غزل
اوس ښه نه یم، اوس خوند مې اوبو وړی دی جانانه
وجودمې هدېره او زړه مې مړی دی جانانه

ته مه پوښته چې تا نه بغېر څرنګه ژوندی یم
همدا سوال خوماهم ځان نه کړی دی جانانه

قربان دې شم ،ته مه غواړه ، زمــا د برخې حق دی
قربان دې شم دا درد زما ځانګړی دی جانانه

ته وګوره کېدای شې چې یې خپل کړې ،مروره! 
زما ارمان هم ستا دهېلو غړی دی جانانه

ته چېرې له ما لرې ځې په غمشریکه یاره
ته مه ځه کنه ،مه ځه، ژوند نېمګړی دی جانانه
فضل الربي رستم