غــــــــــــزل
زه چې د هندارې پر مخ سپین لکه شېده یمه
زه نو د وجود دننه ولې داسې نه یمه؟
زه د ځان په مخ کې لکه غر یمه ،جامد یمه
زه د هغې مخ کې بیا اوبه ، اوبه، اوبه یمه
ما ته د نړۍ سره تګ نه دی زده ،چې لاړ شمه
زه مې دخپل غم سره مشغول ویښ او ویده یمه
ما اوس پل اخستی ، ذهنیت یمه، رڼا ته ځم
خیر که په تیارو تیارو تیارو کې په مزله یمه
ووایه رستمه شپه دې څنګه وه؟ خوب څنګه وو؟
نن دې سبایې راهسې بیا ولې په خوله یمه؟
فضل الربي رستم