یو عجیبه کیفیت دی
(زړه مې سوځي)
(زړه مې درد کړي)
تصویرونه د ماضې مې
لکه ښه تېزه سیلۍ چې،
مخکې اوړي او را اوړي
شغاهار دی چې بدلیږي
زه مې سترګې کړمه خلاصې
دې پيکه پيکه نړۍ کې
او د ځان په تنهایۍ کې
اوسنی خپل حالت وینم
تخیل څخه راوځم
زه د ژوند حقیقت وینم
د خپل زړه د درد په څړیکو
یوه پریکړه مې ده کړې
یو سګریت مې دی بل کړی
یو کاغذ مې دی په مخ کې
چې ما ستا نوم پرې لیکلی
ورسره لاندې د زړه مې
چې یو راز دی ، تاسره وو،
څه په رپنده لاسو مې ، تیلی ورکړ
یو عجیبه کیفیت دی
یو عجیبه فیصله ده
اوس نو درې ځایه اور بل دی
د کاغذ په سپينه پاڼه
د سګریټ په وجود باندې
او زما د زړه په ځمکه
5/06/2012 نبیکسواود