غزل
ستا د دعاګانو په کاله کې ساتل شوی یم
مورې ! څو څو ځله دمرګ خوله کې ساتل شوی یم
زما د هیریدو خبرې مه کوه ،غلطي دي
زه یې د قران په څېر په زړه کې ساتل شوی یم
زه عجب پښتون یم د خدای کور کې وژل شوی یم
زه بل ځای د اورشیندونکي غره کې ساتل شوی یم
زه ددې وطن د خلکو حق یمه ، الماس یم ، خو
زه له دوی نه پټ توره لته کې ساتل شوی یم
ما نه به نو څه هیله دا خلک د رڼا وکړي
زه ماشوم خو خپله په تیاره کې ساتل شوی یم
فضل الربي رستم