غزل
زړه تللی دی خندا د چا خندا څخه راوړي
خوښۍ دژوندانه له خپل پاچا څخه راوړي
زه اورم ترنم او په څلور طرفه ګورم
چې باد راته ستا نوم له کومې خوا څخه راوړي
څوک شته د محبت رهبر، د جنګ د ختمولو
دا امر به د جنګ لویې بلا څخه راوړي
د ښو او بدو فرق دوه اړخیز پيژندل غواړي
توپير د ثواب، خلک له ګناه څخه راوړي
لیږلی دی رستم ستا سندریز مزاج ته خیال
الفاظ د غزلونو به له تا څخه راوړي
فضل الربي رستم
22.10.2011
- فضل الربي رستم
ستا پر بڼوزه پرته کاوکه یم اوښکه د سپیڅلي درد یم پاکه یم زه د وخت قیامت کې پخه شوې یم زه د خواریکښ سړي تـڼــاکـــه یم وامې خله، پښتو دې یمه ،حق دې یم وامې خله پاچا ګله ! بې واکه یم اوس مې ژوند مالوم نه دی چې څه یمه اوس مې نا خبر له خپل ادراکـــــه یم مینه یم هم زړه ته مسیـحا یمه مینه یم هم زړه ته خطرنــاکـــه یم نه مړه رستمه زه یې یاد کړمه ؟...
22.10.2011
- فضل الربي رستم
غزل
له ډېرو پټ دی خو یو تا ته مې مالوم لیکلی ما مې د خپل ارمان په پاڼه کې ستا نوم لیکلی ژوند اندېښنه د خپل راتلونکي ، ژوند د مرګ انتظار چا په غلط ټکو د ښکلي ژوند مفهوم لیکلی ما ورته خط کې جار ، قربان ، خیرات ،صدقه ليکلې دې راته خط کې ، مرګ ، بلا، زهر ، زقوم لیکلی هاغه ظالم ، په مجبورۍ ، د عدالت پاڼو کې هغه د خپل...