غزل
ما د جنون تر حده وړي ما ځوروي حادثه
یوه نجلۍ ده ما ته تل رایادوي حادثه
په داسې ځای کې یم چې هر یو اجرتي قاتل دی
په داسې ځای کې چې قدم په قدم وي حادثه
له سرک پورې خوا یې ولیدې په ځان پوه نه شو
تا ته درتله خو موټر ورکړه د مرګي حادثه
د چا له نوم سره د (خدایه خیر) ناره وهمه
د چا له نوم سره پېښيږي یو دمي حادثه
زما باور نه و چې ته به لکه زیری راشې
خو اوس باور لرم چې تګ دې راکوي حادثه
رستم کمزوری دی ، د سترګو د سام لاندې راځې
ستا د نظر بلا به خود پرې راولي حادثه
فضل الربي رستم