پــــــــــــلار
يو ماشوم خپلې مور ته داسې وويل:
ـــ د کلي خلک راته بې پلاره وايې !
مور يې په خپله غيږ کې ونغاړلو
ـــ زويه ! رښتيا ده ستا خوپلار نشته
ـــ مور ې ! نو پلار مې څه شو؟
ــــ پلار خو دې خداى واخيسته
ماشوم رڼې رڼې د مور سترګو ته
يوه شيبه په چوپه خوله وکتل بيايې په کراره وويل
بيـــرته يې نه راکوي ؟؟
محمد نادر دانش
07.07.2011
- فضل الربي رستم
غزلګل نه ورکه شوې ده هغه مسکا چا ویل چې په شونډوکې یې شته مسکا؟ زه د بې وسۍ د درد رڼه اوښکه ته د خوشحالۍ د وخت تازه مسکا
ستا د تګ په وخت مې دوه رنګي وکړه زړه باندې مې درد، په خوله مې وه مسکا
نن خو دې په سترګو کې خمار نشته نن دې ده په سترګو کې پرته مسکا
بیا د کونډې زړه سړو اخستی دی...
15.07.2011
- فضل الربي رستم
د پښتو ناوې ولې ژاړې د کلتور څلي ته ؟ګودر که وران دی خو په لارو کې کودړي شته دییو ځل به پورته شي لمبه د انقلاب له خېرهلا د پښتون په نغري کې سره بڅرې شته دی فضل عندلیب ، دير ...