غزل

ما  چې د چا سره ټول  عمر  ځواني  کړي  ده

هغې  زما  سره  ټول  عمر  ناځواني  کړي  ده

 

بیا دې د  کوم میئن مرګي  ته  تیاري  کړي  ده

نن د په ځان باندې څه بې کچې خواري کړي ده

 

ما په هر حال کې محبت  ته  هرکلی  کړی  دی

ما  په هر حال کې د نفرت سره  بدي  کړي  ده

 

نن راته ځای د  خوشالۍ  نه  ځمکه  نه  راکوي

نن  مې  د  یار  سره  د  عید  مبارکي  کړي ده

 

پرېږده چې ستا په تهمت مړ شمه  خوشاله   یمه

سبا  به  وایې چې درمان مې بې ننګي کړي  ده

 

ق.درمان