غـــــزل 

 

کله چې احساس یې له وجود،  جانانه وتښتي

پوه شه چې رستم به  بیا د وخت غزا نه وتښتي

 

دلته د حالاتو ایینې تصویر ګرد جن ښایې

دلته څوک د چا مخې ته ورشي،  چا نه وتښتي

 

نه دي راځي خوب ، پرې خفه  نه یم خو  ګل مخیه

کاشکې خو دې یاد هم لکه خوب له مانه وتښتي

 

 

څنګه زلميتوب د محبت د اور خوراک نه شي

  څنګه نو سړی له دې غضب بلانه  و تښتي

 

 

روح مې ستړی ستړی دی له شوره ، ستا له نوم سره

روح به مې یو ورځې د خپل زړه درزا نه وتښتي

 

                 فضل الربي رستم