خدایه اینه څنګه وي؟

خدایه  پيدا دې کړمه شکر باسم
خدایه ! رالوی دې کړم ، مننه کوم
خدایه! ښه غږ دې راکړ
خدایه ! قران مې ټول  په زړه  ولیکه
خدایه! قرءیت  چې کوم
 زه ان  د زړونو د ژړا غږ اورم


خدایه! پیدا دې کړمه شکر باسم
خدایه! رالوی دې کړم ، مننه کوم
 خدایه! یوه بله غوښتنه لرم
خدایه! خندا مې زده ده
خدایه! د درد په وخت کې ژاړمه هم
خدایه زه نه غواړم چې
زه مې خندا ووینم
او یا ژړا ووینم

خو
یوه پوښتنه  مې په زړه باندې چړې راکاږې
چې اینه څنګه وي؟
په اینه کې به مې خپله سترګې څنګه ښکاري؟

3/01/2012 0
فضل الربي رستم