غزل

نن مې مودې وروسته د داسې یو چا غږ واوریده

ورسره ګډ مې دخپل زړه د درزا غږ واوریده

 

دې زمانې ظالمې  دومره زه په ژوند کې مات کړم

 چې ما  دې خپلې ژوبلې ژوبلې  اروا غږ واوریده

 

زه به چې لږې پریشانۍ وېوړم نو خدایزده ولې

له کومې لورې نه به ما د اشنا غږ واوریده

 

 

دې تفاوت ته ګوره ما به ستا نامه واخسته

خو انګازې سره به ما د کنځا غږ واوریده

 

‏‏

ما دې په خط کې د انکار کیسه و نه شوه لوستی

ما په کې ولید ستا تصویر او هم ستا غږ واوریده 

 

 

           فضل الربي رستم