غزل
یوه کېسه ده چې زما د ژوند وجود جوړ شوی
نه، حادثه ده چې زما د ژوند وجود جوړ شوی
زه د شګلن طوفان په مینځ کې روغې سترګې ګرځم
د چا اسره ده چې زما د ژوند وجود جوړ شوی
لمر ګردېشونه کوي ، ناست یم ستا د یاد مینجور
دا هدېره ده چې زما د ژوند وجود جوړ شوی
زه د هغې په ژوند کې یم ، لکه هېر شوی ماضي
خو یو هغه ده چې زما د ژوند وجود جوړ شوی
رڼا له ما څخه ناراضه ، زما ژوند رستمه
همدغه شپه ده چې زما د ژوند وجود جوړ شوی
فضل الربي رستم