غزل

ستونزې ډېرې دي بېشکه ، کمی نه شته
خو د ستونزو ختمولو سړی نه شته

دغه ډله کې زما څوک  ، پردی نه شته
خو چې چرته یې ګوزار کړم، کوهی نه شته؟

چې تر څو دې خانه زړونو کې ځای نه شته
نو تر هغې دې باوره شه ،بری نه شته


څوک که ستا له کرشمو څخه منکر شي
دا نو داسې لکه وایې چې  خدی نه شته

 که هغه مې ویني نه  ، ته خو مې  وینې
غمه  ستا راباندې ولې زړه سوی نه شته
  
دا زمونږ د کلي لارې چې درندې دي
دا  په دې کې مداریان دي پيری نه شته
 
ما رستم ته زنګ ور وواهه چې شته یې
هغه خپل راته ویلې چې (دی) نه شته
فضل الربي رستم