اخ ! څومره ښه ښکارېدم

------------------------------------------
خدایزده بېګا راباندې څه شوي و
بېګا پوره په اته نیمو بجو
خپلې دوزخ دوزخ کوټې ته لاړم
لکه  عادي   او روغ انسان ویده شوم


سهار پنځه بجې راپاځيدمه
نه مې وجود ،  درد کاوه  او نه غوصه راتلله
ځان مې تیار کړ  اینې ته لاړم
کاش کې چې مور مې  نن لیدلی ومه
اخ څومره ښه ښکاریدم

نن مې لومړۍ ورځ او لومړۍ سبایې
چې دومره وخته به کالج ته ځمه
په دې پوهیږم چې استاده به مې  شي  حیرانه

  ولا نن  څومره بختوره  ورځ  وه 
زه مې له ځانه بهر شوی ومه
ما د بازار  عجب رنګونه  څومره ښه ولیدل
دا ټول مخلوق سبایې وخته خپل کارونه  ته ځي
له دې نه اوس خبر شوم
زه خو د شپې تر څلور نیمو بجو ویښ ناست یمه
او بیا په دولس بجې ورځ پيلوم
نه مې څوک وینې او نه چا سره لیدل کومه
په زاره چاود مزاج  ځان پورې خندل کومه

ما د بازار دغه رنګونه څومره ښه ولیدل
 دوو ژړل درېو خندا کوله
دا دور درې  نور  خو کټ مټ ما غوندې و
څومره حیران او سودایې ښکارېدل

 ما ددنیا دغه رنګونه څومره ښه ولیدل
پر یو ځای سیوری  او  پر بل ځای باندې لمر پروت و
بیا هلته لاړم  حوصله مې له اوبو واخسته 
 څومره خاموشه څومره غلی سمندر پروت و
ما د  دنیا    د دې  رنګونو تماشه وکړله
 ما له هغې ورورسته د خپل ژوند فیصله وکړله

24-05-2012 نبیکسواود