غزل


بېګا مې ستا له یاده سره ګرانې جګیده شور
ما لاس به مې په زړه کيښود خو نه منع کیده شور

په کلي کې  د شر  له لاسه نه شمه اوسیدلی
په ښار کې هم راوخوړل غوږونه  مې  د زړه،  شور


دا څه بلا وهلي دي ، دوی ولې نه پوهیږي
دا بیا ولې جیګ شوی دی تر منځ د پښتانه شور

عمره!  ددې دور خلیفه یې  ځان خبر کړه
 دې کور کې ولې چیغې دي؟ ، دې کور کې دی په څه شور؟

غوږونو ته مې  راشي  ترنم ستا دخواږ نوم
له باده منندوی یمه راوړي ستا د نامه شور
فضل الربي رستم