طالبان چې یو وخت د هېواد په څه باندې نوي سلنې خاورې واکمن و، او اوس د افغان حکومت په وړاندې وسلواله جګړه کوي، وروستیو کې په یوې سرخوږی جوړونکې ډلې اوښتې. دې ډلې په کلیوالي سیمو کې ډېر نفوذ کړی، هغه کسان نیسي او ځوروي چې دولت کې کار کوي، یا په یو ډول دولت سره همکار دي. خلک هم خپلې مېنې چې کلیوالي سیمو کې یې وروستیو کلونو کې په ډېرو زحمتونو جوړې کړې وې، پریږدې او ښارونو ته یې مخه کړې، اوس نو د ښاریانو ژوند جوړ دی، په یوې تنګې حویلۍ کې یې کوټې جوړې کړي، مهمه نه ده چې کوټې چېرې دي، لمر  ور لویږي او که سیوري کې دي، بس کوټې دي جوړیږي او خلک یې په کرایی او ګروي نیسي. د ژوند کړۍ ورو ورو په هغو تنګیږي چې کلیوالي سیمو کې ژوند کوي. هغوي دې یا هلته داسې پاتې شي چې د وسلوالو مخالفینو غوښتنه ده او یا دې کډې بار کړي او نورو ساحو ته دې ځي. 

د افغانستان د جګړې یو لوی اړخ همدا طالبان دي، دا جوته ده چې د طالبانو لویه برخه افغانان دي، دا چې څنګه جګړې ته اړ ایستل شوي، پرې کار نه لرو، خو دا ویل غواړو چې طالبان دې خپله راتلونکې خوندي کړي، هغه راتلونکې چې د یوې ډلې پایښت ته اړینه ده، دا ویلی نه شو چې جګړه به کله پای ته رسیږي خو دا ویلی شو چې جګړه به د تل لپاره نه وي. 

طالبان دې په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې عامه تاسیساتو ته له زیان رسولو ډډه وکړي، په دې سره د حکومت پر ځای عام خلک زیان ویني. څو ورځې مخکې بغلان کې د واردېدونکې برښنا ستنې په بمونو والوځول شوې، پایله یې دا شوه چې د کابل میلیوني ښار تیاره شو تر څنګ یې د هېواد څلور نور ښارونه هم تیاره کې کېناستل، زیان چا وکړ هغوعادي  خلکو چې له دې برښنا یې کورونه رڼا شوي، په دې سره حکومت له پښو نه غورځیږي، بلکې دا خلک دي چې تاوان کوي. له یوه درزي( خیاط سره کېناستم) وزګار ناست و، خپل ماشین ته چې د برښنا په انرژي چلیږي، حیران ناست و، ترې مې وپوښتل چې ولې وزګار ناست یې، څو ثانیې یې څه ونه ویل، خپل پکول یې له سره ایسته کړ په لاسونو کې یې تاو را تاو کړ او په خپل زنګون یې کېښود،، لاسونه یې خپلو ویښتانو ته وروړل، په ږېره یې را کش کړل او  په ډېره قهرجنه لهجه یې وویل، د طالبانو له لاسه! ما ورته وویل، طالبان دې څه کوي، ده وویل وروره ماشین مې په برښنا چلیږي او برښنا خو دا څو ورځې وشوه چې طالبانو پرې کړې ده، ولې ته خبر نه یې چې ښار تیاره دی؟ 

خیاط خلکو ته کالي او جامې ګنډي، او په دې سره خپل ځان ته پیسې ګټي چې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کړي، که برښنا بندیږي، زیان عام خلک کوي چې په بېلابېلو برخو کې خواري کوي. د دوي د کار د دوام لپاره برښنا اړینه ده، که یوه فابریکه تولیدات کوي، د هغې لپاره برښنا اړینه ده، په هره ساحه کې برښنا د ژوند یوه مهمه برخه ده او طالبان دې خپله جګړه داسې عیاره کړي چې خلک په کې ډېر تاواني نه شي، جګړه خو د تاوانونو مور ده خو په ټولو کې دې هڅه وشي چې عام خلک له لویو مصیبتونو وژغورل شي. 

طالبان دې د هلمندي وروڼو او خویندو ځولۍ ومني، د سولې خبرو ته دې کیني، په جګړو څه نه جوړیږي، څلور لسیزو جګړو دا ولس خوار او در بدره کړ، نور نو هیڅ نه لري چې له لاسه یې ورکړي، په هر ځای کې بې شمېره کورنۍ بې سرپرسته دي، ډېر ماشومان د خپلو پلرونو له غېږو بې برخې شول، ډېرې مېندې کونډې شوې، ډېرې نورې بې کوره او بې اوره شوې، اوس یې وخت دی چې طالبان د سولې لار  غوره کړي، امریکا او نور ملګري یې له جګړو ستړي دي، افغان حکومت هم له جګړو ستړی ښکاري، د سولې لپاره د هر چا ور ټکوي، ظالم او تور مخې پنجاب نه خو یې په ډېرو زاریو سوله غوښتې خو هغه دښمن یې کله مني. 

خلک هم ډېر تنګ دي، دې ټولو ته په کتو سره دې طالبان د سولې خبرې پیل کړي، د اسلامي امارت په نوم دې یو سیاسي ګوند جوړ کړي، په ټاکنو کې دې ودریږي، د بمونو پر ځای دې له خلکو په رایو سره  قدرت وغواړي. 

که طالبان وایی چې نظام کې نیمګړتیاوې شته، دا دې په سیاسي خبرو کې خلکو ته ورسوي، خپله تګلاره دې بیان کړي، د افغانستان د وګړو نږدې سل په سلو کې مسلمانان دي، هغوي هم اسلامي نظام غواړي، اسلامي ژوند غواړي، نه غواړي چې ټولنه یې غیر اسلامی وي، د هر افغان په ضمیر کې بهرنيان نشته، بهرني ځواکونه په هیچا هم ښه نه لګیږي، خو که جګړه وي، او د نظام پرځولو هڅې، کومه بله بدیله لار شته چې ویې کاروو، بهرنیو ځواکونو خو خپلې بسترې بار کړې وې، خو په کندز د طالبانو برید او د ښار سقوط پلان بدل کړ، یعنې غواړم ووایم چې د طالبانو وسلوالې جګړې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مېشتېدو ته هڅولي دي، که طالبان سوله وکړي، دغه بهرني وسلوال چې د دوي تر سیوري لاندې ژوند او فعالیت کوي، له منځه تلای شي، خو  که طالبان سوله ونه کړي، وضعیت به له دې هم خراب شي. نه به هغه بهرني ځواکونه ووځي چې دغلته د نظام په ملاتړ دېره دي او نه هم هغه بهرنۍ ترهګرې ډلې چې د طالبانو تر وزر لاندې فعالیت کوي. 

دا یواځې هلمندیان  نه دي چې له طالبانو سوله غواړي، ټول افغانان که هغه لر دي او که بر، له طالبانو او افغان حکومت غواړي چې یو ځل خبرو ته کیني، دا د جرګو وطن دی، کومه غوټه چې په لاس خلاصیږي، خولې ته یې ولې پرېږدو. 

د جګړو دوام د هیڅ لوري په ګټه نه دی، دلته یواځې پاکستان، نور ګاونډیان او هغه هېوادونه ګټه کوي چې د افغانستان په جګړه کې د خپلو ګټو تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي، یو آرام افغانستان کې هر څه تر لاسه کیدای شي، که جګړه نه وي، دا ملت به ژر په خپلو پښو ودریږي. اوس یې وخت دی چې سوله وشي، کولمبیا کې د فارک په نوم یاغیانو جګړه کوله، سلګونه زره کسان د  حکومت او دې یاغیانو د څو لسیزو په جګړو کې ووژل شول، میلیونونه نور بې ځایه شول، خو دا دوه کاله مخکې دواړو لورو سوله وکړه، اوس هلته امن دی او فارک یاغیان اوس په سیاسي مخالفینو بدل شوي او خپلې غوښتنې له دې لارې تعقیبوي، په هغوي څه کوو ګلبدین حکمتیار به هم یو وخت له نظام سره جنګېده خو تازه یې درک کړې چې جګړه د حل لار نه ده، هغه پوه شوی چې نه دی دومره دی چې کابل کې واکمن کسان له پښو وغورځیږي او نه هغوي دې حد کې دي چې دی ونیسي او ووژني، نو داسې یوه وضعیت کې سوله اړینه ده چې حکمتیار دوه کاله مخکې دغه اړتیا درک کړې، اوس  کابل کې په یوه سوله ییز چاپیریال کې  ژوند کوي او خپلې هغه غوښتنې یې چې جګړه کې مطرح کولې، اوس په زغرده د رسنیو په  وړاندې بیانوي. 

نو که ووایو چې جګړه  که سوله، ځواب یې ښکاره دی او هغه هم سوله. 

سوله کې هر څوک ګټه کوي که هغه طالبان دي، که اوسني حاکمان او یا عام خلک! 

پای