غــــزل
زما د ژوند د ختمیدو الفاظ یې خوله کې ولاړ
یو مې له ښاره څخه ولي بل دی غره کې ولاړ
له تانه غواړي د خپل زړه د نړیدلو ځواب
زما د ( ولې سوال) ستا دمحل وره کې ولاړ
زه مې د خپل قاتل څهره هره شپه داسې وینم
ما ته په خوب کې یو تورمخی وي تیاره کې ولاړ
زما ښې لورته جدایې او چپ طرف ته مرګ دی
زما ترور او سرمغزن وجود په پله کې ولاړ
هغه په زړه باندې بلا بلا ارمان ژړوي
هغه هلک د خپلې مینې په واده کې ولاړ
فضل الربي رستم
11.09.2011
- فضل الربي رستم
غزل
ستا په نشه سترګو کې ، داسې ځوریده جسم
کله پټيده په کې، کله ښکاریده جسم
ته د کوه طور رڼا ، ت...
17.09.2011
- فضل الربي رستم
غزل
ستونزې ډېرې دي بېشکه ، کمی نه شته خو د ستونزو ختمولو سړی نه شته دغه ډله کې زما څوک ، پردی نه شته خو چې چرته یې ګوزار کړم، کوهی نه شته؟ چې تر څو دې خانه زړونو کې ځای نه شته نو تر هغې دې باوره شه ،بری نه شته
څوک که ستا له کرشمو څخه منکر شي دا نو داسې لکه وایې چې خدی نه شته که هغه مې ویني نه ، ته خو مې وینې...