غزل
د زړه په زور د زړه په راج به مې اماج ته رسم

د عاجزۍ په احتجاج به مې اماج ته رسم

 

زه ښه پوهیږم . نابلده یم ، سختي به وي خو
د دعاګانو په علاج به مې اماج ته رسم

 

چلیګر نه یم ژوند ته نوم د چلبازۍ نه ږدمه

په خپل اخلاص په خپل مزاج به مې اماج ته رسم

 

لکه د مینې پيغمبر د فرښتې په مرسته

نفرت نه لرې په معراج به مې اماج ته رسم

 

زه په همت تقدیر شکوونکی تروږمیو کې هم

بې له ډیوې ، بې له سراج به مې اماج ته رسم

 

رستم