غزل
له ډېرو پټ دی خو یو تا ته مې مالوم لیکلی
ما مې د خپل ارمان په پاڼه کې ستا نوم لیکلی
ژوند اندېښنه د خپل راتلونکي ، ژوند د مرګ انتظار
چا په غلط ټکو د ښکلي ژوند مفهوم لیکلی
ما ورته خط کې جار ، قربان ، خیرات ،صدقه ليکلې
دې راته خط کې ، مرګ ، بلا، زهر ، زقوم لیکلی
هاغه ظالم ، په مجبورۍ ، د عدالت پاڼو کې
هغه د خپل ظلم اقرار هم په مظلوم لیکلی
ته له مزاجه یې عاجزه خو په زړه کاپره
دا لکه داسې چې په کاڼي وي چا موم لیکلی
رستمه وېش چې د نصیب کیدو نو هغه وخت یې
رستمه! ته یې له خوښيو نه محروم لیکلی
فضل الربي رستم
22.10.2011
- فضل الربي رستم
غزل
زړه تللی دی خندا د چا خندا څخه راوړي خوښۍ دژوندانه له خپل پاچا څخه راوړي زه اورم ترنم او په څلور طرفه ګورم چې باد راته ستا نوم له کومې خوا څخه راوړي څوک شته د محبت رهبر، د جنګ د ختمولو دا امر به د جنګ لویې بلا څخه راوړي د ښو او بدو فرق دوه اړخیز پيژندل غواړي توپير د ثواب، خلک له ګناه څخه راوړي لیږلی دی رستم ستا سندریز مزاج ته خیال الفاظ د غزلونو به له تا څخه راوړي  ...
22.10.2011
- فضل الربي رستم
غزل بېګا مې د خپل زړه سره لانجه وه په زندان کې بېګا مې د سزا لومړنۍ شپه وه په زندان کې زما د خیال قاري په ګردان ټوله ورځې بوخت و په لاس کې ستا د یاد یې سپاره وه په زندان کې خفه وم په دې نه چې به سبا ته په دار کیږم خو هیله ستا د سترګو راسره وه په زندان کې هنر و تباشیر و ، په دیوال رسم تصویر و خبرې وې یو زه وم، ب...