غزل
زه چې داغونه مې د زړه په اینې شمارمه
دا لکه تور ټکي په سپینې سیپارې شمارمه
زه مې د خپلې زندګۍ د ماشومتوب له وخته
زه تر دې وخته ناځواني د زمانې شمارمه
ته چې له ما سره وې ما یې نامه نه پيژنده
اوس مې نو ژوند د مرګ مهلت ګڼمه، شپې شمارمه
زه مې د ځان د مشغولتیا لپاره دا کار کوم
کنه ښه پوه یمه چې ستوري بې فایدې شمارمه
ته هم تکړه شه ته مې وشماره دورې د درتلو
زه به دې ګرانې بې لوظي شمارم وعدې شمارمه
فضل الربي رستم