غزل
ګل نه ورکه شوې ده هغه مسکا
چا ویل چې په شونډوکې یې شته مسکا؟
زه د بې وسۍ د درد رڼه اوښکه
ته د خوشحالۍ د وخت تازه مسکا
ستا د تګ په وخت مې دوه رنګي وکړه
زړه باندې مې درد، په خوله مې وه مسکا
نن خو دې په سترګو کې خمار نشته
نن دې ده په سترګو کې پرته مسکا
بیا د کونډې زړه سړو اخستی دی
خان یې لور ته کړې ده ترخه مسکا
زه دزړه نړۍ ته سوله غـــــــــــــــــــــواړمه
زه له تا نه غـــــــــــــــــــــــواړمه یوه مسکا
فضل الربي رستم