غزل                    
یو درد وم ، ستا د زړه د پرهر تل کې اوسیدم
یو کیف ومه رستمه ستا غزل کې اوسیدم

ژوند څه و ، ژوند د مینې محبت خبرې نه وې
ژوند کرکه وه، د کرکې چاپرچل کې اوسیدم

د زړه چیغې مې ستوني کې  د ډار له لاسه ټپ وې
تیاره وه،  ورک منزل ته په مزل کې اوسیدم

ډاریږمه چې خدای مې په دې  و نه نیسې ، ګله  
ژوندی چې وم ستا غم سره په چل  کې اوسیدم

یو وخت و،څه ښه وخت و، تماشه ومه د سترګو
یو وخت و، چې د زړونو  تاج محل کې اوسیدم
                                        فضل الربي رستم