غزل
ستا په نشه سترګو کې ، داسې ځوریده جسم
کله پټيده په کې، کله ښکاریده جسم
ته د کوه طور رڼا ، ته مې شوې د ژوند بدلون
زه ومه په ځان کې ورک ، ز ه ومه تیاره جسم
زه بت پرست نه یمه، زه یمه د عشق تږی
ما ته ستا احساس په کار، ما کله غوښته جسم؟
دا پولۍ پولۍ په اور ، دا تغمه تغمه ځواني
داسې تعریف شوی دی ، دا د پښتانه جسم
زه د یوه چا په زور ، زه زخمي زخمي اروا
څومره په بې رحمه زړه ، مانه بېلیده جسم
دا څه عجیبه حالت ، ستا دملاقات پر وخت
زه درنه راتلمه خو، ما نه ستنیده جسم
فضل الربي رستم