غزل
راځه چې کړو شرېکه مونږه دواړه زندګي
له تا نه مې خیرات شه ګلې واړه زند ګي
تکړه شه لټوه په کې ابهام د زندګۍ
تکړه شه فلسفې څخه راژباړه زندګي
هیلۍ دې وي سیلۍ دي وي او زما د زړه نجلۍ
جنت ، جنت ، جنت دی د سیند غاړه زندګي
راځه د زړه باداره راته ودې کړه مسکا
راځه قران لپاره رانه لاړه زندګي
له مرګ څخه انکار نو حماقت دی په ولا
قبوله به نو څنګه کړمه شاړه زندګی
ته مینې ته د کرکې زهر مه ورګډوه
ته مه کنه په سپيو یې مه داړه زندګي
فضل الربي رستم