مرۍ
--------------------------------------------------
خانی له ښاره راغی
د مور  تر څنګ  روان دی
لاس کې یې غوټه د مېوو نېولې
او په زړه غوټې د پوښتنو لري

مرۍ! په سرو منګولو
هغلته ، لرې  خپل انګړ جارو کئ
مور یې ،  ها   کوزه  برنډه کې ناسته
لور ته یوه یوه خبره کوي

د ماشومانو غږ شو
چې ببوګله ترور راورسېده
مرۍ په سوچ کې ډوبه
لګیا ده ، درګرده   انګړ جارو  کئ
مور یې  ، له کوزې برنډې نارې کړې
نجلۍ نور بس کړه ، مړه شې
 توړۍ دې راغله  او خانی ورسره
ته ځوانيمرګه شې ، د چا مخې ته
څوک جارو نه وهي، سپېره جارو ده

 


مرۍ جارو خطا کړه
مرۍ د خپلې  کوټې ور سېخ کړ، ور منډه یې کړه
په حویلۍ کې یو   ړندې   ډبرې
د  مرۍ  سپینې پستې ګوتې سره ځان وواهه
مرۍ ( الله)  ناره کړه
ګوته یې سره په وینو
د کوټې  ور یې بند کړ
او له کړکۍ یې پټ پټ
د خاني دنګه ځواني سپینې جامې
ولېدې

د مرۍ زړه  د درد له لاسه وران و
او پر پستو شونډو یې
یوه مسکا خوره وه
ښکلا، ښکلا خوره وه

 

 

 


مرۍ په خیال کې لاړه
مرۍ خپل  ګډ ژوند لکه خپله مسکا
ښکلی ، ښکلی ، ښکلی وليد
او بیا یې پټ له ګوګه
یوه اینه او یو قلم راواخیست
اوس نو مرۍ له کړکۍ
کله خاني ته ګوري
او کله   دې قلم ته
چې مرۍ خپله په مریو باندې
خاص د خاني لپاره
بلا ښایسته جوړ کړی
بلا ښایسته جوړ کړی

11-02-2012  3:00 am