• غزل
    ستا د مغرور حسن په رګ رګ کې یې لارې وکړې
    د زړه شغلو مې په تا څه عجیبه چارې وکړې­­

    ما د یو چا نوم پسې ښې ډېرې کوکارې وکړې
    خو راویاتو مې په زړه باندې شوکارې وکړې­­­


    دغه نجلۍ دې د هندارې مخ ته نه ودریږي
    دغې نجلۍ نو  څه کانې په دې هندارې وکړې

    توبه ، توبه  د خدای تعالی عرش یې   هم ولړزواه
    یوه ظالم  ته نن ښیرا یوې خېرمارې وکړې

    ما ، که  په ( ګرانې ) و بللې ، ما ګناه وکړه ، خو  
    ته ثوابي شوې ، تا کنځا راته څو وارې وکړې
    ­­­

  • زما د زړه په هره برخه یې خپل فن و مانه
    زما په زړه لوبې د ښار یوې فنکارې وکړې­­­­
    • فضل الربي رستم