غزل
بېګا مې د خپل زړه سره لانجه وه په  زندان کې
بېګا مې د سزا لومړنۍ شپه وه په زندان کې

زما د خیال قاري په ګردان ټوله ورځې بوخت و
په لاس کې ستا  د یاد یې سپاره وه په زندان کې

خفه وم په دې نه چې به سبا ته په دار کیږم
خو هیله ستا د سترګو راسره وه په زندان کې

هنر و تباشیر و ، په دیوال رسم تصویر و
خبرې وې  یو زه وم،  بل هغه وه په زندان کې

دې خلکو دې نظام زه بیا د شر طرف ته بوتلم
اګر چې مې له شر کړې توبه وه  په زندان کې
              فضل الربي رستم