کډوالو د ستنولو له هوکړې وروسته چې په ۲۰۱۶ کال کې لاسلیک شوه دا یولسم ځل دی چې له آلمان څخه افغان کډوال په ډله ایز ډول افغانستان ته رالیږل کیږي.

تر دې دمه په ټوله کې لږترلږه ۲۰۰ افغانان له آلمان څخه بیرته افغانستان ته راستانه کړل شوي.

که څه هم په ۲۰۱۷ کال کې کابل کې د المان سفارت مخته موټر بم چاودنه ترسره شوه چې قابو ۵۰۰ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او له امله یې د المان حکومت اړ شو چې د افغان کډوالو ستنولو ته توقف ورکړي خو دغه لړۍ یې تر څه مودې وروسته بیرته پیل کړه.

افغان حکومت له اروپایي ټولنې د ځینو هیوادونو سره د ۲۰۱۶ میلادي کال د اکتوبر میاشتې پر درېیمه نېټه، داسې هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې هغه افغانان چې د پناه غوښتنې خواست یې د اروپايي هېوادونو له خوا نه منل کیږي، د دې هوکړه لیک له شرایطو سره سم به بېرته افغانستان ته را استول کیږي.

تر دې هوکړه لیک وروسته په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ میلادي کلونو کې په زرګونو افغانان په خپله خوښه او یا هم په اجباري توګه له اروپایي هیوادونو څخه ایستل شوي دي.

همداشان د ۲۰۱۸ میلادي کال له پېل څخه تر اوسه، ۴۰۲ افغان کډوال په خپله خوښه له اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي، او ۱۷۵ تنه نور په زوره ایستل شوي دي.