ستا پر بڼوزه پرته کاوکه یم
اوښکه د سپیڅلي درد یم پاکه یم
زه د وخت قیامت کې پخه شوې یم
زه د خواریکښ سړي تـڼــاکـــه یم
وامې خله، پښتو دې یمه ،حق دې یم
وامې خله پاچا ګله ! بې واکه یم
اوس مې ژوند مالوم نه دی چې څه یمه
اوس مې نا خبر له خپل ادراکـــــه یم
مینه یم هم زړه ته مسیـحا یمه
مینه یم هم زړه ته خطرنــاکـــه یم
نه مړه رستمه زه یې یاد کړمه ؟
دومره بختوربه په ولاکه یم
فضل الربي رستم
22.10.2011
- فضل الربي رستم
غزل وخت له ما نیکي اخلي په سترګو را تپي ظلم وخت هم د کاپر زوی دی په ما عاجز کوي ظلم زه ، د محبت تر څنګ لرمه تحمل ، صبر خیر دی که هغه د خپل ښایست تر څنګ لري ظلم دلته به دجال د خپل شعور په بنا پيژنې دلته یې لیکلی نه دی چا ته په تندي ظلم دواړه مرور دي ضد نیولي دي پښتو کوي دواړه په مین زړونو ناحقه تیرو...
22.10.2011
- فضل الربي رستم
غزل
زړه تللی دی خندا د چا خندا څخه راوړي خوښۍ دژوندانه له خپل پاچا څخه راوړي زه اورم ترنم او په څلور طرفه ګورم چې باد راته ستا نوم له کومې خوا څخه راوړي څوک شته د محبت رهبر، د جنګ د ختمولو دا امر به د جنګ لویې بلا څخه راوړي د ښو او بدو فرق دوه اړخیز پيژندل غواړي توپير د ثواب، خلک له ګناه څخه راوړي لیږلی دی رستم ستا سندریز مزاج ته خیال الفاظ د غزلونو به له تا څخه راوړي  ...