غزل

د محبت نښې یې څومره هنري ایښي دي
چا مې د ناستې پر ځای درې رنګه بنګړي ایښي دي

ما ته داغونه ، دغې  وخت  که په زړګي ایښي دي
تا ترې خالونه د سرو وینو په تندي ایښي دي

د چا د مینې راز مې نه پریږدي چې مینه وکړم
عجب بندونه  راته  ژوند کې خپل ماضي ایښي دي

د شریک ژوند علت زمونږ ه د تقدیر پاڼو کې
زمونږ  د دواړو یې ذوقونه مساوي ایښي دي

شي به ړانده  که چا په سترګه د عقدې ولوسته
رستم  !  غزل کې   کینه ګرو ته اغزي ایښي دي
/5/29/2012   nibbixwoud