غزل
اننګي دې دي ځلانـده څراغونه
لږ خو راشه چې رڼا شي ماښامونه
د لیمو نه یې تک سره بڅري اوري
ته به وایې لکه اور شیندونکي غرونه
د نفرت په اړه هېڅ ویلی نه شم
ما لوستلي دي د مینې کتابونه
زما زړه لکه سرتېری د لیبیا دی
ستا باڼه لکه ملــــګري ملتونه
داسې ښه ده چې فضا وي سندریزه
له بنګړ و د خالي مه شه مړوندونه
که په بام باندې ختل د بېوسي وي
په دیوال خو لږ راپورته کړه لاسونه
ق.درمان
02.11.2012
- فضل الربي رستم
غزل
ما چې د چا سره ټول عمر ځواني کړي ده
هغې زما سره ټول عمر ناځواني کړي ده
بیا دې د کوم میئن مرګي ته تیاري کړي ده
نن د په ځان باندې څه بې کچې خواري کړي ده
ما په هر حال کې محبت ته هرکلی کړ...
21.03.2013
- فضل الربي رستم
غزل نور د بس وي جنګ پرسته ، نور به سولې تـــــه لار ګــــورو کلـــی ډک لــــه یتیمـانــو ، کلــــی ډک دی نور لـــــــــــــه بورو کــه دښمـن وژل ضــرور دي ، خــو د ځــان ساتنه فــرض ده هــو ! منـم دښمـن بــه وژنـو ، خـو ځــانونه بــه هــم ژغورو دا چې کلک سنګر کې ناست دی ، یو ساعت ترې نه خوځیږي د جنت لـــه غمــــه نـــه مري ، خـــو هوس لـــري د حـــورو زه الـــفت پـــــه کلــــي ویـشــــم ، تــا د مرګ تـــخـــم راوړی...