غزل
نن مې د چا په غاړه توره جوړه سترګو ته شوه
ورسره یوځای مې د تیر ژوند کیسه سترګو ته شوه
زه دې له کلي نیم تیر شوی وم خو یاره په خدای
بېرته راوګرځيدم ستا مې ګېله سترګو ته شوه
ما مې له خپلې مزدورۍ څخه مزه اخیسته
ما ته د کور به چې نسکوره کاسه سترګو ته شوه
باور دې وشه چې ددغه سمندر شغلو کې*
باوردې وشه یاره ستا مې څهر ه سترګو ته شوه
پدې حالاتو کې چې زه به له کاله بهر شوم
ماته به هر وخت مې د مور اندېښنه سترګو شوه
فضل الربي رستم
دا تصویر مې پس له بیته ویستلی دی .*

29.06.2011
- فضل الربي رستم
غزلیو ګل وې په ګلونو کې جانانه رانه لاړې زما د پاکې میني خوږ ارمانه رانه لاړې
ای! څنګه دې آسانه داسې وویلې چې لاړم ای! څنګه دې زه پریښودم ستومانه رانه لاړې
ما ډیر لکه ماشوم په چیغو چیغو درته وویل اخ مړ شومه ، تباه شومه خو ګرانه رانه لاړې
ژوند نوې د خوښیو غوټی ګل کړې ، ستا له لاسه راپریوتلې ، وچې شوې بارانه رانه لاړې...
07.07.2011
- فضل الربي رستم
غزلګل نه ورکه شوې ده هغه مسکا چا ویل چې په شونډوکې یې شته مسکا؟ زه د بې وسۍ د درد رڼه اوښکه ته د خوشحالۍ د وخت تازه مسکا
ستا د تګ په وخت مې دوه رنګي وکړه زړه باندې مې درد، په خوله مې وه مسکا
نن خو دې په سترګو کې خمار نشته نن دې ده په سترګو کې پرته مسکا
بیا د کونډې زړه سړو اخستی دی...